اخبارالعرب : د طالبانو سره مذاکرات د ناټـــو پــــه ګــټــه دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39743
ژباړه : داود فایـــــز وردګ
دخبریدو نیټه : 2010-10-18

یادونه : دا څیړنه له اخبار العرب جریدی څخه په یو څه سمونه ژباړل شوی دی
     بعضی سیاسی څیــړونـــکی او د یــپلوماتان وایی چی د طالبانو  سره  بــه لو ړه كـــچه د افغان حكومت د مذاكراتو  پــه هكله خبري ربــوټونه شــايد چي پــه أفغانستان كــــي د لويديــځي نــړي  د قواوو د نظامي أهدافو په كـــټه تـــمام شي ، ]ـي  د غسی رپـــوټونه بـــه د طالبانو پـه ليكو كـــــي هــرج او مرج او ناباوري رامينـــځ تــــه كـــړي.
    شــايد دا پــــر له پـــسي خـبرونه  چـــي  د دواړو خواوو تــر مينڅ د مذاكراتو پــه هكله او يا د مذاكراتو لــپــاره تياري نيول او حتى د دواړو اړخونو تر مينځ په كابل كـــي پټ مذاكرات په دا څو تيرو مياشتو کی د يو نه يو ډول مذاكراتو لپــاره د طرفينو استعداد څرګندوي.
   مګر د دغسي خبرونو ترديدول په داسي وخت كــــي چــي د نــاټو قوتونه د طالبانو پـــه مركز ( كندهار ) كـــي پـــه سختو جـګړو بوخت دي  ، دا پـــه دي معنى چــــي شـايد د دارنــــګه خـبــرونو هدف پــه نظامي ډګر كــــي برياوي تـــر لاســـه كول وي.

    د طالبانو پخواني چارواكي او سياسي څـيــړونكي وحيد مــژده  چـي لا تـــر اوســـه د طالبانو د ځــيـنو غــــړو سره اړ يكي لري وايي : ( ما د بــريـښـنا ليك له لاري د طالبانو له يوه غـــړي سره د بــاډر نه هاخوا تماس ونيولو چـــي  له افغان حكومت سره يي دا رنــګــه اړيكي او مذاكرات پــه كلكه رد کړل ، او پـــه عين حال كــــي يي د طالبانو پـــه صفونو كــــي ديو رنــګــه وارخطايي پــه هكله خــبــري وكري.
وحيد مـــژده زيــاته كـــړه : دا د طالبانو پــه ضد يو نفسياتي جنــګ دي چـــي دا رنــګــه رپـــوټـــونه  پـــرتـه له د چی د طالبانو پـــه ليكو كــي  بي باوري زياتـــه كـــړي بل هیڅ  هدف نه لري.

   د چــهار شنبي پــه ورځ د نــاټــو يــوه لــوړ  پـــوري چــارواكي وويل : ځـــيني قــواوي چي نــاټـــو يي مشری كوي د طالبانو د چـــارواكو او افغان حكومت تــر مينځ د اړيكو د ټینګولو أسانتياوي بــرابــروي ، او  دويته  كابل ته د مذاكراتو لـپـاره د راتلو لپاره د لاري أمنيت نيسي.

   همدارنـګـه  د پنجشنبي په ورځ يوه پــاكستاني چارواكي چـي د طالبانو او حكومت تر مينـځ د مذاكراتو پـه هكله معلومات لري د دواړو خواوو تــر مينـځ يي د اړيكو ټينـګـول ومنل او دايي د طالبانو د اسلامي تحريك او د حامد كرزي د حكومت پــه دريـځــونو كي نوي  بدلون وبللو ، او ويي ويل : معامله د عملي كيدلو پــه حال كيده ، ا ودا يوازي پــيل دي جـي پـه خـپـل ذات كــي يوه كاميابي بلل كيداي شي ؛ ځــكه چـي پــه خوا به امريكايانو د دارنـګـه اړيكو ټينـګـولو سره مخالفت  كولو.

   همدا بـاكستاني چـارواكي زياتو ي : دا اړيـكي ډيـري پــه لوړه كـچــه دي ، له هغه چا سره دي چـي د طالبانو د مقاومت واګــي يي پــه لاس كــي نيولي دي ، هغوي دي چـي جـګـړه كوي ، لكه څــرنـګـه چـي د طالبانو سره د مذاكراتو پــه هكله نورو سرچــينو وغوښـتل چي نومونه يي خـپاره نه شي ، همدارنـګـه د ناټـو او پـاكستاني چارواك هم ونه غوښـتل چـي نومونه يي خـپـاره شي.

 او د ښـاغلي كرزي وياند پـه دي هكله له څـه ويلو ډډه وكـړه.

    پـه أفغانستان او نــړي كــي ورځ په ورځ دا احساس په زياتيدو دي چـي يو قاطع نظامي حل پـه افغانستان كـي د لـويـديـځ او أفغان حكومت لـپـاره نـاشوني دي ، او پــه اخره كـي د دي كشالي سياسي جور جاري يوه معقوله لاره ده.

    مګر دا رنــګـه آاوازي ، او نا څـرګـند روايتونه د سولي د مذاكراتو پــه هكله كولي شي د طالبانو  يو والي كمزوري كـړي ، او د تحريك غــړي د خـپـلو مشـرانو پـه هكله له احتياط څخه كار واخلي ، او د مشرانو يي يو پــر بل شكونه را وپــاروي.

    پــه كابل كــي يو ميشتي دپلومات د دارنـګـه مذاكراتو د  ګټـو پـه هكله وايي : كيداي شي دا قسم مذاكرات د ناټـو او امريكايي قواوو پــه ګټـه تمام شي ؛ ځـكه كله چي جنـګـيالي د مذاكراتو پـه هكله دا رنـګـه آوازي اوري كيداي شي د خـپـلو مشرانو په مقابل كــي سر غـړونه وكـړي او پاڅون وکړی ، او كه دا ونه شي دومره خو به وشي چـي جنـګ او جګـړي تـه يي ليوالتيا كمه شي ، او د قـرباني وركولو حس يي كمزوري شي.

   او همدارنـګه دا هم كيداي شي چـي  نـاټو له دا رنـګـه څـرګندونو څـخـه غواړي د طالبانو د تحريك مشرا نو ته وښــيي چــي  د دوي د ښــمن په جدي تــوګــه له دوي سره د يوه سیاسی حل د را ايستلو لـپـاره مذاكراتو ته تيار دي.