سيدبرهان الدين دربار
په کندهار کښي د کمکي اختر مراسيم ترسره شول . په زرګونو خلګو د ښار شمال لورته پروت د عيدګاه جامع په ارت ميدان کښي د اختر لمونځ اداء کړ . که څه هم د خرقې مبارکي په جامع جماعت کښي د کمزورو خلکو چي و عيدګاه ته د تللو توان نه و ورسره د اختر د لمانځه د اداکولو لپاره ترتيبات نيول شوي و خو بيا هم زيات شمير ښځي ، زاړه، او واړه ، عيدګا ته راغلي ول .
په ښار کښي هم کندهاريانو د اختر ورځ په رنګارنګ کلتوري لوبو لمانځله . د ماشومانو په لاسونو کي چي نوي جامې ئې اغوستي وې ، زيات شمير هګې د جنګولو لپاره ترسترګو کيدلې او ليري نژدې د پټاکيو ږغونه اوريدل کيدل .
د ښار په ميوند واټ کښي په سلګونو کندهاريان راټول شوي اوپه ځانګړو لوبو ، اتڼونو ئې د اختر لمانځه کوله . د ښار په کوڅو او نورو واټونو کښي هم د خلکو ګڼه ګوڼه زياته ول .
اکثره کندهاريان د خپل کلتوري دود له مخي د عيدګاه د لمانځه د اداء کولو وروسته لمړی د خپلو خپلوانو هديرو ته ځي او دهغوې لپاره د بخښني دعاوي کوي .بيا خپلو کورونو ته ستنيږي او د خپلو مشرانو د درناوي لپاره د هغوپه کورنو کښي راټوليږي . او يا هم د خپلو نورو دوستانو کورنو ته د اختر د مبارکی په موخه ځي .
ددې تر څنګ اکثره کندهاريان د اختر په ماذيګر او يا هم په دوهمه ورځ دشاه مقصود علي ابدال دربار ته چي د کندهار لويديز ته په ٤٥ کلومتری کي دخاکريز په سيمه کښي موقيعت لري د اووه ورځنيو ميلو لپاره ځي ،
دکندهار د ځينو نوروخاصو ځايونولکه دبابای ولي صاحب دربار ، د خاکريز صآحب دربار ، د شين غزي اصحابي مزار او يا هم د ميوند د غازيانو و زيارتونوته څيرمه خاصلي ميلې جوړيږي . چي زيات شمير کندهاريان ئې ليدو ته ورځي .
د يادولو وړ ده چي کندهاريان د اختر د ورځي لپاره د کاليو او څپليو په برابرولو کښي زياتي پيسې لګوي چي د يو نفر منځنۍ لګښت ان تر دوه سوه امريکايي ډالرو پوري رسيږي ، د هغوې کندهاري( خامکي) غاړي ، ګرپسول څپلۍ ، زريني لنګۍ ، پټوان ، او د غميو ډکي رخچيني هغه څه دي چي د اختر ورځي ته ئې يومياشت مخکي رانيولي وي ،
|
|
|
| ||||
|
|
|
| ||||
|
|
|
|
|
|
| ||||
|
|
|
| ||||
|
|
|
|
|
|
|
| ||||
|
|
|
| ||||
|
|
|
بېنوا خپرنيزه پاڼه د خپل همکار خليل الله سروري ځني منندويه ده چي د اختر د ورځي انځورنه ئې موږ ته راليږلي دي