دسندهیا فیل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40779
ګل رحمن رحماني
دخبریدو نیټه : 2010-12-09

  زه لا انګړته نه وم راوتلی چې دروازه ټک ټک شوه ددروازې له ورو ورو ټک ټک نه پوه شوم چې سندهیا دی ماښام مې په کوڅه کې ورته ویلي وو چې سبا ته جمعه ده ښوونځي ته نه ځم او ټوله ورځ به زموږ دانګړ ترنارنجو لاندې لوبې کوو ،په منډه ورووتم ددروازې ځنځیر مې خلاص کړ ددروازې شاته سندهیا چې موږ به سندیا ورته ویل له پاکې څېرې او منظمو جامو سره ولاړوو له خندا یې وازه خوله نیولې وه اویوځل بیایې دځان ډاډه کولو له پاره وویل
نن خو جمعه ده ښوونځي ته خو نه ځې؟
    زه پوهېدم چې زما دغه دېوال شریک هره اونۍ ددې ورځې انتظار وي چې دواړه لوبې وکړو زه ددوی په رخصتۍ نه پوهېدم او نه یې کوم ښوونځی وو خوهرسهاربه هغه درمسال ته  تلو او ماته به یې ویل چې هلته سبق وايی نو ځکه به مې نه ورسره لیدل که څه هم دی وزګار وو خو دجمعې په ورځ به هروخت هغه له درمساله کورته ځان نه وو رسولی چې زما څنګ ته به راغی او په ګډه به مو خپل دخټواو ګټو په جوړ کړي بازار کې لوبې کولې او لوبه به دغرمې ترډوډۍ پورې روانه وه دګرمۍ خطر به ځکه نه وو چې دنارنجو سیوري به لمرراڅخه نیولی وو.

      موږ به په خپلولوبو کې ترهغو پورې بوخت وو چې دغرمې د ډوډۍ وخت به شو مور به مې کله هلته ور وغوښتو اوکله به مې چې  مشر ورور زرخان  چې  درې کاله راڅخه لوی وو او اوس په لسم ټولګي کې وو راغی نو له ویرې به هلته نه ورتلم زرخان زما مشر ورور وو اوزه به یې نه پرېښودم چې دسندهیا او دکوڅې له نورو هندي ماشومانوسره لوبې وکړم راته ویل به یې چې هغوی کافران دي کلمه یې نه ده  زده خو زه په دې نه پوهېدم چې هغه څنګه کافر دی هرسهار چې زه جومات ته ځم نو هغه هم له نورو ماشومانو سره د درسمال په لور روان وي ماته هغه بد نه ښکارېده پلارمې هغه ته هم وراره او بچیه  اواز کاوه او زما په څېر به یې نازولو اکثره  وخت به مې که پلارماته څه اخیستل نو ده ته به یې هم ورکول  چې دغه کلمه به په زرخان بده لګېده اوله همدې امله مې هروخت مخ دهغه له درنو څپړو سره اشنا وو راته ویل به یې چې بیا دې له هغه تورمخي سره ونه ګورم زموږ دعقاید مضمون معلم صیب وايی چې ددوی نیکونو په هند کې بابري جومات شهید کړی باید لاړې ورتو کړو  په دې خبره به مې اکثره وخت پلار ورته وخندل او ویل به یې چې دوی دهمدې هېواد دي دوی ته افغانان وایي زموږ په شان ژوند لري له مانه وړاندې دوی په دې کوڅه او ددې سړک په غاړه کور ودان کړی ، له پخوانه دلته ارام ژوند لري خو دې خبرو کله هم دزرخان فکر بدل نه کړاو دپلار دخبروغچ به یې هم زما اوسندهیا نه اخیسته او پسې اخیستي به یې وو کله به یې ویل چې دانګړ ګلان مو شکولي کله به یې ویل چې دنارنجو څانګې مو ماتې کړي خوبهانه اوضد به یې ټول په دې وو چې ولې له سندهیا سره ګرځم هغه به حتی نوم هم نه ورته اخیسته او تورکی به یې ورته ویلو.

