د دسمبر په دولسمه نېټه په لندن كې د ميشتو فرهنګيانو لخوا د ډاكتر حسن د درييمي شعري ټولګې (شنې زرغونې په اوښكو كې) د مخكتني پرتمينه غونډه وشوه دا غونډه چې د ډاكتر مجاور زيار او تكړه شاعر او ليكوال شهسوار سنګروال په مشرۍ كې تر سره شوه پكې شاوخوا سلو كسانو ګډون درلود د ستيج چارې ښاغلي سپين تڼي او ډاكتر شجاع تر سره كولې غونډه د قرآن په سپېڅلو اياتونو پيل شوه ورپسې ډاكتر حسن ته د خبرو بلنه وركړى شوه ده مېلمنو ته د ښه راغلاست له ويلو وروسته زياته كړه چې زمونږ د ټولو درد او احساس مشترك دى او هرچاپخپل وار سره پخپل ذوق او انداز سره ارايه كړى ده وويل چې زما شعرونه زمونږ د ټولو د سينو د اور لمبې دي چي زما له خولې راخيژي دې نه وروسته افضل ټكور د ډاكتر صاحب د شعر په بهير او پړاوونو اوږده مقاله ولوسته ده وويل چې حسن د فورم په لحاظ يو غزل ګو شاعر دى او شعر ېې د زړه سپينې او نېغې خبرې دي شعرونه ېې عموماً لنډ بحر لري چې دا د حمزه صاحب د شعر ځانګړتيا هم ده په شعر كې ېې ابديت، شعريت، مينه، د وخت ناخوالې او حماسې خوندي دي شعر ېې د تلپاتې شعرونو په كتار كې راځي نظيف تكل پخپله وينا كې د ډاكتر صاحب شعر په تول پوره وګاڼى او د ده د شعر لوړ تخيل ېې وستاېى ده زياته كړه چې ډاكتر صاحب په وړو بيتو كې لوړ مفاهيم په ډېرو سوچه كلمو كې شاعرانه كړې دي لكه هوسۍ خويه، پرخې اوښكې، د مچكو زولنې، او داسې نور
ددې نه وروسته سوله مل خپلو خبرو كې زياته كړه چې ډاكتر صاحب د لوړو او ډيرو شعرونو هستونكى دى او خيالونه او تركيبونه ېې ډېر كم تكرارېږي له دې نه وروسته سنګروال صاحب خبرې وكړې ده وويل چې د ډاكتر صاحب په شعر كې داسې كليوال توكې او عناصر تر سترګو كېږي لكه د (پېكاسو) انځورونه ژبه نلري خو خبرې كولې شي د شعر انځورونه ېې د شاعرانه تخيل په مټ د زړه تل ته ځان رسوي لكه
د منګي په څاڅكو لوند سالو كې راغله
په لـمن لكه د غره لاله زار خور وي
ورپسې جانبدار صاحب وينا وكړه دا د ډاكتر صاحب په شعر كې له ملي انګېزې نه علاوه امېد او سمت ښودنې ته اشاره وكړه او وېې وېل چې دى د طبابت په څنګ كې د قلم په څوكه د ټولنې د معنوي پياوړتيا لپاره كار كوي د دې نه وروسته د غونډې مشر پوهاند زيار خپله اوږده او علمي وينا واوروله ده زياته كړه چې ډاكتر صاحب د ځان په شان خوږژبى شاعر دى د ډاكتر حسن هر تكرار حسن دى شعرونه ېې د اوښكو په بهير كې هغه راټوكېدلې شنې زرغونې دي چې په ځان كې بلا ذهنې انځورونه لري او ما د ده شعر پخپل كتاب كې د هنري شعرونو د نمونې په توګه راوړى دى ده امېد ښكاره كړو چې د ډاكتر صاحب د شعر په انځورونو سينګار پېغام به لا ژبور شي
د غونډې په اخري برخه كې ښاغلي انجنير فرهاد د ډاكتر صاحب زړه راښكونكې غزلي د موسېقۍ په نازكو پردو كې پخپل جادوګر غږ كې زمزمه كړې چې د ګډونكو لخوا ېې دروند هركلى وشو له دې نه وروسته ازاده مشاعره وشوه چې پكې ښاغليو شهسوار سنګروال، ثمرجان پوپل، ولي عبدالله، تازه خان ويال، سيدشاه خروټى، ډاكتر خسرو سنګروال، پامير سنګروال، نجيب ارين او سليم حيات خپل شعرونه ولوستل غونډه په ګرم ملي اتڼ پاى ته ورسېده