ویټرانز ټوډې :د افغانستان پر رسمي کړیو د ایران اغیز حاکمیت کوي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39772
ژباړه : بینوا ډاټ کام
دخبریدو نیټه : 2010-10-19

 لیکنه : حنان حبیبزی ،  د وي ، ټي  رسمي لیکوال
سر چینه : ویټرانز ټوډې  ژورنال

نیټه: اکتوبر ۱۹،۲۰۱۰
ددې لیکنې اصلي بڼه په انګریزي ژبه :
http://www.veteranstoday.com/2010/10/19/official-circles-in-afghanistan-dominated-by-iranian-influence/
 
ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې پر تګلارو خپل اغیز وساتي:
په یو مهم نړیوال کنفرانس کې د ایراني ډیپلوماټ شتون په افغانستان کې د ایران د لانجمن رول په اړه اندیښنې راولاړې کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې یو ایرانی استازی په  یوه غونډه کې ګډون کوي چې د افغانستان د پرمختګ د مسالو په اړه د یوې نړیوالې ډلې له خوا جوړه شوې ده.
که ایران ته په منظم ډول په دغسې غونډو کې د ګډون اجازه ورکړل شي نو دا  به هڅه وکړي چې پر نړیوالو تګلارو خپل اغیز وشیندي.د کابل پوهنتون یو زده کونکي قدیم الله معصوي خپله اندیښنه څرګنده کړه.

د نیویارک ټایمز له مخې ،د تیرې دوشنبې په ورځ د دواړو امریکایانو او نړیوالو چارواکو له خوا ددغه ګام هرکلی وشو.  

لوړپوړي  ایراني  دیپلوماټ علي قانع زاده همداراز په  افغانستان کې  د ناټو د انتقال د تګلارې په اړه  د جنرال ډیویډ پیټریوس په ناسته کې  هم  برخه درلودله.

په افغانستان کې دوه اړخیزه لوبه:
په همدې ترڅ کې د حامد کرزي د حکومت ځينې سرچینې فکر کوي چې ایران طالبانو ته مرسته رسوي. دوی وویل  ځینې ایراني وګړي په افغانستان کې نیول شوي دي چې د وسله والو جنګیالیو ملاتړ یې کاوو. ښاغلي معصومی زیاته کړه چې ایران په افغانستان کې د امریکا شته والی نشي لیدلی، ځکه خو په پرله پسې توګه په افغانستان کې لاسوهنه کوي.

د افغانستان په لویدیځ کې  ځينې چارواکو ادعا وکړه چې ایران په  ډیر شمیرکې  دکرزي د حکومت  مخالف سیاستوال د کډوالو په یو کمپ کې چې شمس اباد نومیږي تربیه کوي. 

ایران له افغانستان سره د خواخوږی ادعا لري خو ډیری افغانان خپل لویدیځ ګاونډی تورنوي چې په افغانستان کې خپلې ځانګړې اجنډاوې  پر مخ بیايي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې خپل اغیز پراخ کړي او خپله څرګنده ګټه پرې ترلاسه کړي.

د افغانستان په لویدیځ کې سیمه ییزو خلکو په سیمه کې  د ایران د مخ په ډيریدونکي اغیز په اړه  انديښنې څرګندې کړې . دوی ټینګار وکړ چې داد امریکا د متحدو ایالاتو لپاره سم وخت دی چې خپل قدرت  له ایران سره دافغانستان پولې خواته بوځي.

افغانستان، تاریخي شالید:
په افغانستان کې د شورویانو د یرغل پرمهال په ۱۹۸۰ کلونو کې د روسیې سفیر ته په کابل  کې د مهم بهرني ډیپلوماټ په توګه کتل کیدل چا چې د افغانستان پر کورنۍ او بهرنۍ تګلارې او پریکړو زښت ډیر اغیز درلود.  

