،دنبوي غزاګانولړۍ ،ابرخه مقدمه.
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته .
بسم الله الرحمن الرحيم الحمدلله الذي قسم بجهادنا رقاب الجبابرة،وکسر بصولة غزاتنا ظهور الاکاسرة ، و قصربشجاعة مجاهدينا من الطلباء والمومنين امال القياصرة،الذين لم تزل قلوبهم عن حکم الله تعالی نافرة،حتي اذاجائهم الوعدالحق فارداهم في الحافرة،فنقلوامن القصور الي القبور ، و من ضيآء العهود الی ظلمة اللحود ، ومن ملاعبة الجواري و الغلمان الی مقاساة الهوام و الديدان ، ونشهد أن لا اله الا هو وحده لا شريک له ، ونشهد أن سيدنا محمــــــد عبده ورسوله ، وصلی الله تعالی عليه و علی آله و أصحابه أجمعين . ګرانو او محترمو اسلامي وروڼو ! د نبوي غزاګانو لړۍ مي د بېشماره عالي مقاصدو ، منافعو او ګټو په خاطر وتاسي محترمو ته پيل کړه ، چي يوه برخه د هغو مقاصدو په دې شرحه ده :
اول : چي مسلمانان پدې په ښه توګه پوه سي چي په اسلام کښي د جهاد او غزا مشروعيت د څه مقصد لپاره سوئ دئ ؟ .
دوهم : چي مسلمانان له دې څخه اګاه سي چي مسلمان د خپل دين د حفاظت دپاره ، او دارنګه د دين د دښمنانو د شر او فساد د شنډولو او خنثاکولو دپاره څه مسؤليت لري او څونه پدې لار کښي بايد زړه ور ، دلاور او فداکاره وي .
دريم : چي د دين د دُښمنانو د داسي ناروا اعتراضو جوابونه د هر مسلمان په ذهن کښي قرار ونيسي چي دوۍ وايي چي اسلام يو خونريزه مذهب دئ او ويني تويول يې مقصد دي ، او د وينو تويولو له لاري په جامعه کښي و خپلو أهدافو ته ځان رسونکئ دئ .
څلرم : چي مجاهدين مسلمانان دا درس او معرفت حاصل کړي چي د دين د دښمنانو په جنګ کښي له ټپو ، زخمو او له قتليدلو سره او دارنګه له نورو جاني او مالي خساراتو او مشکلاتو سره لاس په ګريوان کيدل د الـــــهـــــي حکمتونو له تقاضاؤ څخه يوه تقاضا ده ، او عاقبت او انجام يې د ګټي او نيکمرغۍ دئ .
پنځم : چي اسلامي فداکاران او سربکف مجاهدین له د ې څخه په دقیقه وجه سره آګاه سي چي د کومو عواملو په سبب مجاهدین له ناکامِۍ سره مخامخ کېږي اوکوم امور ، اعمال اوکوم ډول سلوک د غازیانو دکامیابۍ اوپرمخ تګ سبب ګرځي .
شپږم : چي جهادکوونکي ځوانان په نېکه توګه وپوهېږي چي د مجاهدینودپاره په خپل منځ کي څه قسم له یوه بل سره رویه اوچلند اوڅه قسم مینه ، محبت ، ایثار او رحم په کاردئ ، اوله نورو عامو مسلمانو سره ودوۍ ته څه ډول اخلاق په کاردي .
اوم : چي مجاهدین په دې باره کي دخُبْرت اومعرفت خاوندان سي چي اسلامي جهاداوجنګ له کفري جنګونو څخه دجنګیالانو داخلاقو په لحاظ ، دجنګ دلارو چارو په اعتبار، دجنګي اهدافوپه اعتبار ، د جنګ دقومندانانو د تدبیر اوتنظیم په اعتبار وهکذا څه قسم امتیازات لري ؟ .
اتم : چي مسلمانان مجاهدین په دې وپوهېږي چي مجاهد بایدد د ښمن په پرتله دجنګ په حالاتو کي په صبرکي ، په شجاعت کي ، په ثبات اوعزم کي ، دمشکلاتوپه ګاللوکي دجان اومال دنقصان په تحمل کي په څونه اندازه باید زیات وي .
نهم : چي ومجاهدینو ته ددې درس ورکړسي چي مجاهد ته په څونه اندازه کي دجهاد او د جهاد د ثوابونو او د شهادت شوق اومینه په کارده .
لسم : چي مسلمانان نارینه اوښځي خبرداره سي چي دمجاهدینوپه څونه اندازه کومک ، عزت ، احترام اوحفاظت پرمسلمانانوباندي لازم د ئ .
یوولسم : چي مجاهدین په دې باندي خبرداره سي چي له غنیمت اوبیت المال سره څونه احتیاط باید وکړي .
دوولسم : چي مجاهدین له دې څخه خبردارسي چي دخپل قوماندان اوامیرپه باره کي دَیْ څه مسئولیت لري .
دیارلسم : چي دمجاهدینومشېرانو ته دادرس حاصل سي چي دوۍ له مجاهدینوسره دشهیدانوله کورنیو بایدڅنګه سلوک وکړي اوپه څونه اندازه کي بایدتقوی داره اوخدای پاره وي ، دامي دمشت نمونه خروار په ډول درته ذکر کړل .
والسلام ومن الله التوفیق .
نوربیا ..........