ایکانمست :اياله وسله والوطالبانوسره خبرې شونې دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40490
ژباړن: ولي اکبرزاده
دخبریدو نیټه : 2010-11-26


سرچينه\ايکانومسټ:
د طالبانو دوه قوماندانان د کابل په يوه رسټورانټ کې ډوډۍ خوري. يو، يې، چې په عمر پوخ دى او تومانچه يې په هوښيارۍ سره تر واسکټ لاندې پټه کړې، په مارجه کې د يوې وسله والې ډلې مشري کوي.
مارجه ولسوالي د هلمند ولايت په جنوب کې ده؛ هغه ځاى، چې امريکايان ادعا کوي په دې وروستيو کې يې له وسله والو جنګياليو نيولى دى.

په وروستيو دوو لسيزو کې جنګيالي تل وسله وال پاتې شوي دي. طالبان، چې ډېرى برخه يې پښتانه دي، د ٩٠ يمې لسيزې په لومړيو کې د کورنيو جګړو د پاى ته رسولو په موخه رامنځته شول. هغوى د پاکستان په ملاتړ له ١٩٩٦ نه تر ٢٠٠١ز کال پورې د افغانستان ډېرى برخې تر ولکې لاندې راوستې. د امريکا د بريد په پيلېدو سره يې واکمني ړنګه شوه، خو ځانونه يې يوځل بيا په پاکستان کې منظم کړل. له ١٣٠ کسيز بهرني پوځ سره سره، د افغانستان ډېرى جنوبي او ختيزې سيمې ددوى په واک کې دي. 

د پاخه عمر قوماندان وايي، په بېلابېلو سيمو کې جنګېدلى دى. طالبان تل د خپلو فعاليتونو سيمې بدلوي، څو د سيمه ييزو خلکو له ښکار نه په امن کې وي. هغه پخپله وايي، چې هره مياشت يو ځل د خپلې کورنۍ غړي ويني. ملګرى جنګيالي يې، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان دى، وايي، دوى ژمن دي، چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وباسي او يو ځل بيا واک ته و رسيږي. هغوى زياتوي، د وسله وال تجهيز او مالي لګښتونو چارې يې په پاکستان کې ميشت طالب مشران پرمخ وړي. د ډېرو نورو افغانانو په څېر دوى هم د ناټو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشيني دي، خو دا هم بايد هېر نه کړو، چې ډېر ملکي وګړي د طالبانو په ماينونو او بمي چاودنو کې هم وژل کيږي.

له وړاندوينې سره سم، دوى دواړه افغانستان ته د ناټو ځواکونو د ٣٠ زرو نورو پوځيانو له ستراتيژۍ ناخوښه دي. لږ څه ځوان قوماندان ددې ادعا په ځواب کې، چې د ځواکونو ډېرېدو بهرني ځواکونه پر ګرشک ولسوالۍ واکمن کړل، وويل: " له ښار نه بهر سيمې د جګړې سيمې دي" . له مېلمه پالي او مودبانه سلوک سره سره، ډېر توند او ترخه نظرونه لري. کله، چې له دوى پوښتنه کيږي، ولې په کندهار کې د نجونو پر ښوونځيو بريدونه کوي؟، يو يې په قهر وايي: " مسلمانې نجونې ښوونځي ته څه اړتيا لري".

په داسې حال کې، چې په غږونو کې يې د بري هيله څپه وهي، وايي، د کرزي له دولت سره به خبرې ونه کړي. يو تن يې زياتوي: " ټول افغانان د دغه دولت پرخلاف دي، ځکه د بهرنيانو له خوا اداره کيږي. دا داسې ستونزه نه ده، چې په خبرو او مذاکرې اواره شي. يوازينۍ لار له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل دي". په دې جملې سره دواړه له رسټورانټ نه وځي، د دوو پوليسو له څنګ تېريږي او د کوڅې په يوه ګوښه کې ټکسۍ ته انتظار باسي، چې يو ځل بيا د جګړې ډګر ته ستانه شي.

