هغوی په کومه ګناووژل سول؟؟ /لنډه کیسه
دعبرت افغان لیکنه
یادونه :لاندي کیسه د۱۹۹۵کال دیوې پیښي انځوردی
---------------------------------------
قومندان دډبروپه مسجدکي وظيفه کول ، ټول ملګري شاوخواپه کتارکي ناست وه دټوکو (مسخرو) بازارتود وو، یوه انډیوال مودشنوترخوچایو چای جوشه پرمیدان کښېښودل ،دقومندان په راتګ سره په مجلس کي داسي خاموشي خپره سوه تابه ویل چي عزرائیل له سیمي څخه کتنه کوي،قومندان دسدرۍ ځنځیرکش کړاودسترګوتورولولپاره یې رنجونونې راوکښل پرهلک یې ږغ وکړ:
هلکه ! ته ورسه هغه ژړتېل راوړه چي داڅوڼي مي غوړي کړم .
دغونډۍ له سره درې واړه ګلالي ځوانان راښکاره سوه ،اودسونه یې تازه کړي وه، په ډاډه زړونویې پرلاره دزرکوپه شان قدمونه وهل، موږته رانژدې سوه له خندانه په ډکه خوله یې راته سلام وکړ، داسي ښکارېدل چي ګواکي سل کاله نورهم دمرګ تمه نه ویني اونه یې ځانونه مجرمین ګڼل ،داځوانان د پوهنتون محصلین وه چي نن سهار زموږ دانډوالانوله لوري دجاسوسۍ په تورونیول سوه ،دقومندان چي پرهلکوانو سترګي ونښتلې دمخ ګوڼه یې بدله سوه اوله ځایه سپک پورته سو،پرمایي ږغ کړ :
هلکه !پورته سه موټرراچالاند کړه اوپه غصه یې لاس داسمان په لوروغورځاوی پرمحصلینو(نیول سوي ځوانانو)یې لویه رامباړه وکښل :وخېږئ خبیثانوموټرته وخېږئ
په مجلس کي دناستوکسانوله لوري په رېږنده اواز ږغ سو قوندان صاحب ! هغه چای .....
قومندان بې له دي چي کوم ځواب ورکړي دموټردروازه کلکه راوتړل ویل درځه دخیره موټر تر درې ،څلوروشاګیو اوښتی ووچي قومندان د درېدواشاره وکړه. له موټرنه ښکته سوځوانان یې په قطارکي ودرول قومندان دنصیحت په ډول خوله ورباندي راخلاسه کړه ،داسي ښکنځاوي یې ورته وکړې چي زه ورت هک پک سوم چي دظالم زوی داکمپیوټري ښکنځل څنګه زده کړي دي
مادځان د دفاع په خاطرټوپک په لاس کي نیولی وو قوندان راباندي ږغ کړه :
- وله یې مرګ یې رواه دی ..
ماله بې وسۍ خوله ویته ونیول اوورغبرګه مي کړه
- هه هه . . . قومندان صاحب! ته هروخت پرمامسخرې کوې
خوقومندان جدي وو په غصه یې راته وویل :
- وایم ضربه (فیر) یې کړه مرګ یې د .................... په شان روادی داخبیثان اجنټان دي که مونه وای نیولي اوس به یې ټوله انډیوالان غورمه کړي وای
په داسي حال کي چي دبدن ټول غړي مي په رېږداخته وه په ژړغوني اوازمي ورغبرګه کړه :
- نوقومندان صاحب! پر دوی خومحاکمه نه ده چلول سوې اونه هم دوی پرخپل جرم اعتراف کړی دی
قومندان راحمله کړه ویل راکړه د ............. بچیه .
چي سترګي مي رغړولې درې واړه یې پرټټرونو وویشتل اوزمازړه زوب وکړ بې خوده سوم .