لنډه کيسه...........
روزي ګل هم زموږ دهېواديوله هغو ځوانانو څخه دى،چې ددوه ويشت کلن ژوند، هر پړاويې په غم او خفګانونوکې تېرشوى دى،خوسره له دومره لوړو،ژورو بياهم ټول هغه صفتونه په کې دي،کوم چې له يوه ځوان سره ښايي ، يوله هغونه چې زما ډېرخوښ دى، هغه دادى، چې پنځه وخته لمونځ يې په جماعت سره وي،په کلي کور کې له ټولو خلکو سره دده د ښه سلوک او نېک کردار صفتونه په هر ځاى کې کېږي.
ښکلې دنګه ځواني،سپين رنګ،سوچه ږيره؛خو ما هېڅکله هم دده پر تن نوې جامې ونه ليدې او نه مې هم کله دده پر شونډو مسکا وليده،تل داسې ښکاري لکه په يوه لويه ستونزه کې چې راښکيل وي؛ ما پخوا نه پېژا نده ، دا اته مياشتې به کېږي چې موږ ددوى کلي ته را کډه شوي يو،کله مې هم دى د نورو ورځو مخالف په سترګونه شو،کله چې زه دماخوستن جمعې ته ولاړ شم نو دى وينم، يوه ورځ مې وغوښتل چې ويې پوښتم، اوس ورسره لږ بلد شوى هم وم.
بيا مې ويل څه يې کووم هسې نه بده يې وګڼې.
بله ورځ تصادفي د جمعې ورځ وه؛د سهار نهه، لس بجې وې چې زموږ د کور شاته ، پټيو ته ورتاو شوم ګورم چې يوکس په يوه پوله د پښو په سر ناست دى او سر يې د ځنګنو په منځ کې ورټيټ کړى دى،خداى شته ومې نه پېژانده؛خو ورسته مې چې غاړه تازه کړه ، ده هم سر راپورته کړ ګورم چې روزي ګل دى.
له هماغه ځايه مې ورته سلام وکړ، و رته مې ويل اشنا څرنګه يې؟
وعليکم سلام،شکر دى ښه يم.
ټوکه مې ورسره وکړه خوندونه خو ټول تا واخستل، د شنو غنمو په منځ کې ناست يې او خداى خبر،د کومې نجلۍ په يادونو کې دخيال پر وزرو الوت کوې.
هلک په داسې حال کې، چې زه هم ورته راورسېدم زما په طرف راوکتل،په يوه شېبه کې يې رنګ سور شو سترغلي يې وپړسېدل له دواړو سترګوڅخه يې دوه کولولي ښکې په رنګړۍ ږيره کې راورغړېدې اوخلاص، ګرېوان ته يې کوزې شوې.
هو! د نجلۍ په يادونو کې خو وخت تېروم ،خو ته څه پوهېږې.
بيا يې شونډې مرۍ مرۍ شوې، سترګې يې سره وزبېښلې د دواړو لاسونو په لستوڼو کې يې اوښکې وچې کړې ، سرې سترګې يې زما په سترګو کې وګنډلې.
اوس نو زاما تلوسه اوتنده لکه د سحرا ديوه مزل وهلي ،ستړي او ستومانه تږي پشان چې سمندر هم ديوجام اوبوپه اندازه ورته ښکاري او دخپلې تندې دماتېدو لپاره يې کمې بولي، ورو، ورو زياتېده.
په زړه کې مې ډېرې تودې اونوې پوښتنې را وټوکېدې،دده چټې ځوانۍ او ناهيلۍ ته حيران شوم، نور نو د حوصلې په بوخڅۍ کې هېڅ راسره پاتې نه شول.
ترڅنګ يې کېناستم ،په اوږه مې لاس ورته واچاوه،ومې ويل :
ايا مئين خوبه نه يې؟
اوکه داسې ده چې ته مئين يې خو پلار اومور دې نه دي راضي؟
نه داسې نه ده، زه او مينتوب؟!
