د۲۰۱۱ ز کال دفبروری دوهمه
ايتر تاس ИТАР-ТАСС/.
دمصر ولسمشر حسني مبارک دې ته حاضرسو چې پارلمان دمصرد اساسي قانون په هغومادوکي بدلو راولي چې دولسمشر ۍ دمقام اوکار ددوام په اړه پخواپه دې قانون کي تسجيل سوی وې .
حسني مبارک دسې شنبې په ماښام مصریانو ته په تلويزيوني ويناکښې وویل چې حاضردی دمصرد اساسي قانون په ۶۷او ۷۷ مادوکي چي په دولتي واکمنۍ کې دولسمشر دپاتې کېدو اوهمدا ډول دجمهوري رياست مقام ته دټاکنونو په هکله بيان سوی دي ،نوی بدلون راولي .
هغه وويل، زه له پارلمان څخه غوښتنه کوم چې داساسی قانون په هغوبرخوکې د بدلولونو په هکله وراشه یابحث پيل کړي تر څو دولسمشرۍ لپاره دکانديداتورۍ په برخه کي اړین بدلونوننه راوستل سي .
حسني مبارک همداډول اعلان وکړ چې نوربه ځان دمصردجمهوررئيس په توگه په راتلونکې دورې کښې کانديد نه کړي . هغه څرگنده کړه چي مانه غوښتل دجمهوري رياست په راتلونکو ټاکنوکي ځان کانديدکړم .
ددې څرگندونو تر څنگ هغه اعلان وکړ چي دی به دجمهوررئيس په توگه تر هغوخپلې دندې ته دوام ورکړي تر څوپه قانوني اوسوله ايزه بڼه د ځواک لېږد نه وي تر سره شوی .
حسني مبارک په خپلو ورستيو څرگندونوکي داټکی هم په گوته کړ چي په هېڅ ډول له هېواده تېښتې ته چمتونه دی اوغواړي په خپل هيواد مصر کښي مړسي . ((۸۲ کلن حسني مبارک وويل : (( غواړم يوازي دمصرپه خاوره کي مړسم .))
دحسني مبارک دغوڅرگندونوته دمصرپه ټولوهغوښاروکي چي دده پر خلاف په لاريونونوکي راپورته سوی دي دومره پاملرنه نه ده سوې اونه هم چاورته غوږ نيولی دی .
دايترتاس د خبري اژانس د ژورناليست بيروتي دمتری په وينا لاریونوال يوازي یو شعار ورکوي چي حسني مبارک بايد ژرترژر ه له دولتي واک څخه لاس په سرشي .
يادونه :
تاريخ شاهد دۍ چي دعام ولس قهر اود صبرکاسې ډکېدود مصر هغه هېواد مشر چي ځان ئي تلواک اوخپلواک باله د دې منلو ته اړيست چي ،((مانه غوښتل بل ځل ځان کانديدکړم ))داخبره ددې ښکارندويه ده چي دولس قهر اوزرودخداي قهراوزوردی .
البته زه نه غواړم وړاندویينه وکړم چي دمصردعامو اوځورېدلو خلکو چي په سلوکي نېږدې شلوئي دژوندتر عادي حالت په ټيټوشرايطوکي ژوند کاوه او دجمهوري رياست ترنامه لاندي يوه اتوکرات واکمن ورباندې واک چلاوه دعام ولس اوسنۍ پاڅون به کومې پايلي ولري ،هلته هم هرڅه دکاغذپر مخ ول؛ لکه زموږ اوستاسو په هېواد کي چې ښاغلی کرزی اود هغه لاسپوڅي په دې وروځوکي پرې وياړي اود ټولنيزعدالت په نامه ئې په ټولې سياسي مداري گرۍ په خلکو مني ، حالت یې دېته راوست چي خداي خبردوي اوس چاته ښه راغلاست وايي . خداي مه کړه چې هلته په مصرکي دغه توره اوترخه تجربه اوحادثه تکرارنه سي . زموږ خلکو داستادرباني دغيري ملي اوغير انساني واکمنۍ په پايلوکښي په پاکستان کي جوړسوی ډلې ته ښه راغلاست ووايه اوپايله داسوه چي نه سراونه پښې ترې خلاصولای سو. کله په يوه اوکله په بل نامه زموږ قومی مشران په پښتون مېشتوسېموکي دايران اوپاکستان په لارښونې ددوي دلاسپوڅوله خواله منځه ځي او په وياړ ئې مسوليت په غاړه اخلي .دغه حالت يو ځل بيا افغانان تر سږمو راوستلي اود مصرپه دود يو بل تحول ته چي دابه منفی اوکه مثبت وي انتظار باسي .ومن الله التوفيق