د کرزي د دماغي حالت په اړه په لویدیځ کې اندېښنې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39296
ژباړه او ترتیب: یاقوت زابلی
دخبریدو نیټه : 2010-09-30

سرچینه: ډیلي ټیلیګراف- لندن

ژباړه او ترتیب: یاقوت زابلی

 

وروسته له هغه چې افغان ولسمشر دوې ورځې وړاندي د سواد د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې په ډک ستوني د افغانستان پر غمیزه وژړل په لویدیځ کې د نوموړي د دماغي ناروغۍ په اړه ګنګوسو زور واخیست.

د لندن څخه خپرېدونکي د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼي د تیري چهارشنبې په ورځ په یوه خپره کړې مقاله کې ولیکل چې پخپلو رسمي کارونو او پروګرامونو کې د پاته راتللو له کبله د ولسمشر کرزي د دماغي توازون په اړه ویره زیاته شوېده. 

ورځپاڼي د کرزي یو ژړغونی نقل قول لیکلي چي پکي نوموړي وايي ( زه نه غواړم چې زما زوي مېرویس له هېواده بهر ولاړشي زه غواړم هغه دلې ښوونځی ولولي  خوپه خدای قسم زه پدې اړه اندېښمن یم ، اندېښمن یم،  اې خلکو! اندېښمن یم).

ورځپاڼه زیاتوي چې ولسمشر کرزي وروسته تر هغه په عام محضر کې وژړل چې یواځي څو ورځي وړاندي په امریکا کې په یوه تازه چاپ شوي کتاب کې ولیکل شول چې هغه(کرزی) د خپل دماغي حالت د توازون په موخه له هغو درملو څخه ګټه اخلي چې اعصاب تقویه کوي.

که څه هم حامد کرزي مخکي هم څو ځلي په ځانګړې توګه د ناټو له لوري د ملکیانو د وژلو پر پېښو د خپلې بې وسۍ اوښکې تويي کړې خو په وروستۍ ځل هغه پر داسي مهال وژړل چې له لویدیځ سره یې اړیکي د پخوا غوندي ګرمي ندي او لویدیځي رسنۍ هم د نوموړي هر لوي او کوچنی حرکت په ډېره ځیرکۍ سره څاري.