ښه نو بيا څه چل شوى دى، ولې داسې غم او اندېښنواخستى يې ،زه چې تل تاګورم نو ماته په زړه کې ډېرې خبرې راګرځي ته خو ځوان يې،هرڅه دې په وس اوتوان پوره دي،نوبياولې ؟
اهـ !! هماغه ستا لومړۍ خبره ده چې د يوې نجلۍ په يادونو کې وخت تېروم،خو هغه جينۍچې لمايې دژوند خوښي،دارام خوب،خواړه او خوندونه وړي دي، زما معشوقه نه، بلکې زما يواځينۍ ايک يوه خور وه، چې اوس هغه له ما سره نشته! هغې زه، مور او پلار يواځې پرېښودو!
څه!!؟ ايا هغه چا......مطلب مې دى چا اختطاف کړه؟
نه!
نو څه شوه چې ورپسې داسې پرېشان يې،کيسه راته وکړه که زه ددې مشکل په حل کولو کې مرسته کولى شم نو چمتو يم.
هلک وويل اوس اوبه له ورخه تېرې دي، هغه وخت چې د مرستې و،نو هېچاراسره ونکړه.
کيسه يې دا سې پيل کړه: موږ په کور کې د مور او پلار په شمول څلور نفره وو.خو اوس د رې نفره پاتې يو.
پنځه مياشتې وړاندې ما په ښار کې په يوه کور کې د صفا کار په توګه کار کاوه، کله چې مازيګر کور ته راغلم، نو خور مې د ناروغۍ په بستر پرته وه، سبا مې روغتون ته يوړه له ټسټونو وروسته معلومه شوه چې خور مې د پښتورګي په ناروغۍ اخته ده، په روغتون کې مو بستر کړه،يوه ورځ وروسته ډاکترانو راته وويل چې خور مې بايد عمليات شي. ما ورته وويل خو عمليات يې کړى نو ګورئ ورته څله؟ ډاکتر وويل دا عمليات دومره اسان نه دي، ما ورته وويل ولې هغه څنګه زه پونه شوم ؟ تاسو راته امر وکړئ چې زه هماغه شان وکړم ، ډاکټر اول ..... بياترې دخبرو ځاى سلګيو ونيوه ،بيايې زياته کړه زما خېرنو جامو او شليدلو څپلکو ته وکتل او بيا يې را ته وويل چې پدې باندې ډېر مصرف کېږي،ما ورته وويل څومره مصرف پرې کېږي؟
ډاکټر غلى شو،خو زه بياپرې وردمخه شوم ووايه څو روپۍ پرې مصرف کېږي؟
څلويښت زره افغانۍ !!
څـ ،څـ څلويښت زره افغانۍ!؟
هو همدوره
ډاکټر زياته کړه که په درې ورځو کې يې عمليات وشو بچ کېږي کنه ژوند يې په خطر کې دى، زما سر راباندې وګرځېده په سترګو مې تياره راغله دېوال ته کېناستم
او خدايه اوس به څه کوم ،ژر مې فکر پرځاى کړ ومې ويل چې له دې نه هېڅ نه جوړېږي بايد يوڅه وکړم ، چې دخور ژوند مې وژغورم، بيامې وويل نواخر داڅلوېښت زره افغانۍ به ماته څوک راکړي، خير خداى مهربانه دى ،و لاړ به شم او له نېک نه به مې يې وغواړم بيا به يې په تنخوا کې ورکوم.
ژر له روغتون نه ووتم ټيکسي مې ونيوه،ولاړم په هغه کور کې مې چې کار کاوه ورغلم او خپل نېک ته مې خپله ستونزه چې پکې راګېروم بيان کړه،اوبيامې ترې دمرستې غوښتنه وکړه، چې پيسې راکړه بيا به يې درته په تنخوا کې مجرا کوم .
هغه دمسخروپشان راباندې وخاندل ،په ډيکه يې ووهلم ،ويې ويل يواځې ته دومره هوښيار يې او که بل ورور هم لري؟ستا ټول درې زره افغانۍ معاش دى او ته له مانه په يوه ځل څلوېښت زره افغانۍ غواړې، ته اول هغه شپږ زره افغانۍ راکړه چې تېره مياشت دې د پلار د ناروغۍ په بهانه رانه اخستې وې.