      دجمعې په سهارمې چای نه وو چښلې چې دسندهیا سره کړې وعده رایاده شوه پرون یې نیاورته  په ښارکې یو نوی پلاستیکي موټړک او کوم بل ځناور اخیستی وو ماښام یې راته وویل چې سباته به یې په ګډه ولوبوو زه هم خوشحاله وم چې څنګه زرخان له کوره بهر ووت  نو زه هم له ځایه غلی پاڅېدم او شېبه وروسته سندهیا هم دپخوا په څېر دروازه  ټک ټک کړه او راننوت موټر او یو فیل یې په لاس کې وو په منډه دانګړ وړاندې کونج ته لاړو او په لوبو مو پیل وکړ یو ښکلی سهار وو  لاڅو شېبې نه وې  چې  زرخان او پلار مې دواړه له سودا سره  راننوتل پلارمې کوټې ته ننوت په انګړکې شور شو او زرخان زموږ په لیدو هرڅه په ځمکه کېښودل چیغې یې کړې او زموږ په خوا راغی له قهر تور اوښتی وو پرلپسې یې څو څپېړې ووهلم او دسندهیا فیل یې په پښو چیت کړما شور جوړ چیغې مې کړې او له دې سره  مې پلار هم په منډه راغی هغه پوهېده چې په زرخان بیا  زما اوسندهیا لوبې ښې نه دې لګېدلې له واره یې زرخان ته په مخ یوه څپړه ورکړه خو هغه همغسې غوصه وو .
پلاره ولې له دې تورکي سره لوبې کوې هغوی خو کافران دی ...ولې دکوڅې نور ماشومان کم دي بې عقل دی زه یې ....
پلار مې خبره ورپرې کړه بس کړه احمقه دوی زموږ ګاونډیان دي  دوستي  سره لرو  ماشومان په څه پوهېږي او بیا سندهیا خو زما وراره غوند......

زرخان بیا سوراو سپین  واوښت
نه پلاره دهغه پلار کوم دی ؟ که سم هلک وی پلار به یې معلوم وو هغه یو بې پلاره هلک دی ددوی دقومیانو هر ماشوم پلار لري او دی ...

دپلار په سترګو کې مې اوښکې راډنډ شوې او په سړه ساه یې دزرخان په اوږه لاس کېښود زرخان بچیه هغه بې پلاره نه دی کاشکې کې ته پوهېدی چې زما دوست کرشن هیا ستاله پاره څه کړي ؟

زرخان تعجب شو زما له پاره !؟
دپلار په څېره کې مې دخفګان نښې را ښکاره شوې او زرخان ته یې وکتل

زویه سندهیا وراره ته مې دا پیغور مه ورکوه ،  ماباید پخوا درته ویلي وی کلونه وړاندې چې ته ددوی نه هم وړوکی شوخ  ماشوم وې هره ورځ به دې سړک ته منډې وهلې او دموټرو سیل به دې کاوه یوه ورځ زه له وظیفې نه کورته راروان وم تا دموټر مخې ته منډه کړه موټر دغشي په څېر دروان وو زه هم په ځان پوه نه شوم خو یووخت دسړک له سره چا راکش کړې وړاندې ورو  وغورځېدې خو چې زه درورسېدم دسړک په مینځ یو جسد پروت وو  ورته ومې کتل سم نه پېژندل کېده خو چې ورته ځير شوم همغه کس وو چې یوه شېبه مخکې دسړک په غاړه روان وو خلک راغونډ شول دکرشن هیا په وینوسور جسد یې دسړک له غاړې اوچت کړ او ته دسړک په غاړه ترهېدلې ولاړ وې دزرخان له لاسه اوږده لښته پریوته او سندهیا خپل چیت شوي فیل ته اوښکې تویولې .

   ننګرهار ـــــــ افغانستان