-لنډه كيسه
د ډول له غږ سره سم،د كلا مخې ته رنگارنگ موټر ودريدل،
د موټرونو له دروازو خلك ښكته كيدل په دوى كې ډيرې پيغلي،ځوانان،او وړې نجونې وې،
شيبه وروسته پيغلي او پخې ښځي په كلا ورننوتې،كلا كې په گډ غږ سره د كليوالي سندرې په بدرگه د دريا غږ پورته شو،
د كور څخه بهر د كلا مخې ته څو ځوانانو ډول ته څڼې غورځولي،د اتڼ دايره په لومړيو كې ورو ورو تاويده چې وروسته يې كرار كرار حركات گړندې كول،او د غبرگو ډولونو غږ هم ورسره لوړيده،په دوى كې د ډيرو پښې لوڅې وې،دوى گړندې حركات درلودل او ژر ژر به يوې خوا او بل خوا تاويدل په سپيره ځمكه باندې د ځوانانو له پښو لږيدو سره سم به خړه لوخړه تري پورته شوه،
حميد د اتڼ له دايري لرې پر چوتره باندې په هوار شوى ټغر ناست و،په خوند خوند يې وركتل او د اتڼ په گړندې كيدو سره به يې په شونډو موسكا خوره شوه.
كلا لويه ودانه شوى وه
څلورو خواو ته يې لوړ برجونه جوړ شوى و،
دكلا لويديزې خوا ديوال په منځ كې لويه دروازه خلاصيده د دروازې ښې خوا ته لويه حجره او مخې ته يې چوتره وه د دروازي كيڼ خواته لوې خالې ميدان و، او د ميدان او حجرې ور اخوا باغ و،
خالې ميدان كې اتڼ همداسې روان و،
حميد ته دې ننداري خوند وركړ،زړه يې نه و چې سترگي ترې واړوي خو شيبه وروسته يې څو تنه د عسكرى وخت ملگري راغلل او د هغوى د هر كلې لپاره پاڅيد،
ملگرې يې ستړي مالوميدل په څيرو يې خړې خاورې پرتې وې،
تر جوړتازه او ستړې مشې وروسته يې ملگرو له اوږو ټوپكې كوزې كړې او په هوار ټغر كيناستل،
حميد يوه تن ملرې ته مخ ورواړولو او ويې ويل:
څنگه اشنا ولې دومره ناوخته شوئ؟
ملگرې يې ټوپك باندې لاس راتير كړ او خوله يې وخوزيده:
ياره هغه سرخوړلې قومندان اجازه نه راكوله، بس بې اجازې مې موټر چالان كړ او را روان شو...
حميد يې خبره ورپري كړه
-خداى مه كړه قومندان درته څه ونه وايې؟
-لاس د يې خلاص وې چې څه كولاى شې ودې يې كړې اخير مونږ خو څه بالاخانې ته نه و روان، د حميد اشنا واده مو و.
له دې سره د حميد او د هغې د ملگرو د خندا اواز پورته شو
ښه شيبه دوى همداسې په خبرو سره اخته و،داسې ښكاريده چې د ډوډۍ خوړلو وخت رارسيدلى دى، ميلمنو ته د ډوډۍ وركول پيل شوى و ډله ډله كسان به په حجره ورننوتل او په لوى هوارشوى دسترخوان ته به دواړو خواو ته منظم كيناستل،څو شيبې وروسته به بله ډله په حجره ننوتله،د ميلمنو ډلې ډلې كسان همداسې په حجره ورمات و حميد له ځايه پاڅيد څو كسانو ته يې ورغږ چې ملگرو ته يې دلته ډوډۍ راوړى،
شيبه وروسته ډوډۍ په هوار ټغر ايښې وه،
حميد او ملگري يې له دسترخوان را تاو شول.
*
ډيرو كسانو ډوډۍ خوړلې وه،ډله ډله به يو ځاى او بل ځاى ناست و او رنگارنگ خبرې يې سره كولې،
د كلا مخې ته دوباره اتڼ پيل شوى و دا وار زياتو ځوانانو غبرگو ډولونو ته څڼې غورځولي د اتڼ دا دايره به يو ځل يوې خوا څو ځله پرلپسي تاو شوه او وروسته به يې په بله خوا يو ځل څرخ ووهلو،په دوى كې د ډيرو كسانو پښې لوڅې وې دوى گړندې حركات درلودل او كله كله به يې يوه گډه ناره له خولې ووته،
د زياتره ځوانانو په څيرو خولې راروانې وې او له پښو يې خړې خاوري باديدي.
