دملي ويښتيا پروګرام غونډه جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4163
بېنوا كندهار
دخبریدو نیټه : 2005-11-09

بېنوا كندهار

دروان كال دلړم پر ۱۸ مه دچارشنبې په ورځ دسهار پر ۸ بجې د افغانستان دمدني ټولني او فرهنګي بنسټ له خوا په كندهار ښاركې غونډه جوړه سوه .

دغونډي موخه دملي ويښتيا دپروګرام پيژندنه وه چي د نوموړي پروګرام د مسوول عبدالهادي پرديس له خوا وړاندي سوه چي مهم ټكي يې دبيلابېلو فرهنګي او ټولنيزو ټولنو ،همدارنګه له شخصي فرهنګيانو سره د دوي د آثارو د چاپ په اړه د مرستو كول وو .

ښاغلي پرديس دخپلو خبرو په ترڅ دپروپوزلونو دجوړولو او لارو چارو په اړه هم مالومات وړاندي كړل ، همدارنګه يې د ورته مسايلو په اړه په نژدې راتلونكي كې د وركشاپونو دجوړيدو يادونه وكړه .

تر ښاغلي پرديس وروسته د غونډي مشر ښاغلي عبدالرازق پالوال دغونډي د ارزوني په ترڅ كي دنوموړي پروګرام ستاينه وكړه او دا يې يو ډير پرځاى او اړين ګام وباله ، ده وويل چې ،موږ بايد له دغو همكاريو او مرستو څخه وړګټه تر لاسه كړو ، په غونډه كي د بيلابېلو آزادو فرهنګي ټولنو ، نا دولتي انجوګانو او دولتي ادارو استازو او آزادو فرهنګيانو ونډه لرله او دغرمي پر ۱۲ بجې پاي ته ورسيده .

 دملي ويښتيا پروګرام

 دملي ويښتيا پروګرام

 

دملي ويښتيا پروګرام

دملي ويښتيا پروګرام

 

دملي ويښتيا پروګرام