د خبرو اترو ګونګسي
په څو وروستيو مياشتو کې يو لړ داسې ګامونه واخستل شول، چې دغو هيلو ته يې لا ډېر رنګ او ځلا ورکړل.
ولسمشر حامد کرزي د سولې عالي شورا په نامه يوه شورا جوړه کړه، چې دنده يې له وسله والو طالبانو سره په هره کچه خبرې اترې کول دي. ولسمشر کرزي همداراز اعتراف وکړ، چې د طالبانو له مشرانو سره يې کتلي دي. په دې ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال ډيويډ پټريوس څرګنده کړه، چې ناټو به د هغو طالب مشرانو خونديتوب تضمين کړي، چې له افغان دولت سره خبرې اترې غواړي. طالبانو دا موضوع رد کړې ده. هغوى په خپله خبرپاڼه کې دا د مشوش ذهنونو د درواغو حاصل وباله او په ډاګه يې کړه، : "ددې هدف دا و، چې وښيي د اسلامي امارت مجاهدين خبرو اترو ته چمتو دي او دولت هم په دې برخه کې بريالى دى".
دغه شورا د روان کال په جنوري کې جوړه شوه. ډېرى غړي يې، چې پخپله ولسمشر کرزي غوره کړل، د طالبانو سوګند خوړلي دښمنان دي او همدا ددې سبب کېداى شي، چې دوى (طالبان) په خبرو اترو کې برخه وانخلي. ددې شورا له ٧٠ غړو څخه ٥٣ تنه د افغانستان په کورنيو جګړو کې د حضور مخينه لري او ١٢ نور د طالبانو پخواني غړي دي. د سولې عالي شورا د يوه رسمي چارواکي بريالي هلالي په وينا، خبرې اترې له ٢٠٠١ کال راهيسې د افغانستان د دولت سياست دى. د بېلګې په ډول، د ٢٠٠٨ کال د روژې په مبارکه مياشت کې په سعودي عرب کې د " روژه ماتي" يا افطار په نامه خبرې اترې وشوې، چې هيڅ پايلې يې نه درلودې.

له دغو خبرو اترو څخه د ناټو د فعال ملاتړ رول هم يوه نوې موضوع ده. يو پخوانى افغان سياستوال احمد رشيد د امريکا د سياست بدلون ته په اشارې سره وايي: " امريکا له طالبانو سره خبرو اترو ته تر اوسه هيڅ زړه نه ښه کاوه، خو دغه بهير د نوي بدلون ښکارندويي کوي، چې خبرې پرمخ وړلاى شي. له دې سره بيا هم سخته ده، چې د موضوع ارزښت درک کړو". همداراز تر اوسه لا دا جوته نه ده، چې څومره ډلو تر اوسه پټې خبرې کړې، يا دا، چې هغوى د ملاعمر ملاتړ لري او که يه.

د سياسي چارو شنونکى او د طالبانو د دولت پخوانى غړى وحيد مژده په دې باور دى، چې يو هيله من کوونکى بهير شته، خو دا لا د جدي خبرو اترو لپاره پيل نه شي بلل کېداى. هغه وايي، د طالبانو لپاره د خبرو اترو لپاره يو باور وړ کس مولوي عبدالکبير و، چې هغه سږ کال په فبروري کې په پاکستان کې ونيول شو. مژده په دې برخه کې وايي: " کله، چې ونيول شئ، د طالبانو له خوا د خبرو اترو هيڅ واک نه لرئ".

د اروپايي ټولنې پخوانى ډپلوماټ، مايکل سمپل، چې په ٢٠٠٧ کال کې له جنګياليو سره د پټو خبرو اترو په پايله کې له افغانستان نه و اېستل شو او اوس په هاروارډ پوهنتون کې درس وايي، دغو خبرو اترو ته چندان خوشبينه نه ښکاري. د هغه په باور، دغه خبرې له بنسټه جګړه ييز اطلاعات دي.

