بېنوا كندهار
دعلامه رشاد بابا د لومړي تلين د جوړيدړنكي غونډي په اړه د روان كال د لړم پر ۱۹ – مه دپنجشنبي په ورځ دچمتوالي غونډه د كندهار په اطلاعات ،كلتور او ګرځندوي رياست كي جوړه سوه .
په غونډه كې پريګړه وسوه چې د علامه رشاد بابا د لومړي تلين غونډه به د روان كال د ليندۍ پر ۱۱_ مه د جمعي په ورځ ، چې د علامه بابا دمړيني له ورځي سره برابره ده جوړيږي .
د غونډي دلاښه تنظيم له پاره يوه ديارلس كسيزه كميټه دبيلابېلو فرهنګي او ټولنيزو ټولنو له استازو څخه وټاكل سوه چي دوي به دتلين دغونډي تر مهاله په هره اوونۍ كي درې_درې ناستي لري او پر اړوندو چارو به سره ږغيږي .
دكندهار ولايت والي اسدالله خالد ، ژمنه كړيده چي دنوموړي غوندي ټول لګښت به پر خپله غاړه اخلي .
غونډي ته دافغانستان له بيلابېلو ولايتو او ممكن له افغانستان نه دباندي څخه ميلمانه راوبلل سي .
په غونډه كي پريګړه وسوه چي دسهار له ۹بجو څخه تر ۱۲ بجو پوري به علمي غونډه وي ، تر ډوډۍ او لمانځه وروسته به دمشاعرې غونډه جوړيږي ، وروسته به دعلامه بابا پر زيارت دګلانو ګيډۍ ايښودل كيږي ، ورپسې به دهغه نندارتون پرانيستنه كيږي چي دكندهار د اطلاعات ،كلتور او ګرځندوي له خوا جوړ سوي او د علامه رشاد بابا سلګونه ډوله انځورونه ، دده ځيني كالي ، دكارولو توكي او په دوي پوري نور اړوند توكي ځاي پر ځاي سوي دي .
دتلين په مناسبت د علامه بابا ځيني ارزښتمن آثار هم چاپ سوي او ځيني نور دچاپيدو په حال كي دي چي دابه هم دتلين دغونډي پر مهال د دپوهي او ادب مينانو لاسونوته ورسيږي .
په غونډه كي د اهم وويل سول چي ښايېدله خودا چي دغه تلين ديوه پراخ علمي سيمينار په ترڅ كي لمانځل سوي واي ،دليل يې دوخت كمي وښوول سو او دعلامه بابا زوي انجينير شيرشاه رشاد وويل چي كيداي سي دوهم تلين يې ديوه پراخ علمي سيمينار په توګه ولمانځو .
دتلين لمانځني دځاي په اړه بيلابېل نظرونه وو ، هغه چاره دانسجام كميټې ته وسپارل سوه چي په وړ ځاي كي يې دجوړيدو په اړه فكر وكړي .
تر غونډي وروسته چي نژدې ۳۰ تنو په كې ونډه لرله ،ګډونوال په ګډه د علامه بابا زيارت ته ددعا له پاره ولاړل .
دعلامه بابا زيارت چي دتير يوه كال راهيسي ډېر وروكار پر وران دي ، درې ځلي يې دګمبتي كار تخريب او بيا له سره پيل سو ، اوس د دريم ځل له پاره بيا تخريب سوي او كار يې ولاړ ښكاري ، دتخريب لامل يې دسيمي تنګوالي ښوول سوي دي .