په ۲۰۰۱ کال کې پرافغانستان د امریکا په مشرۍ له یرغل وروسته ،ایران بریالی شو چې کټ مټ رول چې روسيې ډیپلوماټ په افغانستان کې  لوباوو ترلاسه کړي.

د ایران سفیر په ډیرې چټکۍ سره خپل حاکمانه تارونه  په افغان حکومت کې وغځول  ، د کرزي د حکومت له یوې څنډې څخه یې بلې ته   دمهمو امنیتي او ملکي چارواکو  د ګومارلو  او د ایسته کولو په برخه کې خپل واک   پراخ کړ. 

ایران په ډیر  تدریجي ډول پر افغان رسنیو پانګونه وکړه او دکابل په کوڅو کې هیڅوک نشي کولی چې په ازاد ډول دایران په ضد خبرې وکړي. 

څو میاشتې مخکې ایران بریالی شو چې رسنۍ تر فشار لاندې راولي اود افغانستان د لوی څارنوال له لارې پر یو شخصي ټلویزوني چینل بندیز ولګوي ،هغه یو چې، د ایران د رژیم منتقد وو.

د ایران مذهبي مشران په سیمه کې زښت ډیر اغیز لري او ددوی مفکورې په ځانګړي ډول شیعه میشتو سیمو کې حاکمیت لري.

ایران په اغیزناکه توګه  د منځني ختیځ له لارې یو تونل جوړ کړی او  په عراق ، سوریه ، لبنان او فلسطین کې بنسټپالو ډلو ته وسلې رسوي. 

د ایران د دغه پلان بری به په پای کې  سني مذهبه یمن او سعودي عربستان د نا ارامی خواته بوځي لکه د قدرت د تشې  رامنځته کول چې ایران یې په منځنۍ اسیا کې غواړي.  

ددغو ټولو مانا څه ده؟ د متحدو ایالاتو د منځني ختیځ په تګلاره کې کوچنۍ تیروتنه به ددې لامل شي چې هغه هیواد خپل پلان مخ په وړاندې یوسي.

که لږ یې ساده کړو نو که امریکا افغانستان پریږدي ،ایران به رامخته شي او خپل اغیز  به  په منځنی اسیا  او د منځني ختیځ په هیوادونو کې  د سیمې له لارې پراخ کړي او په افغانستان کې خو یې  وار له مخه  منګولې خښې کړي دي. 

په داسې حال کې چې په تهران کې د سني لږکیو  پر مذهبي لمانځنو بندیز دی  خو ایران  په افغانستان کې  شیعه مذهبې لږکۍ ته اقتصادي او سیاسي ملاتړ ورکوي.

که په ایران کې  سنیان ددې جرت وکړي چې خپل مذهبي مرکز ولري نو له بند سره مخامخ کیږي ،حال دا چې ایران په میلیونو ډالره په افغانستان کې لګوي چې د کابل په زړه کې   د شیعه مذهب لوی مرکز جوړ کړي.

په افغانستان کې  اکثریت خلک یانې  پښتانه ویره لري چې په یو داسې افغانستان کې چې د ایران له خوا کنټرولیږي  ددوی مذهب او قدرت به په خطر کې ولویږي. په  سیمه کې  ایرانی اغیز به بیشکه د سولې نړیوالې هڅې  ویجاړې کړي چې په ټوله  سیمه کې روانې دي.د ایران لاسونه د افغانستان په یوبل ګاونډي تاجکستان کې هم لیدل کیږي چی   اغیزیې پکې  ډیر پراخ دی.

په دې اړه چې، څه ډول دایرانیو اجنډاوو مخه نیول کیدای شي  د خبرو اترو پرمهال باید هغه  مسالې  چې ما راپورته کړې  تر  بحث لاندې ونیول شي. د ایران د غلچکیو لاسونو له پامه  غورځول به د سولې هڅې نه یوازې په افغانستان بلکې په ټوله سیمه کې له خنډ سره مخامخ کړي