ما ورته ويل هيله کوم له ما سره مرسته وکړه کنه زما خور به مړه شي.
هغه ډېر په بې تفاوتۍ سره راته وويل: خو مړه دې شي کنه.
همداسې نهيلى روان شوم. څو نورو دوستانو ته لاړم خو هېچا ماته لاس را نکړ او دې ژورې کندې ته له پرېوتويې نجات رانکړ. بېرته تش لاس روغتون ته ولاړم خور مې راته همدا ويل: لالا! ما وژغوره، ما وژغوره، زه مړه کېږم!! مابه تسلي ورکوله نه خورې په تابه هېڅ هم ونه شي، زه خويمه کنه ،خداى پاک به مهربانه شي.
د هغې هغه مجبورې خبرې زما هېڅ نه هېرېږي ،دهغې.........اويوځل مې بيا په روغتون پرېښوده .پلار مې هم ناروغ په کور کې پروت و،بوډۍ مور له خور سره په روغتون کې وه.
سبا ته بيا لکه د ملنګ په شان په ډېرو کورونو وګرځېدم خو هېڅ څوک داسې پيدا نه شو چې زما دسوال په کچکول کې يوڅه خير واچوي،هرچابه ويل چې ته به بياموږ ته څه راکړې .
نور نويواځې د خداى پاک له دربار څخه د رحم کولو او خورته مې دغيبي شفا غوښتو نه بغيرمې هېڅ په توان کې نه و،د روغتون په لور رهي شوم، چې ناڅاپه د لارې په اوږدوکې زېب چې تر لسم ټولګي موږ دواړه همصنفيان وو، په مخه راغى، زما خو ورته هېڅ پام نه و، خوده راباندې اواز وکړه روزي! څنګه داسې دغم کاروان په مخه کړى يې؟ خداى دې خير کړي، ټوله کيسه مې ورته وکړه،هغه وويل چې که نور هېڅ نه وي ،نو ولې ته خپل پښتورګى نه ورکوې،د انسان چې يو پښتورګى روغ وي هم ژوند کولى شي،دلته بيا افوس راغى،ما روته وويل : اى کاش، چې زما پښتورګي دواړه روغ واى ، ماخو هم تېرکال دهمدې ،بد مرض اپرېشن وکړ.
زما اوښکې يې راوچې کړې، په ډاډ سره يې راته و ويل:
که سونيا ستاخور ده خو،زه دې هم وروريم ، چې يو ورور د خور په خاطر هرڅه تيار وي، نو ايا زه نشم کولاى د خور لپاره دومره قرباني ورکړم؟ راځه ! زه خويمه کنه ،چې ته هېڅ غم ونکړې ، زه ورته خپل پښتورګى ورکوم،له لاسه يې ونيوم ،کش يې کړم، راځه سستي مکوه، چې وخت نلرو.
نه پوهېدم چې له ډېرې خوشحالۍ تر روغتون پورې څنګه ورسېدم، کله چې لاړم ، ډاکټر مې پيداکړ، ورته مې وويل، ډاکټرصاحب،ماخو پيسې پيدانکړې، چې دخور ژوند مې وژغورم، دا ورور مې حاضر دى ،چې هغې ته خپل يو پښتورګى ورکړي، ډاکټر موږ دواړوته حيران حيران کتل،غوښتل يې څه وووايي خوزه پرې ور دمخه شوم، ډاکټر صاحب داسې کېداى شي؟
هو کېداى شي.
زېب ورته وويل: چې امکان لري نو بيا ژر کوه ګوره مه اقدام وکړه، زما ګېډه څېرې کړه او د خور ژوند مې وژغوره .
ډاکټر چې سوچ او فکر په مخه کړى وه وويل راځه راپسې .
