ارزګان: دولتي اداري پنځه اتيا سلنه دولتي اداري نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41539

دخبریدو نیټه : 2011-01-18

لودين

دهيواد په سويلي ولايت ارزګان  كي چي دا مهال د جنوب لويديځي حوزي د نورو ولايتونو په پرتله پكښي امنتي وضعه سمه ده خو په دي ولايت كي خلك د نورو ستونزو تر څنګ په دولتي ادارو كي د مامورينو له نشتوالي سره مخ دي .
د ارزګان ولايتي شورا وايي چي دا ولايت دا مهال پنځه اتيا سلنه مامورين نه لري او شته پنځلس سلنه يي د اړيكو پر بنسټ راغلي دي چي د كار كولو وړتيا نه لري .
چارواكي  ددي ستونزي لوى لامل د امنيت او خوندي لاريو د نه شتون تر څنګ د مسلكي كدرونو كمبود بولي .

ددي ولايت اوسيدونكي وايي چي د ارزګان په ټولو ادارو كي  د ملكي مامورينو نه شتون دوۍ له زياتو ستونزو سره مخ  كړي چي په يوه دولتي اداره كي يي  د يوه ساعت كارپه ورځو ورځو سرته نه رسيږي .

بل خوا  د ارزګان د ولايتي شورا ريس چي د ټول ارزګان د خلكو استازيتوب كوي هم ياده خبره كوي .
امان الله هوتكي وايي چي په ټول ارزګان كي پنځه اتيا سلنه دولتي مامورين نسته چي دې  خلا زياتي ستونزي پيښي كړي او  خلك يي په مشكلاتو كي راښكيل كړي دي .
د هوتكي په خبره چي پاتي پنځلس سلنه دولتي مامورين هم دا وړتيا نه لري چي اداري كارونه دي بشپړ كړي
د هوتكي په وينا  چي شته  مامورين هم د اړيكو پر بنياد په دندو ګمارل سوي او وړتيا ته يي هيڅ ډول پاملرنه نه ده سوي .د ارزګان دولتي چارواكي هم يادي ستونزي مني او وايي چي دوى يي هم دزياتو ستونزو سره مخ كړي دي .
ددي ولايت د اجرايي چارو ريس عبدالرحمن د دولتي مامورينو زيات كمبود په ارزګان ولايت كي ناامني ، د خوندي لارو نه شتون ، كم امتيازات او دي ولايت  ته د دولت د لوړ پوړو چارواكو نه توجه بولي .
ښاغلى عبدالرحمن وايي د تيرو كلنو ناخوالو د ارزګان مسلكي كدرونه له منځه وړي او ددي ولايت معارف يي هم ويجاړ كړى دى  نو دا مهال په دي ولايت كي مسلكي كدورنه نسته او كه  سته هم هغه په ټيټه كچه دي  او  هغوۍ هم  په ډيرو تنخواګانو په موسساتو كي كار كوي .

د ارزګان د كار او ټولنيزو چارو د رياست ريس عبدالقدوس هم ياده خبره كوي خو د ارزګان مرستيال والي معلم خداى رحيم وايي چي دا ستونزه يي د مركزي  دولت سره شريكه كړي خو چا سر نه دى پري ګرځولى .
ارزګان د هيواد په سويل كي پروت ولايت دى چي خلك يي  د يادو ستونزو تر څنګ د نورو ټولنيزو پرمختګونو څخه  هم بي برخي دي .