الحیاه اللندنیه :امريكا په افغانستان کې جنګ بایللی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40133
ژباړه اولنډون : عبدالرحمن فرقانی
دخبریدو نیټه : 2010-11-06

امريكا په افغانستان کې جنګ بایللی دی ، او القاعده پکې نظامی اډې نلري

دا هغه مطلب دی چې د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د (( الحیاه اللندنیه  )) ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې څرګند کړی دی ، د حزب اسلامی مشر زیاتوی چې د کرزی حکومت په ولس باندې اشغال تپلی دی ، او دا حکومت هیڅ راز قانونی مشروعیت نلري ، او په افغانستان کې د ستونزو د اوارولو واک او قدرت نه لري ، او حکمتیار د مرکې په ترڅ کې په ډاګه کړه چې حزب اسلامی د اشغال په حضور کې  تر سره شوی انتخابات چې له ډرامې نه پرته بل څه نه دي ، ردوي ، او په دې باور دی چې دا  انتخابات یو داسې پارلمان نه شي رامنځ ته کولای چې د ملت ریښتنی استازی وي ، بلکې  دهغه اشغال جواز به ورکړي ، چې افغانستان  توهینوي  .

او حکمتیار زیاتوی چې هغه د القاعدې او طالبانو سره هیڅ تړاو نه لری ، خو هر هغه کس تائیدوی چې د استعمار او اشغال په وړاندې مقاومت او ورنه د افغانستان د ژغورلو هڅه وکړي ، او حکمتیار په ډاګه کړه چې د افغانستان په ځينو سیمو کې  د طالبانو په نامه داسې وسلوالې ډلې شته دی ، چې په حقیقت کې طالبان نه دی ، او د کابل د حکومت سره پټې اړیکې لري ، او زیاتوي چې دغو وسلوالو ډلو د کابل دحکومت د استخباراتو په امریو کال وړاندې د حزب اسلامی په مرکزونو حمله وکړه .

امریکایان له وتلو پرته بله لاره نه لري .

او حکمتیار ټینګار کوي چې امریکایانو په افغانستان کې جګړه بایللې ده ، او "زیاتوي چې دا حقیقت دی ، او له وتلو پرته بله لاره نه لري " .

همدا راز د حزب اسلامی مشر حکمتیار له ټولو مجاهدینو مننه وکړه چې د افغانستان د ملت سره په جهاد کې ولاړ دی او لویه قرباني ورکوي ، او زیاتوي : له ټولو هغو عربو مجاهدینو نه مننه کوو چې د روسی استعمار په وړاندې په جګړه کې ئې زموږ سره مرسته وکړه ، او زموږ په څنګ کې د روسانو سره وجنګیدل ، او لویې لویې قربانۍ ئې وړاندې کړی ، موږ اوزموږ راتلونکې نسلونه د دوی قربانۍ نه شي هیرولی ، او هیله من یم چې د دوی دا پور چې زموږ په غاړه اوښتی دی ادا کوو ، او د دوی سره په هغه جګړه کې برخه واخلو چې دوی ئې په خپله په مخ بیایي . او حکمتیار په افغانستان کې د القاعدې اډې رد کړې ، او دې ته ئې اشاره وکړه چې لویدیځ په خپله اعتراف کوی چې د القاعدې غړي په ټوله سیمه کې تر سلو کسانو نه زیاتیږي ، آیا د القاعدې دا سل کسان د دې وړ دی چې ۱۵۰ زره په پرمختللیو وسلو سمبال عسکر ئې مقابلې ته راودانګي ؟. اوپه ډاګه ئې کړه چې د یرغل ځواکونه دتیرو نهو کالونو په اوږدو کې کلی ، جوماتونه ، ودونه او آن تر دې چې جنازې بمباروي  . 

او حکمتیار " استشهادی عملیات  د دین د دښمنانو په ضد د الله تعالی په لاره کې وستایل ، او د د عملیاتو شهیدان ئې د علین شهیدان وګڼل ، چې اجر ئې تر عادی شهیدانو لوړ دی ، او د ده په اند یوازې حکومت او خرڅ شوی مفتیان چې خپل دین ئې پلورلی دی دا ستشهادي عملیات اسلامی عملیات نه ګڼي " .

حل څه دی ؟

او دخپلو خبرو په پای کې ئې خپل لید لوری راټول کړ او د حل لاره ئې د ټولو مجاهدینو په اتحاد او اتفاق کې وبلله ، چې یوه پرخه جبهه جوړه او د مقاومت او په افغانستان کې د راتلونکی نظام څرنګوالی اعلان کړي ، او داوسنۍ ستونزې لپاره هر اړخیزه او مفصل حل وړاندې کړي . او دا دحل پروسه باید د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو غیر مشروط وتل په فوری توګه وټاکي ، او د وتلو دمنلو وړ مهال ویش اعلان کړي ، د موقت حکومت تشکیل چې د واک  مسالمت آمیزه انتقال راتلونکی حکومت ته په غاړه واخلی ، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته شفاف اوپاک انتخابات د اسلامی شریعت پر بنسټ تر سره شي . اودا تضمین شي چې ټولې وسلوالې ډلې به د حکم رسیدلو ته جګړیزه تګلاره نه خپلوي  ، او هیڅ راز بهرنۍ مرسته او کومک به نه تر لاسه کوي .

دا یادونه پکار ده چې حکمتیار دې یوې لنډې مودې لپاره په کال ۱۹۹۰م د صدراعظمۍ منصب ته رسیدلی دی ، او نوم ئې دملګرو ملتونو  په تور لست کې شامل دی ، او امریکا ته مطلوب دی .