په هرحال که دغه خبرې په افغانستان کې پيل نه وي، د يوه کس هيلې لا هم شته دي. هغه حامد کرزى دى، چې هڅه کوي په دغو خبرو اترو سره پر خپلو ستونزو سرپوښ کېږدي. هغه په دې وروستيو کې د طالبانو مشران " ګران وروڼه" وبلل او د طالبانو د يو شمېر بنديانو د خلاصون امر يې ورکړى دى. تر اوسه لا معلومه نه ده، چې د کرزي ددغو اقداماتو دليل څه دى. " دغه کسان د سولې مشورتي جرګې د پرېکړې پر بنسټ خوشي شوي دي- ژباړن".

پر دې ټولو مسايلو سربېره، د خبرو اترو پر وړاندې ستر خنډونه دي. دولت او متحدانو يې د خبرو اترو لپاره طالبانو ته خپل شرطونه وړاندې کړي دي، چې له ترهګرۍ سره پرېکون، د اساسي قانون منل او وسله پرځمکه اېښودل دي. په مقابل کې طالبانو له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل اساسي شرط اېښى دى.

په هر صورت د شنونکو په باور، له شک پرته به يو توافق رامنځته شي؛ خو کېداى شي يوڅه وخت واخلي، څو بڼه يې را څرګنده شي. د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزير او د سولې عالي شورا اوسنى غړى مولوي وکيل احمد متوکل وايي: " دواړه اړخونه په دې برخه کې يو ډول تېروتنې لري. له دې امله به هيڅ يو هم ګټه ونه کړي".

په دې منځ کې دولت او متحدان يې په دې لټه کې دي، چې خپل رښتينى دښمن وپېژني. د جګړې په ډګر کې حاضر ډېرى جنګيالي سيمه ييز کسان دي. دا په دې معنا ده، چې د دولت کمزورۍ او د بهرنيو ځواکونو حضور تاوتريخوالى ډېر کړى دى. طالبانو د همدغو شرايطو پر بنسټ، د هېواد پر يو شمېر سيمو ولکه کړې ده.
 په دې برخه کې پاکستان هم ادعا کوي، چې پر دې ډله اغيز لري. دغو شرايطو ته په پام سره، د بهرنيو چارو وزارت يو تن سلاکار داود مراديان د اوسنيو شرايطو په رڼا کې وايي: " ترڅو پر دې ونه پوهېږو، چې له څه ډول خلکو سره په جګړه کې يو، سوله او پخلاينه ناشونې ده".

ناڅرګنده راتلونکې
په کابل کې له څلورو هغو کسانو سره، چې مرکې وشوې، په يوه خوله له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتل او په هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت غواړي. په هغوى کې يو تن د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې (د طالبانو) قوماندان دى. هغه وايي: " موږ ددې لپاره نه جنګېږو، چې ملا عمر يا بل څوک واک ته ورسيږي. له جګړې زموږ هدف اسلامي دولت دى. که اوسنى دولت هم اسلامي قوانين پلي کړي، موږ به له جګړې لاس واخلو".  هغه، چې ٢٤ کاله عمر لري، په کندهار او کوټه کې يې درس ويلى او څلور کاله کيږي، چې د طالبانو لپاره جګړه کوي.

د کرزي يو تن وزير وايي، تر څو، چې طالبان پر خپله بريا ډاډه وي، سوله او پخلاينه هسې پوچ او بې معنا عبارت دى. هغه زياتوي: " که د طالبانو يو غړى واى، څه اړتيا به واى، چې د دولت د سولې وړانديز ومنم؟ زه پوهېږم، چې دولت په بد وضعيت کې دى، د افغانانو ملاتړ يې له لاسه ورکړى او نړيواله ټولنه هم له هېواد نه په وتلو کې ده. اوس په دغسې شرايطو کې دا انتظار کېداى شي، چې طالبان د خبرو اترو لپاره غاړه کيږدي؟".