په نوي ډيلی کې نړیواله سوداګریزه میله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40635

دخبریدو نیټه : 2010-12-03

 په نوي ډیلی  کې نړیواله سوداګریزه  میله د  ۲۰۱۰ کال دنومبرپه  ۱۴  ترغرمې دمخه په  ۱۱ بجو دهندوستان دکابینی دمرکزي وزیر ښاغلی آنند شرما له خوا پرانیستل شوه .
ددغې نړیوالی میلې په سږني نندارتون  کې چي دیوزیات شمیرهیواد و سوداګرو په کې برخه اخیستی وه دافغانستان هم په دغه میله کې دپاملرنې وړ مقام  درلود . په دغه اړه په نوي ډیلي کې دافغانستان  دسفارت  دسوداګریزو چا رو دفتر او دافغانستان دکرنی  اومالدارۍ ورارت د څلویښتو په شاوخواکې  افغاني سوداګرو لپاره لاره چاره برابره کړې وه  . په دغو سوداګرو کی پرنارینه وو برسیره دښڅوبرخه هم دپاملرنې او یادونې وړوه .  دافغانستان د سوداګری دنندارتون پرانیستنه   دپرانیستونکې غوڼدې په ورځ له غرمې وروسته په یوه بجه د افغانستان دسفارت دتجارتي  مستشار ښاغلي منیرخان یوسفز ي له خوا دلنډې وینا اودپټئ په پریکولو سره وشوه .
دنندار ن  له پرانیستلو له پیله بیا ترپایه پورې له هغه څخه په  لسهاووز ره کسانو اوپه تيره بیا دهند او نړی یوشمیر لوړ رتبه  دولتي او سیاسي کسانو هم کتنه وکړه  . چې له هغې ډلې دافغانستان برخه چي ددغه نندارتون په  شپږم تالارکې وه دراغلو کسانو دځانګړې پاملرنې وړشوه  اودغه برخه يې  په  پوره لیواتیا سره وکتله   .  همدارنګه په نوي ډیلی کې دافغانستان لوی سفیر ډاکترننګیالي طرزي  چی د هندد تو ر یزم  او  دبیوزلئ د لرې کولو وزیره اغلې کوماری سلیجه هم ورسره ملګرې وه  له دغه نندارتون څخه کتنه  اوهغه یې وستایله  اوپه پای کې له دغه نندارتون دغالیو له برخې څخه دری افغانی غالی هم  وپیرودلې .
ددغې تاریخی  تجارتی میلې په دیرش کلن تاریخ کې سږ لومړنی کال و چي دافغاني خوړو یو رستورانت هم په نوی ډیلی کی ددغه سفارت  د تحارتی مسوول  ښاغلی منیرخان یوسفزي  په هلو ځلو سره پرانیستل شوی و چې دنندارتو ن په ټوله موده کې دافغانی په زړه پورې  خوړو له امله  ځانګړی نوم ترلاسه کړ  اوپه هروخت کې په زرګونو میلمنو ته هرکلی وایه .
دغه میله د نومبرپه (۲۷ ) نیټه پای ته ورسیده او افغانستان دخپلو تجارتی وړتیا وو له مخې په دې بریالی شو چی هم لومړی مقام ترلاسه کړي او هم د سرو زرو مدال ، دسرو زرو دغه مدال دپای دمراسمو په ترڅ کې دافغاني سوداګرو او خصوصی متشبثینو په استازیتوب د ډیلی ایالت داعلی وزیرې اغلې  میرمن شیلا دیکشت له خوا
  په نوي ډیلی کی دافغانستان دسفارت تجارتی مستشار ښاغلي منیر خا ن
یوسفزي ته  ورسپارل شوچې په درناوي اوقدردانۍ سره ومنل شو .
البته په دغه و خت کی د افغا نستا ن د سوداگری وزارت د میوو او تر کا ریو د     صا دراتو ر ئیس شا غلی سید عظیم مصطفی ها شمی هم ورسره ملگری و .