مصر:افغان محصلینو پر بینوا پاڼی بندیز په کلکه وغانده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39397
میرویس خوږیاڼی
دخبریدو نیټه : 2010-10-04

په مصر کی میشت افغان محصلینو پر بینوا پاڼی بندیز د بیان د ازادی خلاف کار وباله
قاهره مصر
په قاهره کی افغان محصلینو په هیواد کی  پر بینوا او ټول افغان پاڼو باندی بندیز په کلکه وغندو او دا کاری یی د بیان د ازادی خلاف وباله .
کلونه راهیسی په هیواد کی د بیان د ازادی او دیموکراسی چیغی ټولی نړی ته رسیدلی خو بیا هم ځینی داسی کسان شته چی دننه په هیواد کی یی د بیان ازادی تر پوښتنی لاندی راوستی ده .
بینوا او ټول افغان ویب پاڼی له هغو ویب پاڼو څخه دی چی تل یی خپل کتونکی په اړینو معلومات سمبال کړی او د نورو خپرونو تر څنګ یی ځوانانوته د سپورټ په برخه خورا ښکلی معلومات ورکول

د قاهری په پوهنتون کی د اقتصاد او سیاسی علوم یو تن زده کونکی فرهاد هیواد مل له چارواکو په کلکه وغوښتل چی نومړی بندیزونه دی لری کړی تر څو خلک وکولای شی له یادو ویب پاڼو نه ګټه پورته کړی .