سروې: پربهرنیانو دبریدونو ملاتړ ډیر شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40705
ژباړه او ترتیب: یاقوت زابلی
دخبریدو نیټه : 2010-12-06

سرچینه: لویدیزي رسنۍ

د یو شمېر لویدیزو رسنیو له لوري یوه ترسره شوې سروې چې نن دوشنبه خپره شوه دا په ډاګه کوي چې د تېر کال په پرتله د هغو افغانانو شمېر زیات شوی چې په بهرنیو ځواکونو وسله وال بریدونه سم کار ګڼي.

د (اې بي سي، بي بي سي. واشنګټن پوسټ او اې ار ډي تلویزیون) لخوا دغه عملي شوې نظرپوښتنه ښيې چي په سلو کې ۲۷ افغانان د بهرنیو ځواکونو پر وړاندي د طالبانو بریدونه ښه کار بولي پداسي حال کې چې تیر کال یواځي ۹ سلنه خلکو دغسي رایه درلوده.

په سروې کې ښودل شوې چې د افغانستان پر روان حالت هم د افغانانو خوشبینی کمه شوې ، سږ کال ۵۹ سلنه خلک پدې نظر دي چې هېواد حالت يې په سم لوري روان دي چې د تېر کال په پرتله ۱۱ سلنه کمبود ښيي.

افغانانو دا ځل تر ټولو لویه ستونزه نا امنۍ یاده کړې او ددې تر څنګ له بد اقتصادي حالت، کمزوري حکومت، او فساد څخه هم سرټکوي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې ۶۹ سلنه افغانان د خپل روان ژوند څخه خوښ بريښي چې تیر کال دغه فیصدي ۷۱ وه.

د ترسره شوې سروې له مخې ۶۴ سلنه افغانان د افغانستان پر وړاندی ستره ننګونه وسله وال طالبان ګڼي پداسي حال کې چې ۱۴٪ نور بیا د مخدره توکيو کار و باریان لوي خطر په ګوته کوي.

په پوښتل شویو کسانو کې ۶۲ ٪ په افغانستان کې د امریکايي او ۵۴٪ د ناټو ځواکونو شتون تایید کړی.

دغه سروې پداسي حال کې ترسره شوې چې افغان ولسمشر حامد کرزي د لویدیځو مطبوعاتو او چارواکو له لوري تر یو شمېر انتقادونو لاندي دی خو بیا هم ۶۲٪ افغانان د کرزي له کارونو څخه خوښ دي. ۷۳ سلنه خلکو له وسله والو طالبانو سره د خبرو ملاتړ کړی او یواځي ۲۳٪ لا هم د طالبانو پر وړاندي زور د کارولو پلویان ښودل شوي دي.

پدغه نظر پوښتنه کې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ۱۶۹۱ تنه ښځو او نارینوو ګډون کړی و.

د بهرنیو پوځو پر وړاندی د افغانانو کرکه پداسي حال کې زیات شوي چې په روان کال کې بهرنیو ځواکونو د نورو کلونو په پرتله ډیر تلفات ورکړي او ددې تر څنګ افغان ولسمشر او نور دولتي چارواکي هم د دوي پر عملیاتو سختې نیوکې کوي.