کرزی: بهرنیان خپلې ګټې لري افغانستان خپلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39784
مینه هوسۍ
دخبریدو نیټه : 2010-10-20

حامدکرزي دکلیو دپرمختیایي شوراګانو دریم ملي مشورتي کنفرانس پرانیست دکلیو دپرمختیایي شوراګانو دریم ملي مشورتي کنفرانس چې په هغه کې دهېواد د۳۴ ولایتونو دکلیوالي شوراګانو استازو، دکابینې او ملي شورا ځینو غړو او په کابل کې دیو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو ګډون کړی و دچهارشنبې په ورځ دافغانستان داسلامي جمهوریت د جمهورریس حامدکرزي لخوا پرانیستل شو. دهېواد جمهورریس په دغه کنفرانس کې چې دجمهوري ریاست دسلام خانې په ماڼې کې جوړ شوی و، دملي پیوستون دپروګرام دستایلو په ترڅ کې وې ویل: دخوښۍ ځای دی چې دغه پروګرام په سلوکې اویا فیصده کلیو ته رسیدلي خو اوس تر ټولومهمه داده هغه پروژې چې ګټې ته وړاندې شوې دي له هغو څخه سمه ګټه واخیستل شي او ساتنې ته یې کلکه پاملرنه وشي. حامدکرزي دکلیوالي شوراګانو په استازو باندې ټینګار وکړ چې دښارونو له پراختیا سره سره دکلیو دباغونو او زراعتي ځمکو دسمسورتیا دخوندي ساتلو لپاره دې پراخې هڅې وشي ترڅو دښارونو ترڅنګ ددې هېواد کلي هم خپله ښکلا ولري. حامدکرزي دکرنې او دکلیو دپراختیا له وزارتونو څخه وغوښتل چې په طبعي ډول دافغانستان دمیو په روزلو او دبهرنیو هېوادونو بازارونو ته دې دهغو دلارې موندلو په برخه کې خپله پاملرنه زیاته کړي. همداراز جمهورریس دکلیوالي شوراګانو استازي دیته وهڅول چې دژور څاګانو دکیندلو پرځای چې داوبو سطحې ته زیان رسوي له کاریزونو څخه ګټه واخلي ترڅو دافغانستان دکرنې په پراختیا کې چې دنړۍ له ډیرو ښو کرنیزو محصولاتو څخه ګڼل کیږي لازم رول ولوبوي. ده زیاته کړه افغانستان کولای شي چې په ډیرې آسانۍ سره دکرنې له لارې په ځان متکي شي خو په دې شرط چې په منظم ډول تولید ولري او خپل تولید صنعتي او دبهرنیو هېوادونو بازارونو ته یې ولیږدوي چې هلته په ښه بیه وپلورل شي. حامدکرزي په افغانستان کې دتریاکو کرکیلې ته داشارې په ترڅ کې وویل: په دغه هېوادکې دتریاکو کرکیله له جګړې څخه درامنځته شویو بدمرغیو له امله رواج شوې ده چې له بده مرغه زموږ د هېواد نوم یې بد کړی دی. ده وویل په هر ځای کې چې امن راغلی دی نو ورسره جوخت دتریاکو کرکیله هم کمه شوې ده . موږ کولای شو چې په هېوادکې دښه زراعت په رامنځته کولو سره دتریاکو کرکیله کمه او له منځه یوسو. دهېواد جمهورریس په یو شمېر کورنیوکې له میرمنو او ماشومانو سره ناسم چلند ته اشاره وکړه وې ویل: ارام اوسوکاله چاپیریال نیکمرغي او داولاد سالمه روزنه دهېواد ښیرازه ده له دې امله هغه کورنۍ چۍ له خپلو میرمنو او ماشومانو سره ناسم چلندکوي له دغه عمل څخه دې لاس واخلي له هغوی سره دې ښه چلند وکړي او دخپلو بچیانو په روزنه کې دې له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه