کندهارکي جنګ جګړو 1000 کورنۍ بي ځايه کړي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39337

دخبریدو نیټه : 2010-10-02

احمد لودين : کندهار


دا چي د څه مودي راپديخوا د کندهار په ځينو ولسواليو کي پراخ نظامي عمليات پيل سوي  په سلګونه کورنۍ يي د کورونو او کرهڼيزو ځمکو پريښودولو او کډوالۍ ته اړي کړي دي .
 کندهار ښار ته د  نژدي ولسوالۍ ارغنداب څخه هم هره  ورځ د درنو وسلو ږغونه اوريدل کيږي او ويل کيږي چي دولت او ايساف د خپلو مخالفينو  د لمنځه وړلو دپاره د هرډول وسلي او بمونو څخه کار اخلي .
هره  ورځ  دکندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ تر منځ پر غځيدلي لاره موټرونه او تراکتورونه ليدل کيږي چي د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکو خپلي کډي پکښي بار کړي وي او دکندهار ښار په لوري روان وي .
د ارغنداب ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته دا مهال تر شپږ سوه زياتي کورنۍ کډوالي سوي دي او د خپلو دوستانو سره په کورونو کي اوسيږي .
د يادو کورنيو غړي وايي چي په سيمه کي يي جنګ جګړي وي او  نوره دا زمينه نه وه برابره چي ژوند دي وسي .
ددوي په وينا کورنه ، ځمکي او باغونه يي ټول خراب سوي دي او نور په سيمه کي ژوند کول ورته ګران وه .
محمدعمر چي د ارغنداب ولسوالۍ د خواجه ملک د کلي اوسيدونکى دى او د جنګ جګړو له کبله دا مهال د کورنۍ د غړو سره په کندهار ښار کي ميشت دى داسي وايي :
(( زموږ په خواجه ملک کلي کي دى هلته طالبان راغلي دي هره ورځ به يي پر پوليسو او خارجيانو حملي کولي  . خارجيانو به بمبار کوى نو موږ ويريدلو چي و نه وژل سو وروسته ښار ته راغلو او اوس د خپل ماما سره په کورکي اوسيږو ))

حاجي نانى  چي د کورنۍ اته غړي ور دغاړي دي او  د ارغنداب ولسوالۍ په محمديعقوب کلاچه کي يي د کرنيزي ځمکي له لاري خپل ژوند پر مخ بېوى وايي :
(( زموږ په کلي کي په ‌باغونو کي طالبان ناست دي او پر عسکرو او خارجيانو بريدونه کوي وروسته خارجيان هم بريدونه پري کوي  ددي کلي د خلکو باغونه ټول خراب سوي دي او کورونه مو ونړيدل  اوس ښار ته راغلي يو د خپلو اخښيانو سره په يوه تنګ کورکي اوسيږم او مرستو ته اړتيا لرم  . غوښتنه مو دغه ده چي جنګونه دي نه کيږي او خلک دي ارام ژوند ته پريښودل سي ))

ياد کډوال وايي چي دا مهال ډيرو مرستو ته اړتيا لري او بايد دولت يي غم وخوري . 

د کندهار د کډوالو چارو ريس محمداعظم نوابي وايي چي دا مهال  د ارغنداب ولسوالۍ څخه ٦٢٠ او تر دريو سوو پوري نور کډوال د ژيړۍ ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته کډوال سوي دي چي دوي ورته د ځينو  مرستندويه موسسو په مرسته و د خوراکي توکو د ويش لړۍ پيل کړي ده  او اوس هم د کډوالو د راستنيدو لړۍ روانه ده
ښاغلي نوابي د خپلو خبرو په دوام زياته کړه چي دوي کډوالو ته  د ځاي برابروولو او مرستي ورکولو دپاره هيڅ ډول امکانات په لاس کي نه لري خو دا مهال د دوي په غوښـتنه  UNHCR  او UHICEF  ورته  د خوراکي توکو  د ويشلو لړۍ پيل کړي د ه  چي بيل بيل خوراکي توکي او نور اړين مواد پکښي شامل دي .
(( دا مهال ښار ته د ارغنداب ولسوالۍ څخه ٦٢٩ بي ځايه سوي کورنۍ راغلي دي ولي چي هلته عمليات پيل سوي دي او خلک ژوند نه سي کولاى . دوى دا مهال په ښار کي د خپلو خپلوانو کره کډي اړولي دي او هلته ژوند کوي .
د ژيړۍ ولسوالۍ څخه هم تر ٣٠٠ پوري کورنۍ راغلي دي چي د ښار په بيلابيلو سيمو کي اوسيږي او مرستو ته اړتيا لري .
موږ خپله د هيڅ مرستي دپاره امکانات نه لرو او د ځينو موسسو څخه مو  د مرستي غوښتنه کړي ده چي دا مهال کډوالو ته خوراکي او اړين مواد ورکوي .
اوس نوري کورنۍ هم را رواني دي  ))

د يادوني وړ ده چي تر دي مخکي د کندهار ښار محله جات سيمي څخه هم په زيات شمير کورنۍ کډوالي سوي وي چي اوس د عملياتو تر ختميدو وروسته بيرته خپلو سيمو ته ستني سوي دي او ارغنداب او ژيړۍ ولسوالۍ دواړه ډيري نارامي سيمي دي چي د دولت د وسلوالو مخالفينو واک پکښي تر ديره ځايه ځواکمن دى او په ژيړۍ کي خو دا مهال اته زره کورني او بهرني سرتيري د ښامار په نوم  په خورا خطرناکو عملياتو بوخت دي .