کندهار: ٢٥٠٠ ‌ټنه انار نړيوال بازار ته وړاندي سوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39587

دخبریدو نیټه : 2010-10-12

احمد لودين : کندهار


په كندهار كى سږ كال د انارو اصول ډير ښه دى خو د امنيتى وضعى دخرابوالى له امله دا ميوه لكه څنګه چى ښايي بهرنيو ماركيټونو ته يي لاره نده موندلى .
د تازه ميوى د ماركيټ مشرا ن وايي اول درجه انار چى مخكى به بهرنيو ماركيټونوته صادريدل سږ كال په كښته بيه په كورنيو ماركيټونوكى خرڅلاو ته وړاندى كيږى .خو ددى ولايت دسوداګريزو خونو چارواكى بياوايي هيله شته چى سږكا ل به هم دكندهار انار په بهرنيو هيوادونو كى ښه ماركيټ ولرى .
د كندهار انار چى د خپل كيفيت او رنګ له امله په نړيواله كچه ښه نوم او شهرت لرى او دډيرو بهرنيو هيوادونو سوداګر هڅه كوى تر څو له كندهار څخه انار خپلو هيوادونو ته صادر كړى . خو سږ كا ل د كندهار په ارغنداب ولسوالۍ كى چى دانارو سمسور باغونه پكښى دىد جنګ جګړو له امله باغلرونكى او د تازه ميوى سوداګر نشى كولاى تر څو دا ميوه په ښه توګه كورنيو او بهرنيو هيوادونو ته ورسوى .
د كندهار ښار دتازه ميوى دماركيټ يو تن مشر حاجى تورجان وايي چى د انارو دباغونو په سيمو كى ددولتى ځواكونو او ددولت دمخالفينو تر مينځ دوسله والو نښتو له امله باغ لرونكى او سوداګر نشى كولاى چى خپلى ميوى په ښه توګه ماركيټونو ته ورسوى له همدى امله لمړى درجه انار د كندهار ښار د ميوى په ماركيټ كى د باغلرونكو د مجبورى له امله په كښته بيه خرڅيږى .

(( سږ کال انار دير ښه وه او ډير ښه اصول يي درلودى  خو بازار نه لري په نورو کلنو کي د کندهار مارکيټ ته چاودلي او  نور پاتي انار راتله خو سږ کال هغه ښه انار مارکيټ ته راځي ځکه  غټ غټ سوداګر ارغنداب ته نه سي تللاي   چي انار وګوري او نورو ممالکو ته يي يوسي ځکه په ارغنداب کي جنګونه دي او امنيت خراب دى .
اوس انار په ډيره ټيټه بيه خرڅيږي چي باغ لرونکو ته ډير تاوان دى . موږ غوښتنه کوو چي دولت انارو ته ښه او نړيوال بازار پيدا کړي  چي دا باغ لرونکو ته ښه ګټه ور وکړي ))

دكندهار د سوداګرى خونو ريس حاجى نصرالله زهير بيا وايي چى سږ كا ل د كندهار دانارو كيفيت ډير ښه او هيله ده چى په بهرنيو ماركيټونو كى به ښه بازار تر لاسه كړى . دښاغلى ذهير په وينا تر دى مهاله له كندهار څخه  د دوه زره او  پينځه سوه ټنو په شاوخواكى انار بهرنيو هيوادونوته صادر شوى چى دا لړى اوس هم په چټكى سره روانه ده.
((  سږكا ل د كندهار دانارو ډيره برخه د پاكستا ن هندوستا ن او يوه كمه اندازه ډوبۍ ته صادر شوى . خو كوم انار چى دپاكستا ن هيواد ته صادريږى په پاكستانۍ ماركه لرونكو كريټونو كى صادريږى چى دكندهار په ګمرك كى بيله دى چى دى موضوع ته پاملرنه وشى محصول او وروسته دافغانستا ن انار د پاكستا ن دانارو پنامه بهرنيو هيوادونو ته صادريږى په داسى حا ل كى چى موږ خپله په كابل هرا ت او كندهار ولايتونو كى د كريت جوړولو فابريكى هم لرو))
.ښاغلى زهير دا كار د افغانستا ن ملى هويت ته لويه زربه او زيا ن وباله .
له بل لورى د كندهار دانار و باغلرونكى له دى سره چى ددى ميوى دډير حصول څخه خوښى څرګند وى وايي چى په انارو كى ديو ډول مرض دلګيدو له امله چى مګس نوميږى ددوى  انارو كيفيت ته څه ناڅه ضرر رسيدلى په دى برخه كى ددولت لخوا له دوى سره هيڅ ډول مرسته نده شوى .
د كندهار دكرهڼى او مالدارۍ درياست  يوه چارواكى چي د مرکي له کولو يي ډډه کوله  دا خبره ومنل خووايي چى ددى نباتى ناروغى درمل د ټول كندهار لپاره يواځى يو ليټر د كرهڼى او مالدارى دوزارت لخوا ددوى په واك كى وركړل شوى چى دټول ولايت دباغلرونكو لپاره بسنه نكوى ددوى په وينا ددى ناروغى دمخنيوى ښه لاره د باغ د نظافت او پاكى ته پاملرنه او د تير كا ل دوچو انارو پاتى شونى له ونو څخه لرى كول دى .
ديادونى وړ ده چى تير كا ل له كندهار څخه د څلورو زرو ټنو په شاوخواكى انار بهرنيو هيوادونو ته صادر شوى چى دچارواكو په وينا سږ كا ل به دا اندازه د تيركا ل په پرتله څلور  برابره لوړه سى .