سوالګره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39848
محمدالله ارین احمدزي
دخبریدو نیټه : 2010-10-23

(لنډه کیسه)
له کور څخه را و وتم ترڅو ښار ته لاړ شم او د کور لپاره یو څه سودا واخلم په ښار کې له موټر څخه پلی شوم او د معمول سره سم په ښار کې روان ووم او هرې خواته مې ډول ډول غږونه تر غوږونو کیدل، کیله جوړه په پنځه روپي، پنځه پنځه روپۍ....... هرڅوک په خپل کار بوخت و او هرې خواته هرچا خپل کار کاوو، څوک په موټر کې او څوک پلي روان وو، زه هم د ډیرو په څير پلی روان ووم او په ښار مې هرڅه بیه کول او د هرڅه ننداره مې کوله، ځينې وخت به مې ځينې تورسرې او سپين ږیري سړی هم مخې ته ودرید او راته به یې د خیرات غوښتلو لاس وغځاوو، څه به مې چې وس و هغه به مې ورکړل او چاته به مې چې څه ور نکړل د نورو غوندې به مې ورته وویل چې وبخښی، دا ننداره راته ډيره جالبه وه، په همدې سوچونو کې له زیرمني څخه پل باغ عمومي ته را ورسیدم، دلته هم د خلکو ګڼه ګوڼه دومره زیاته وه چې هیڅ یې اټکل نه شي کیدی. ‎څوک بې کاره هسې ګرځیدل او چا هم زما په شان سودا ته اړتیا درلوده په دې ترڅ کې مې ځينې ځينې ملګري هم تر سترګو شول او له ډيرې مودې وروسته مو سره روغبړ وکړ. تر ډيرې ګرځيدا وروسته په همدې ځای کې مې د ملګري یوې هټی ته ور تاو شوم ترڅو سودا وکړم او له همدې ځایه بیرته کورته لاړشم، دوکان تر ور تاویدو او په لوړه څوکۍ تر ناستی وروسته مې ملګري راته د شنو چایو پیاله مخې ته کیښوده، زه هم د کابل بیروبار او پلي تګ داسې ښه ستړی کړی وم چې نور نو غږیدی هم نه شوم، ژر مې پياله را وچته کړه او د چایو په څکلو مې پيل وکړ خو لا به مې غړپ نه و کړی چې یوې میرمنې چې سوال یې کاوو بیا راته لاس را وغځاوو او راته یې وویل وروره د خدای په خاطر یو څه راکړه دومره پیسې نه لرم چې وړکی زوی مې له مزرګ څخه وژغورم،او نه هم د خوړولو لپاره څه لرو چې ویې خورو. یو ځل مې زړه کې را تیر شو چې له دې څخه هم د نورو په څير بخښنه وغواړه، خو د دې میرمنې له معصومې څيرې او ساندو څخه راته داسې ښکاریده چې واقعا اړه ده ځکه سوال کوي، له لاسونو او غږ څخه یې داسې معلومیده چې ځوانه هم ده، دې ته مې هم خدای او وس یو څه ورکړل، ښځې هم له دعا وروسته حرکت وکړ خو د هټې مخې ته سره لمر ته کیناسته، ما هم نور پسې سر ونه ګرځاوو او د خپل ملګري سره مې روغبړ پيل کړ، له ملګري سره مې تر جوړ په خیر او د روغ ناروغ تر پوښتلو وروسته هغه ته وویل:
-ماته زما د اړتیا وړ سودا تیاره کړي او په بوجی کې یې راته واچوي ترڅو کورته لاړشم ملګري مې د سودا په تیارولو پيل وکړ او زه هم بیا د ښار په ننداره کې لاړم، د ښار سوالګرو، کارکونکو او موټرو داسې چورتي کړم او د خدای دې عجیب نظام ته داسې په تعجب کې لاړم، چې یو ځل مې بیا سره لمر ته په ناستې سوالګرې سترګې ولګیدې، چې له غیږې یې وړکی ماشوم سره سوځونکي لمر ته په سپیره ځمکه اچولی دی او دا خوارکۍ د وچې ډوډۍ په خوړلو بوخته ده خدای شته زړه مې ډير درد وکړ او یو ځل خو مې زړه ویل چې راځه ور و وایه چې راشي او په هټی کې د ننه سیورې ته کښیني خو زړه مې نه شو کولای ځکه هسې د خلکو او پولیسو له غلط ګمان څخه سخت ویریدم، په همدې سوچ کې وم چې یو کس دې ښځې ته په کتو یو ځل را تاو شو او له ښځې سره نیژدې کیناست، داسې لږ راڅک شوم چې دا سړی څه کوي چې د دې خوارکی څنګ ته داسې کیناست، خو سړي ښځې ته څه ویل او ښځې ورته د نه سر خواځاوو، د دوی مجلس اوږد شو خو ښځې ترې مخې بلې خواته واړاوو، سړی هغې خواته ور تاو شو او له ښځې څخه یې په وچ زور د سوال کڅوړه کش کړه او په جیب کې یې واچوله، ښځې ټينګ د شا له لمنې را ونیو او په ژړا یې پيل وکړ:
- راکه پیسې ایله مې په څو ورځو کې دومره پیسې را ټولې کړي دي چې د احمد دوا شي.
