احمد لودين : کندهار
د كندهار روغتيايي چارواكى ددى ولايت د ميرويس حوزوي روغتون د امكاناتو د كموالى له امله شكايت كوي .
د كندهار ميرويس روغتون چى د حوزى په كچه فعاليت كوى او په دى حوزه كى يواځينى لوى روغتون دى دا مها ل د ځاى او طبى پرسونل له كمښت سره مخ دى .
د كندهار دعامى روغتيا ريس ډاكتر عبدالقيوم پخلا وايي ميرويس روغتون ته ددى حوزى له بيلابيلو ولايتونو څخه د نورو ناروغانو ترڅنګ د جنګ جګړو او چاودنو ټپيا ن هم راوړل كيږى او تر درملنى لاندى نيول كيږى چى د روغتون تعمير او تشكيل د پخوا د نفوس او كار لپاره جوړ شوى چى نه شى كيداى طبى پرسونل هغه ته ورسيږى او ياهم د هغوى لپاره بستر چمتو شى .
ښاغلى پخلا دا هم وايي هره ورځ دى روغتون ته له بيلابيلو سيمو څخه بيړنى ټپيا ن راځى چى طبى كاركوونكى ډيرى وخت دداسى ټپيانو په درملنه بوخت وي او نه شى كولاى دنورو ناروغانو درملنه په وخت سره وكړى .
(( دا ميرويس روغتون پنځه ديرش کاله مخکي د چين هيواد له خوا جوړسوى دى ،
په هغه وخت کي دا روغتون يوازي د کندهار دپاره وو او په کندهار ښار کي يوازي څلور ناحيي وي چي ميرويس روغتون ښه خدمات ور ته وړاندي کولاى شواى او په رسيدى خو اوس دا روغتون د لوى کندهار د ټولي حوزي دپاره دى .
ميرويس روغتون ته د هلمند ، زابل ، نيمروز ، او ارزګان ولايتونو څخه د جنګ جګړو ټپيان او هم د نورو ناروغيو ناروغان راوړل کيږي او پر دې روغتون باندي کندهار ښار هم غټ سوى اوس دا ښار لس ناحيي دى نفوس ډير زيات سوى نو ټول له دغه روغتون څخه کار اخلي خو ميرويس روغتون دومره ظرفيت نه لري او دې روغتون ته هره ورځ د جنګ جګړو او چاودونو ټپيان او مړي هم راړول کيږي .
دا مهال د ميرويس روغتون ودانۍ ډيره کوچنۍ ده او دلته طبي پرسونل هم ډير کم دي ))
ښاغلى پخلا زياته كړه ددغو ستونزو د حل لپاره بايد دروغتون تشكيل ته پراختيا وركړل شى په داسى حا ل كى چى موږ د ټولو واټونو لپاره شپږ اتيا ډاكترا ن او پنځه نيوى تنه نرسا ن په تشكيل كى لرو .
پخلا په دي برخه کي د افغان دولت او عامي روغتيا وزارت څخه غواړي چي يادو ستونزو ته په کتو سره طبي پرسونل زيات او د ميرويس روغتون ودانۍ پراخه کړي .
خو له دى ټولو سره سره بيا هم ميرويس روغتون ته ددرملنى لپاره راغلى ناروغا ن ددى روغتون د روغتيا پالانو له ښه خدمت او درملنى څخه خوښي څرګندوى .
محمدانور چي کندهار ميرويس روغتون ته يي د هلمند ولايت څخه ناروغ راوستى دى وايي :
(( دري ورځي کيږئ چي روغتون ته راغلي يو زموږ دلته ډير ښه خدمت کيږي او ډاکټران هروخت زموږ پر مريض باندي ګرځي او پوښتنه يي کوي ))
بي بي رحيمه چي د زابل ولايت څخه کندهار ميرويس روغتون ته ناروغ راوستى دى او وايي چي د چوري عمليات يي ورکړى دى وايي :
(( ما دلته مريض راوستلى دى د عمليات دپاره ډير ښه خدمت يي کيږي هر ګړى ډاکټران راځي او پر مريض ګرځي او پوښته پري کوي موږ ډير ځيني خوشحاله يو خداى دي دوى ته خير ورکړي ))
محمدجان چي د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ اوسيدونکى دى او په ميرويس روغتون کي د خپل ناروغ پايواز دى زياتوي :
(( زما مريض او نورو مريضانو ته ډاکټران پر خپل وخت راځي ډيري ښي دواوي ورکوي او ناروغانو سره ښه چلند هم کوي موږ ډير ځيني خوشحاله يو دلته په ميرويس روغتون کي نظافت هم ساتل کيږي ))
د يادونى وړ ده چى د كندهار ميرويس روغتون د بنسټ ډبره په يوزرو درى سوه پنځه پنځوسم كا ل د چين هيواد په مرسته كښيښود ل شوه او په يوزرو درى سوه و اووه پينځوسم كا ل يي چارى پاى ته ورسيدى چى دداخله ، جراحى ،انستيزيا ، غوږو ستونى ، سترګو ، نسايي ولادى او كوچينيانو دداخله او سارى وارډ درلودونكى دى .