چمن کي داحمدشاابدالي کلتوري ټولني مشاعره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40613
راپور:نورالباري افغان مل
دخبریدو نیټه : 2010-12-02


په چمن کي د تیري یکشنبې په ورځ چي د ۱۳۸۹هـ ش کال د لېندی د میاشتي د ۷ نېټې سره سمون خوري د احمد شاه ابدالي کلتوري ټولني له خوا یوه پرتمینه مشاعره وسوه. چي پکي د سیمي ګڼ شمېر شاعرانو برخه لرله.. چي محفل ته یې په شعري ملغلرو ښکلا او په ترنم باندي شرنګ ور په برخه کړ. دیادسوې مشاعرې د مشرتابه ویاړ د د ټکور ادبي ټولني د مرستیال رئیس مولوي عبدالباري مدني په برخه وو او دغه راز دروند مېلمه یې تکړه لیکوال حاجي رحمت الله رحمت وو او د کوربتوب چاري یې د احمـــــــد شاه ابدالي کلتوري ټولني د یو فعال غړي محمـــــد قسیم خاکسار په غاړه وې په نورو درنو مېلمنو کي د ټکور ادبي ټولني فعال غړی او تکړه شاعر مولوي عبدلرازق راشد،د پښتو ادبي تړون مرستیال رئیس شېر بهادر اڅکزی او عبدالغفار مظلوم جان شامل وو.

دغونډي ویاند نورالباري افغانمل وو تر ټولو اول یې مولوي عصمت الله ته بلنه ورکړه چي غونډه د قرآن پاک په مبارکو آیتنو پرانیزي د تلاوت وروسته ویاند د تیري غونډي راپور ګډونوالو ته واوروی.تر هغه سمدستي وروسته فدامحمد غمجن ته د شعر ویلو لپاره بلنه ورکړل سوه وروسته بیا په پر له پسې توګه لاندي ذکر سوو خپل اشعار د ګډونوالو سره شریک کړل.

۱:صادق صباء
۲:محمد غوث همدرد
۳:نعمت الله پښتون
۴:حبیب الله بلال
۵:الله محمد سائل
۶:حیات الله همکار
۷:عبدالحنان مختار
۸:محمد سلېمان ګلفام (ترنم)
۹:نظام الدین مدني
۱۰:حافظ مطیع الله ځلال
۱۱:رحمت الله وقار
۱۲:عبدالحئ حکمت
۱۳:مولوي حاجي محمد اوّاب
۱۴:اسد الله اسد
۱۵:محمد عیسی غریب
۱۶:نورالباري افغان مل
۱۷: ظاهر جان ارماني (ترنم)
۱۹: عبدالغفار مظلوم جان
۲۰: شېر بهادر اڅکری

په غونډه کي لاندي ذکر سوو ښاغلو پر شعر سر بېره لنډي ادبي ویناوي هم وکړې
۱۸: عبدالرازق حقیار
۲۱: مولوي عبدالرازق راشد
۲۲: مولوي عبدالباري مدني
۲۳: حاجي رحمت الله رحمت
۲۴: محمد قسیم خاکسار
د احمد شاه ابدالي کلتوري ټولني رئیس عبدالرازق حقیار په خپله وینا کي له شاعرانو وغوښتل چي د ټولني هري میاشتنۍ غونډي ته باید په پابندي او پر وخت حاضر سي.

مولوي عبدالرازق راشد د غونډي په ستایلو کي خپله لنډه وینا وکړه او له ګډونوالویې وغوښتل چي را تلونکې جمعه د ټکور ادبي ټولني په کرکتنه کي هم برخه واخلي.

د غونډي ريئس مولوي عبدالباري مدني په خپله وینا کي پر لهجه وږغېدۍ هغه زیاته کړه چي موږ (د دې سیمي شاعران) باید په خپله کندهارۍ لهجه وږغیږو او په خپل شعر کي باید د لهجې زیات خیال وساتو.د غونډي دروند مېلمه حاجي رحمت الله رحمت د ښاغلي مولوي عبدالباري مدني په تائید پر کندهارۍ لهجه او ادب وږغېدی.تر ټولو آخر ښاغلي محمد قسیم خاکسار د غونډي په بریالي کولو له ګډونوالو څخه مننه وکړه او د هغوی د لا همکارۍ هیله یې وکړه.

یاده دي وي چي د نوموړې غونډي په جریان کي د ارواښاد سردار حاجي جیلاني خان، ځوانیمرګ شاه محمد اڅکزي، او ارواښاد افضل شوق لپار د مغفرت دعا هم وسوه

د يادوني وړ ده چي احمد شاه ابدالي کلتوري ټولني تر دې وړاندي هم پر نړیواله، ایالتي، او سيمه یزه کچه ګڼ شمېر مشاعرې تر سره کړي دي.