ونه کړي. حامدکرزي ټینګار وکړ چې دافغانستان هره کورنۍ دې خپلې لوڼې او زامن ښوونځیو ته واستوي او دهغوی دروزلو له لارې دې داهېواد له لوږې او دنورو له احتیاج څخه وژغوري. ده وویل: دافغانستان ښه راتلونکی دهغه دځوانانو په علم او پوهې پورې تړلی دی ځکه چې نن دغه هېواد ددرې ترلیونو ډالرو په ارزښت ترځمکې لاندې کانونه لري که چیرې دغه کانونه موږ پخپله راوسپړو نو دا هېواد به دهرڅه څښتن شي. حامدکرزي په دغه غونډه کې دافغانستان مهم جغرافیایي موقعیت ته داشارې په ترڅ کې وویل: له درې سوه کلونو راپدیخوا دنړۍ سترقوتونه ددغه هېواد شاوخواته پراته دي چې کله کله دغه ځواکونه له یو بل سره په تقابل کې وي. حامدکرزي وویل: پرافغانستان دشوروي دیرغل پرمهال له دغو سترقوتونو څخه یو شمېر یې دافغانستان دخلکو دجهاد ملاتړ وکړ خو دشوروي له ماتې وروسته یې افغانان یوازې پریښودل او هغه امتیاز چې په افغانستان کې دامن ټینګښت و ددغه هېواد خلکو ته ورنه کړل شو. جمهورریس وویل: دایوازې یوه تاریخي پیښه نه وه، بلکې دا افغانانو ته دعبرت درس دی چې نن باید هوښیار واوسي او په تدبیر سره دخپل هېواد چارې پرمخ بوزي. ده وویل:اوس هم دافغانستان شاوخوا ته دوه درې ستر قوتونه پراته دي، لس کاله کیږي چې دامریکا په مشرۍ دناټو ځواکونه افغانستان ته دتروریزم دځپلو، دبیا رغونې او زموږ دامنیتي ځواکونو دروزلو لپاره راغلي دي، دا زموږ لپاره ستره موقع ده چې لکه دنورو هېوادونو په څېر دخپلو ګټو لپاره ورڅخه کارواخلو. زموږ ګټه په خپل هېوادکې دامن او ارامۍ ټینګښت، له ګاونډیو هېوادونو او په سیمه کې له چین، هند، روسیې او امریکا سره د ښواړیکو لرل دی. امریکا دې دافغانستان ګټو ته قایل شي او موږ به په سیمه کې دامریکا په ګټو غرض نه لرو. موږ له امریکا او ناټو سره د دوامدارو اړیکو دټینګښت لپاره په تماس کې یو چې په یو شمېر ستراتیژیکو همکاریو باندې لیکلې موافقه ترسره شي. حامدکرزي دملګرو ملتونو هغه رپوټ ردکړ چې ویلي یې و دافغانستان ۶۰ فیصده خلک په رواني ناروغۍ اخته دي. ده دغه رپوټ یو تبلیغ وباله ، وې ویل:افغانستان دنړۍ دهغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې ترټولو غښتلی خلک لري او د ډیرو سترو پیښو درامنځته کیدوله امله هم تر رواني فشار لاندې نه راځي. دهېواد جمهورریس وویل: په افغانستان کې داوږدو جګړو له دوام سره سره بیا هم ددغه هېواد خلک خپلې خوښۍ لمانځي، په داسې حال کې چې په بهرکې که څوک بېکاره او یا وږی شي نو خلک وژني او په ناوړوکارونو لاس پورې کوي. حامدکرزي یوځل بیا ټینګار وکړ چې خصوصي امنیتي شرکتونه په قطعي ډول منحل شوي دي او بهرني دوستان دې ددغو شرکتونو دفعالیت ددوام لپاره دافغانستان حکومت ته مراجعه نه کوي او ددغه شرکتونو پرځای دې له موږ سره دملي پولیسو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.