لودين
په ارزګان ولايت کي ميشت معلولين شکايت کوي چي اړوندو دولتي ادارو ور سره هيڅ ډول مرسته نه ده کړي او دا مهال دوي د زياتو ستونزو سره مخ کي دي .
معلولين ادعا کوي چي د دوي پر نومونو موسسات او نورو اداري مرستي راوړي خو ددي پر ځاي چي دوي ته ورکول سي ځيني دولتي کسان يي خپلو جيبونو ته اچوي او دوي پري خبروي هم نه .
ياد معلولين دا هم وايي چي دوي ته دا مهال د حرفوي زده کړو د برابرولو دپاره کار نه دي سوي او د ارزګان ولايت معلولين ددي تر څنګ چي له يوي خوا يي د بدن د ځينو غړو نه شتون ځوروي د بيوزلۍ او سوالګرۍ روان ژوند يي هم د ژوند خواږه پري تريخ کړي دي .
ددي ولايت د چوري ولسوالۍ يو تن معلول محمد ايوب وايې چې په دي ولايت کې د تېرو جګړو پر مهال يې يوه پښه له لاسه ورکړي ده او اوس مهال نه سي کولاى چې خواري او مزدوري وکړي.
دده په وينا چې په کور کې لس تنه غړي لري او په کورنۍ کې د ګټي او يا خوارۍ کولو کوم بل څوک هم نه لري.
دى وايې چې کله دوکان کوي او کله بل څه خو تردي مهاله يې په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى.
نوموړى پر دولت او نړيوالو موسسو نيوکه کوي چې له هرڅه امکاناتو سره، سره يې بيا هم له دوى سره کومه ځانګړي مرسته نه ده کړي.
د محمد ايوب په خبره چې پرې سوي پښه يې هله له منځه ولاړه کله چې څو کاله وړاندي د ښکيلو جګړه مارو ډلو په ښخ سوي ماين ور برابر سو.
دغه معلول له دولت څخه غوښتنه کوي چې دوى ته دي مرستي ورکړي او هغه څه چې دوى ته ورکول کيږي هغه بايد عادلانه ورکول سي او له دي وړاندي چې کومه مرسته د معلول لپاره ټاکل سوي وي هغه يوازي څو محدودو کسانو ته ورکول کيږي.
په همدي حال کې يو بل تن عبدالرحيم چې لاسونه او پښې يې څلور واړه فلج دي وايې په دي ولايت کې دولت او اړونده مامورين ور سره ښه چلند نه کوي او کومي مرستي چې ددوى په نوم ورکول کيږي هغه جوړ او روغو کسانو ته ورکول کيږي.
دده په وينا چې د مرکزي دولت له راتلو سره سم يې دا هيلي پيدا سوي چې په ژوند کې به يې ښه والى راسي خو دا هيلي يې هله ورژيدي کله چې يو شمېر چارواکو د خپلو جيبونو د ډکولو لپاره کار پيل کړ.
د نوموړي په خبره چې هره ورځ ددي ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رياست مخي ته په دي هيله انتظار باسي چې د مرستي ږغ به ورباندي وسي.
عبدالرحيم دا د شرم ځاى بولي چې د بل لاس ته يې تمه وي خو وايې په افغانستان کې جګړو هرڅه له منځه وړي دي او دوى مجبور دي چې له بل څخه د مرستي هيله وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخي چې د دولت او نړيوالو په مرسته به د دوى په ژوند کې څه نا څه مثبت بدلون راغلى واى خو په دي ولايت کې ځيني چارواکي د دوى حق تر پښو لاندي کوي.
د ارزګان د کار اور ټولنيزوچارو د رياست چارواکي د نوموړو معلولينو دا ادعاوي ردوي .
ددي اداري ريس عبدالقدس وايې چې د معلولينو لپاره يې د حرفوي زدکړو مسلکي کورسونه ايجاد کړي دي او ترڅنګ يې ټول معلولين په دولتي ادارو کې په دندو ګمارل سوي دي.
د نوموړي په خبره چې د نړيوالو موسسو په مرسته يې ددي ولايت زيات شمېر معلولينو ته کوم چې د وجود غړي يې له لاسه ورکړي مثنوي غړي ورته جوړ کړي دي
دده په وينا چې ځيني معلولين يې د جوړو خلکو تر څنک په کارونو کې شامل کړي دي او داسې پروژه نسته چې ددي ولايت د معلولينو شتون پکښې نه وي.
د ښاغلي عبدالقدوس په خبره چي د معلولينو او شهيدانو وارثينو ته يي د دولت له لوري ټاکل سوي نقدي امتيازات هم پر وخت ورکړي دي .
ريس څرګندوي چې په دي ولايت کې ټول شپږ سوه تنه معلولين او ترڅنګ يې د نهه سوه شهيدانو کورنۍ راجستر کړي دي
دى وايې چې دغه ټولو ته ټاکل سوي پيسي د بانک له لاري ور کول کيږي او تردي مهاله د کوم معلول او يا د شهيد د کورنۍ په پيسو کي تقلب نه دى سوي او هر يوه ته خپلي پيسي پر خپل وخت رسيږي.
ريس عبدالقدس وايې په راتلونکي کې پلان لري چې ددوى لپاره نور کورسونه هم داير کړي او مسلکي زدکړي ورکړي چې له مخي به يې ټول معلولين د کسب څښتنان سي.
په ارزګان کي د نظر خاوندان وايي دولت بايد داسې کورسونه د معلولينو لپاره په لاره واچوي چې له مخي يې تعليمي او نوري زدکړي ولري.