خو سړي ورته غاښ چیچی کاوو:
خوشې مې کړه کنې والله وژنم دې، ما هم دا څو ورځې والله که یو ګرام م څکلي وي.
خو ښځې سړی نه پریښود ټولو خلکو یې په ډيره سپين سترګي ننداره کوله.
زه ورکوز شوم او ورته مې ویل چې څه کوې ولې دې له دې ښځې خوارکی څخه پیسې واخیسدتې؟
سړي په سرو سترو او ککړو لاسونو ټيله کړم او راته یې وویل چې ستا یې څه خپله ښځه مې ده.
ټولو خلکو د سړي دا خبره په خندا بدرګه کړه او هر یوه یې په خپل وار سره ویل:
- دا بل ته وګوره پردی ښځې له خپلو میړونو څخه خلاصوي.
یاره که زه د دې د خاوند پر ځای وی د دښځې او دې ګواښګري خولو به مې ورماته کړې وه.

هریوه خپلې تبصرې کولې خو ماته مې وجدان دا اجازه را نکړه چې دا سړی پرته د دې ښځې له خوښې څخه پیسې ترې واخلي ځکه دا لا نه وه جوته چې ایا ریښتیا هم دا میرمن د ده ښځه ده کنه او که د ده ښځه وي ولې سوال کوي.
سړی مې ټينګ له لاسه ونیو او ورته مې وویل: دا ستا ښځه ده
سړي وویل: هو ولې څه کار لرې.
له ښځې څخه مې پوښتنه وکړه چې دا سړی ستا خاوند دی؟
ښځې له لږ ځنډ څخه وروسته په ژړه ژړه ځواب راکړ: هو خاوند مې دی.
نو مې سړي ته وویل چې که ته د دې ښځې خاوند یې نو ولې دې میرمن سوال کوي او ته نا مرده هسې ګرځې او بیا راځې د ې خوارکی څخه پیسې اخلې او په جیب کې یې اچوې.
سړي داسې رډ، رډ راته کتل خو هیڅ یې هم نه ویل او همدا یې ویل چې خوشې مې کړه ما یې هم لاس ټينګ نیولی و او اجازه مې نه ورکوله چې وتښتي.
د ښځې څخه مې پوښتنه وکړه چې ته ولې سوال کوې، او خاوند دې ستا د سوال په پیسو څه کوي؟
ښځې راته وویل: دا مې خاوند دی خو دی پوډري دی اوس دا پیسې را څخه اخلي او پوډر پرې څکوي زما وړوکی زوی احمد د مرګ شپې او ورځې تیروي څو ورځې کیږي سوال کوم او اوس مې ایله دومره پیسې پيدا کړي دي چې خپل وړکي زوی ته پرې یوه نسخه دوا واخلم،.
جیب ته یې لاس کړ او له جیب څخه یې چوملکه اومروړل شوې نسخه را و ویسته، د نسخې په لیدو مې سړی ټينګ تر لاسه ونیو او یو بل کس چې هغه هم زما په شان ډير مخکې دې نندارې ته را ګډ شوی و زما خواته را نیژدې شو او راته یې په نیولی غږوویل:
ـ نور یې ماته خوشې کړه، دا بیغرته دی، دا باید تر هغه نور د دې ښځې مخ ونه ویني ترڅو چې دی سړی شوي نه وي دی د دې ښځې لایق نه دی.
ښځې د دې بل کس په لیدو ناڅاپه له ځایه را پورته شوه او د ګل جانه ، ته په ویلو یې سړي ته غیږ ورکړه او داسې په چیغو چیغو یې ورته وژړل چې ټول ننداره کونکي چوپه خولو پاتې شول هیڅ چا هم د دې نندارې توان نه درلود او ډيرو کسانو دا ننداره د اوښکو په تویولو او د دې مور په مورنۍ مینه باندې د شاباس په ویلو سره د دې ښځې اوښکې او ساندې بدرګه کړې، د ښځې خاوند مې خوشې کړ او دې بل سړي ته مې په لاس کې ورکړ، سړي یې لاس ټينګ ونیو او ورته یې وویل چې بې غیرته ما تاته خور د دې لپاره درکړې وه چې تاته سوال وکړي او ستا د پوډرو او هیروینو پیسې درته وګټي، ته غیرت نه لرې، ته انسان نه یې او نور د دې حق نه لرې چې زما خور ته نیژدې هم ورشې، له سړي څخه یې د پیسو کڅوړه چې خور یې پکې د خپل د زړه د توګړې د دوا او درملو لپاره څو روپۍ را ټولې کړې وې واخیسته او د خلکو په مخ کې یې د پیسو په شمیرلو پیل وکړ خدای مې دې غاړې نه بندوي درې سوه اویا روپی به وې، د ښځې ورور له ډيره قهره پبسې سره را ټولې کړې او د خپلې خور خاوند یې په دا مخ پرې و ویشت او ورته یې وویل واخله بې غیرته د وروستي ځل لپاره هم زما د خور په پیسو ځان ته هیرویین واخله خو بیا به څه کوې، پوډري د پیسو په را ټولولو پیل وکړ او دې بل حوان خپله خور تر لاسه ونیوله او د خپل کور خواته یې روانه کړه، خو خاوند یې په خوښي سره پیسې را ټولې کړې او پرته له دې چې د خپلې ښځې او خپل زوی پوښتنه وکړي نا معلومه لوري ته په ډيره خوښي روان شو.