هند: افغان محصلینو دبینوا بندول په کلکه وغندل.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39435
راپور: عبدالمقیم افغان ـ هند
دخبریدو نیټه : 2010-10-05

په هند کی افغان محصلینو دبینوا ویب پاڼې بندول په کلکه وغندل.

دهندوستان په اندراپردیش ایالت(حیدراباد)  کی میشت افغان محصلینو نن دیوې غونډی په ترڅ کی داطلاعاتو او کلتور دوزارت لخواد بینوا ویب پاڼې تړل وغندل، اوپدې غونډه کی چی په لسګونو هند میشت افغان محصلینو برخه اخیستی وه  له افغان دولت نه وغوښتل شول چی ژر تر ژره دی په افغانستان کی دبینوا ویب پاڼی خپرونې بیا پرانیستل شی.
دمحصلینوپه خبره کاش چی د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټولو رسنیو ته په یوه سترګه کتلای او درسنیو قانون یې پر ټولو یو شان پلی کولای تر څو په افغانی رسنیو کی اصلاحات راغلی  وای،خو له بده مرغه یاد وزارت دځینو کسانو د ځانی غوښتنو پر اساس له افغانانو دبیان دازادۍ حق اخلی...
محصلینو همداراز وویل چی داطلاعاتو تو کلتور دوزارت دا پریکړه چی له مخی یې په افغانستان کی پر بینوا ویب پاڼه بندیز لګیدلی د ژورنالیزم د وصولو او مقرراتواو درسنیو دقانون له مخی نه، بلکه د ځینو ځانی اوژبنی تعصبونو له مخې نیول شویده.

afghan students in india

دغونډې په پای کی د محصلینو په نماینده ګۍ محمد کبیر حقمل وویل(( په افغانستان کی د رسنیو قانون پر ټولو رسنیو یو شان نه پلی کیږی ها د چا خبره ( دمور اومیرې سلوک ورسره کیږی) ځنی داسی رسنۍ شته چی په ښکاره ډول داسلام د سپیڅلی دین، افغانی کلتور او ملی شخصیتونو... سپکاوی کوي، بیګانه کلتور دودوي..خود اطلاعاتو او کلتور وزارت غوږونه پری  کاڼه اچولی. اوځینو ځانګړیو ویب پاڼو ته بیا پلمې لټوی، دده په خبره همدې نا انډولتیا دافغانانو یووالی ته لوی خنډ جوړ کړی)).

afghan student in india

داندراپردیش  تر څنګ د هندوستان په نورو ایالتو کی هم دمیشت افغان محصلینو لخوا په افغانستان کی دبینوا ویب پاڼې پر خپرونو باندی بندیز غندل شوی،له ګوجرات نه محمدخان نصرت، له میسور نه محمد یونس ارین، له بنګلورنه سیف الدین ایوبزی، له ډیلی نه سیدالله توخی او له مهاراشیترا ‎(پونې) نه عبدالمقیم علیزی بینوا  ویب پاڼې ته ویلی چی دوی هم دبیلا بیلو غونډو او ناستو په ترڅ کی د بینوا پښتو ویب پاڼې بندیدل په کلکه غندلی او دایې په افغانستان کی دبیان پر ازادۍ تیری بللی.

ban on benawa.com , afghan students india

دیادونې وړ ده چی بینوا هغه پښتو ویب پاڼه ده کومه چی دنړۍ په هر کونج کی افغانانوته تازه خبرونه، معلوماتی،څیړنیزی،سیاسی،ادبی او تعلیمی لیکنې، اسلامی... او نورپه زړه پوری معلومات په پښتو ژبه وړاندی کوی او همداراز یوازینۍ پښتو ویب پاڼه ده چی دمظلومو او بیوزله افغانانو ږغ او دحق چیغه یې دجنګی جنایتکارانواو کلتوری یرغلګرانو په وړاندی پورته کړی. خو له بده مرغه څه موده وړاندی دولسمشر له نه پاملرنې دمنلی او یون... له بیغورۍ د فهیم او رهین له تربګنۍ او د لویې څارنوالی د بیواکۍ له امله یی په افغانستان کی پر خپرونو بندیز ولګیدی.