حميد او ملگري يې لا پخوا له ډوډۍ فارع شوى و،څو تنه ملگري يې اتڼ ته نږدې ولاړ و،خو حميد له چوترې همداسې وركتل ، شيبه وروسته يې اسمان ته سترگي ور وغړولي اسمان شين و او يو نيم ځاى پكې خړې وريځې ښكاريدې، حميد ته هغه ورځ ورياده شوه چې په لومړي ځل يې د ماما لور جميلي سره د هغې د ورور په واده كې په مينه ناك نظر ليدلې و ،هغه ورځ هم همداسې لمريزه ورځ وه،هغه ورځ يې څو ځله ورسره سترگي جنگولي وې،په سترگو كې يې يو بل ته د مينې اظهار سره كړى و، چې وروسته يې دا ليدل په نه بيليدونكي او ناكراره مينه بدل شوى و،د ماما د كور څخه د دوى كور لرې او په بل كلي كې و خو حميد به د ديدن لپاره ورته ډير كله پټ پټ راته،كه ديدن به يې ونشو نو زړه به يې يو پټ درد كولو چې هر وخت يې درد نشو زغملئ،
د دوى د پټ پټ ديدنونو دا لړي تر ډيره روانه وه،څو ځله ماما هم ليدلې و او ماما يې پرې شكې شوى و تر ډيرې مودې وروسته حميد مور ته د زړه غوټه پرانيسته ،څو ورځې وروسته يې مور او پلار د جميلي په غوښتو پسې ورغلل ،تر څو ځلې تلو راتلو وروسته يې د جميلي د كوژدې دسمال راوړ، ټوله كورنۍ يې حوشاله وه او كله چې حميد ته د ماما لور په نامه شوه نو بيا هسې خوشې گرځيدلو خوند نه وركولو او ددې تر څنگ به يې هره ورځ ډله ډله همځولي د ملي اردو په ليكو كې ننوتل،ملي اردو ته هم ځوانان ځكه ورمات شوى و چې په سيمه كې كوم بل مناسب كار روزگار درك نه لگيده،يوه ورځ يې يو كليوال ملې اردو ته روان و حميد ته يې د تلو وويل حميد هم تر لږ سوچ وروسته ملي اردو ته د تلو پريكړه ورسره وكړه،
څو تنه همځولي يې لا پخوا د ملي اردو په طرف روان و حميد هم خپلي جامې پدې نيت غوټه كړې چې د پلار سره به د ولور درانه بار ته اوږه وركړي.
حميد د يو تن ملگري په غږ له سوچونو رابهر شو
ملگرې يې پرې غږ وكړ:
څنگه اشنا لكه چې له اوسه سودايې شوى؟ زر كوه چې ځو. د حميد په شونډو موسكا خوره شوه او پاڅيد،په واده راغلې كسان موټرونو ته ختلي و،او پاتې كسان هم په بيړه ورختل،
د كلا په دننه كې د ناوي موټر د انگړ په منځ كې ولاړ و،د انگړ يوې خواته د كلې پخې ښځې ښكاريدې او ورسره نږدې پيغلو د ناوى شاته په ولاړه له دريا سره سندره ويله،
ناوي يې له كوټې را ايستلې وه د ناوې سر ځړيدلى و په دواړو مټو كې پلار او څو ښځو نيولې وه او د موټر په خوا يې كشوله،ورسره د ښځو او ناوي لوړه ژړا اوريدل كيده ناوي يې موټر ته ور پورته كړه او موټر له كوره راووت،
حميد له رينجر موټر سره ولاړ و،ټول ملگري يې په موټر كې ناست و ،زړه يې و چې خپل گلپوش موټر ته ور روان شې، خو د ملگرو په زيات ټينگار په رينجر موټر كې ورسره كيناست،
د موټرونو اوږده ليكه له كلي ورو ورو لرې كيده او شاته يې يوازې خړگردونه پريښودل،موټرونه اوس لوى او نوى پوخ شوى سرك ته ورسيدل شيبه وروسته موټر په پاخه سرك په تيزى سره روان و، د حميد او ملگرو په موټر كې په لوړ اواز سندره غږيده،حميد به كله كله شاته مخ واړولو،خو بيرته به له ملگرو سره په خبرو اخته شو څو تنو ملگرو يې له سيگرټو كشونه پورته كول،موټرونه ورو ورو گړندې كيدل، هر يو موټروان كوشش كولو چې له يو بله موټر مخكې كړې،لنډه ده چې سمه سيالې پيل شوه سرك باندې له هغې خوا هم د موټرونو بيروبار و،د حميد ملگرې هم ورو ورو رينجر ته گيرونه ور بدلول له څو موټرو په تيزى سره تير شو همداسې گړندى روان و او شاته يې موټر پريښودل ،داسې ښكاريده چې زيات موټر يې تر شا پريښودل،پداسې حال كې چې موټروان له سيگريټ كشونه ايستل او زړه يې و چې له وروستې موټر څخه هم مخكې شې خو ناڅاپه د هغې خوا موټر راښكاره شو موټروان كوشش كولو چې موټر كابو كړي،شټيرينگ يې يو خوا بل خوا تاو راتاو كړ،سيگريټ يې له لاسه ولويد او ورسره د بريك لوړ اواز پورته شو خو شيبه وروسته موټر له سركه ووت د سرك غاړې يوي ونې سره يې يو څنگ ولگيد،د سترگو په رپ كې دسرك لاندې شاړه ځمكه كې واوښت او څو پرلپسې لټونه يې وكړل،
د واده موټرونه ورو په ورو دريدل او شيبه وروسته په سرك اوږده ليكه جوړه شوه،سپرو كسانو د اوښتې موټر په خوا منډې وهلي،اوښتئ موټر په يو څنگ پروت و،او په لوړ اواز سره پكې دا سندره غږيده
چې له مانه لرې تللې زړه نا زړه وې شاته، شاته دې كتلې زړه نا زړه وې ، خلكو موټر ته تر رسيدو پس چېغي كړې حميد او يو تن ملگرى يې له موټره لاندې شوى و،
ټولو كسانو باندې د غم خبر خور شو شيبه وروسته سيمه له خلكو ډكه شوه، د حميد او يو تن ملگرې سرونه مات شوى و او ماعزه يې د موټر په خوا كې شيندل شوى پراته و موټر په وينو لړلى و،او د وينو نرى نرى ليكې په خړو باندې روانې وې٠
پاى
خوست باك ولسوالې