ډاکټر مخکې زه او زېب ورپسې شو،يوه اتاق ته يې بوتلو چې ټوله شيشه يي وه خوشيشې يې په سپين رنګ سپينې شوې وې، ډاکټر مؤظف شخص ته وويل: ورکړه ده ته د ناروغ جامې، هغه همداسې وکړل، کله چې زېب جامې بدلې کړې دهغه جامې يې ماته راکړې، نور يې دى په تذکره کې څملاوه،او روان يې کړ، زه هم ورسره روان شوم. داسې يوې کوټې مخې ته چې ددر وازې په سر يې ليکلي وو، Apportion room وددېدو،زه پوه شوم چې دا عمليات خانه ده ، دلته ماته ډاکټر ويل ته نشې کولاى داخل ته ولاړ شې، په دې وخت کې زېب زما په لور مخ راواړاوه، ويې ليدل چې زما په سترګوکې اوښکې دي، را اوچت شو، په غېږ کې يې ونيوم،کله چې ده زه په غېږ کې ټينګ کړم ، زه سلګيوپسې واخستم، ده راته وويل:
اى ليونيه!! ساده کېږه مه، ولاړه شه او سونياته تسلي ورکړه،چې انشاء الله ډېره ژر به ښه شي، نور يې دى داخل ته دننه کړ، زه د سونيا د اتاق په لور زېړ زبېښلى رهي شوم، هلته مې په دروازه کې ولاړې خاله ګکې ته وويل، مورجانې! دسونيا پيوازې ته خو اواز وکړه، هغې هم اواز وکړ: سونيا! ايا د سونيا پيواز شته؟! داچې مور مې ډېره بې خوبه شوې وه نو سترګې يې سرې سرې وې چې راووته ، چې ويې ليدم نو ، ويې ويل: زويه هغه دې ډېر يادوي، سونيا تاغواړي، له پيره دارې نه مې اجازه واخسته ، داخل ته د ننه شوم، خورمې چې نوره له خبرو او کېناستلو وتې وه، په اشاره راته څه وويل، خوزه پرې پو نه شوم ، هغې زما نه دواړه لاسونه چاپېرکړل ، او په سلګيو يې پيل وکړ، زما هم ژړا نه ټينګېده،خو د نورو ښځو له شرمه مې هېڅ په تېزه نه شوژړلاى، دې ته مې تسکين ورکړ،ورته مې وويل: وګوره دادى ، زېب تاته خپل پښتورګى درکوي، ته به بېرته روغه شې، په تاهېڅ هم نه کېږي، خودالکه چې له خپل ژوند اومرګ نه خبره وي، په ماته ګوډه ژبه يې راته د زېب له عمليات نه د بچ کولو وويل، خوما ورسره ونه منله، هغې به اول خپل ځان ته لاس ونيوه بيابه يې سترګې پټې کړې، خوزه پرې پوهېدم چې وايي ، زه نه پاتې کېږم او هغه مه پرېږده چې خپل ځان نيمګړى کړي، او پرمايې همداسې حملې کولې، چې هغه مه پرېږده، نور يې زما په زنګون خپل سر کېښود، لکه د اجل پرښته چې لا دمخه په ورسۍ کې ناسته وي ، اودهمدې شېبې انتظار کوي، چې زه يوځل له سونيا سره وګورم اونوريې رانه واخلي، هغې زما په زنګانه سلګۍ پيل کړې، چې ډاکټر پښتورګى په لاس اتاق ته راداخل شو، خو داد سونيا اخري شېبې وې ،نور يې سر زما له زنګون نه پرچپرکټ پرېوت، زماله خولې يوه چيغه ووته ،نور په ځان نه يمه پوه شوى، کله چې په هوښ راغلم نو زه او زېب څنګ په څنګ چپرکټونوکې پراته وو، زېب ته سيريم چالان وو او پرما چې حمله راغلې وه نو همداسې پروت وم ، زېب لا هماغه شان بې هوښه وه، چې ما خېز کړل اوسونيا په طرف مې وځغاستل خواوس هغه چپرکټ چې هغه پرې پرته وه خالي وو، اودايې په يخچال کې ايښې وه.
ماونه شو کړاى خور مې وژغورم.