دژورنالیستانودفاع کمیټه : افغانستان خبري پاڼي بندوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39465
ژباړه : رحمت اریا
دخبریدو نیټه : 2010-10-07

افغانستان د ویبځالگۍ د چاڼولو له لارې خبري ویب پاڼې بندوي

سرچینه (CPJ )
 لیکوال: دني اوبراین او باب دیځ د ژورنالیستانو د دفاع کمیټه
ژباړه : رحمت اریا


په افغانستان کې د بینوا خبري ویب پاڼه بنده شوه (اسوشیټیډ پرس)

تر تېرو نیږدو وختونو پورې داسې بریښیده چې د افغانستان د انټرنټ ځالگۍ دې د دولت له لاسوهنې څخه خوندي وې. یو لامل ېې دا وو چې په کورنۍ کچه انټرنټ ته دومره پراخ لاسرسی نه وو او نه چا ورڅخه لیدنه کوله: طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال د انټرنټ کارول منع کړي ول ، سره له دې چې په افغانستان کې د انټرنټ د کارونې لمنه په دې وروستیو کې ښه ورغېده مگر بیاهم د دغه هیواد د ۲۹ میلیونو وگړو په منځ کې یوازې یو میلیون کسان انټرنټ ته لاسرسی لري. سږکال د جون په مېاشت کې افغان دولت پریکړه وکړه چې د انترنت د آسانتیاوو پر برابروونکو باندې په ملي کچه د چاڼ کولو لړۍ و تپي او د مخابراتو وزارت ته ېې لارښوونه وکړه چې د انټرنټ د سیمه ییزو برابروونکو له لارې دې په انترنتي ترافیک کې هغه ویب پاڼې په تور لیست کې راگډې کړي چې د الکهولو د دود د خپرولو، د جوارۍ یا قمار، د بربنډونو انځورونو د خپرولو خپرونې کوي او ور سره دې هغه ویب پاڼې هم وتړي چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ د دلالۍ او روغې جوړې آسانتیاوې او یا هم د ټولنیزو خدماتي ځالگیو[1] آسانتیاوې برابروي.
 
د افغانستان د انټرنټ سمبالوونکي لا تر اوسه د خپلو قانونونو د پلي کولو په پرمختگ کې ستونزې لري. له ټاکل شویو امرونو سره سره بیا هم لیدل کیږي چې ډیری ویب سایتونه د انټرنټ د سمبالوونکو له قوانینو څخه سرغړونه کوي. ان هغه ویب سایتونه هم د لیدلو وړ دي چې په څرگنده ډول بند شوي دي ، بندې شوې وېب پاڼې د لیدلو د وړتیا د تر لاسه کولو لپاره له نیغ په نیغه [ پروکسي] [2] او یا له درغلنو دفاعی سافت وییرونو څخه کار اخلي. دولت د خپل ټولنیز مورال د دفاع په موخه لا تر اوسه هڅه کړې چې د انټرنټ د سمبالولو قوانین پلې کړي. یوازې د قوانینو له توشیح څخه درې مېاشتې وروسته دولت د انټرنټ د آسانتیاوو برابروونکو ادارو ته وویل چې خبري ویب پاڼې دې په تور لیست کې په پام کې ونیسي.  تیره اونۍ والستریت ژورنال گزارش ورکړ چې پښتو ویب پاڼه بینوا په هیواد کې دننه له دې امله بنده شوه چې په تیر وتنې ېې د لومړي مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم د مړینې خبر ېې خپور کړې وو. ( ویب پاڼې خپله تیروتنه له نیم ساعت وروسته سمه کړه). دغه ویب پاڼه د خپلو امریکا میشتو [ سروَرنو U.S.-based servers] له لارې د کتلو وړ ده ، د بینوا امریکا میشتي څښتن او مدیر خالد هادي د ژورنالیستانو د دفاع کمیټې [ سي پي جې CPJ ] ته وویل: « زموږ ویب پاڼه اوس په افغانستان کې د ۹۷ په سلو کې  ISP servers کې بنده ده او افغان دولت وايي چې دا پاڼه په بشپړ ډول بنده ده.» څرگنده ده چې هادي پر افغان [انټرنټي سرورونو] باندې د راوړل شوي دباو له کبله قهرژلی دی.
 
گزارشونه زیاتوي چې د یوې بلې پښتو خبري ویب پاڼې ټول افغان د بندولو هڅې تر لاس لاندې نیول کیږي.
 
دا چې د انټرنټ د سانسورولو لمنه نن له خپلې ټاکل شوې موخې لا پراخیږي باید د حیرانتیا وړ نه وي. بل دا چې د انټرنټ د سانسور څارنه په خپله یوه ځانگړې ستونزه ده. د کتابونو یا د ځانگړو کسانو د تور لیست برعکس ډیر لږ پیښیږي چې څوک دې د ویب پاڼو تورلیست هم ورکړي، د ویبپاڼو په اړوند د داسې تورلیست له جوړولو څخه موخه اکثرأ په دې انگیرنې تر سره کیږي چې څارونکي خپلو هیوادوالو ته اغیزمن ډاډ ورکوي چې کومه ویب پاڼه د هیواد د انټرنټ د سست « بریښنايي دفاعي دیوال national firewall » له تلنځ یا معبر څخه را اوښتې ده. د بندیدونکو ویبپاڼو د دغسې راڼه لیست له درلودلو پرته د انټرنټ د هرې لیکې او یا هم د انټرنټ د ترافیک ډله ییزه څارنه خورا زیاته گرانه ده، دغه تخنیکي ستونزه ان په هغوهیوادونو کې هم لا تر اوسه نه ده هواره شوې چې د څارنې پیاوړي قانونونه لري.
 
همدا شان ئې د انټرنټ د څار اداري چارو ، آزادو رسنیو ته گواښ رامنځته کړی ځکه له دا ډول څارنې څخه کیدای شي د یوې تکنالوژیکې وسلې په توگه کار واخیستل شي او له همدې لارې د انټرنټ په نړۍ کې د شننونکو او ژبه ورو ویبپاڼو غږ په ستوني کې وچ کړي ، کټ مټ هغه څه چې نن په افغانستان کې پیښ شول. خپلواکې رسنۍ یوازینۍ ډلې نه دي چې ځانونه تر گواښ لاندې ویني. د همدې اونۍ په لړ کې نیویارک ټایمز گزارش ورکړ چې په ایران کې د خبري او نورو ټولینزو اړیکو د ویب پاڼو له یو کلن بندیز وروسته ایران پریکړه کړې چې په هیواد کې د یو شمیرو کورنیو نامتو مذهبي پوهانو ویب پاڼې هم بندې کړي.
 
ټول ژورنالیستان ، که خپلې لیکنې د انټرنټ له لارې خپروي یا انټرنټ دباندې، هغه لومړني کسان دي چې د سانسور په متروکو ډبول کیږي. خو گرانه به وي چې دوی به وروستني کسان هم وي.

لمنلیکونه :(ژ)
[1]  social network service هغه ځالگۍ دي چې د ټولنیزو اړیکو آسانتیاوې برابروي لکه د بریښنالیکونو ځالگۍ - ژ
[2] Direct proxies