واشنګټن پوسټ : افغان وزیر دکابل بانک پلټني غوښتي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41922
ژباړونکې : مرضیه تنها
دخبریدو نیټه : 2011-02-03

واشنګټن پوسټ نن د اسوشیټيډپه حواله لیکي چي  - افغان وزیر د کابل بانک د ناسمی ګټی لاسته راوړنی په اړه د پلټنی غوښتنه وکړه

ادم شریک اسوشیټیډ پریس
ژوباړونکې : مرضیه تنها
چهارشنبه، ۲ فبروری ۲۰۱۱

د افغانستان د مالیی وزیر د چهارشنبې په ورځ د هغو انګیزو په اړه د پلټنی غوښتنه وکړه چی ویل کیږی دی د هیواد د ستر بانک کابل بانک سره په فساد کی شریک دی.

کابل بانک هغه شرکت چی د افغانستان د سیاسی مشرانو سره نژدې اړیکی لری د څو میاشتو راهیسه دسیاسی مشرانو سره د اړیکوساتنی او مالی بې نظمۍ  د تورنو سره لاس او ګریوان دی.

د مالیی وزیر عمر زاخیلوال چی د ولسمشر کرزی نژدې سلاکار دی د افغانستان د لوی څارنوال او د ستری محکمې د څارنی او فساد ضد څانګی څخه غوښتنه وکړه چی د هغو انګیزو په اړه پلټنه وکړی چی د بانک لخوا د ناروا ګټو لاسته راوړنو پر سر دده او د بانک د مشر یوځایوالی ښیی. ددغو انګیزو په اړه جزیات د سه شنبې په ورځ د وال سټریټ ورځپاڼی لخوا خپاره سوی وه.

]‎؛؛ لکه څنګه چی په دغه مقاله کی زما نوم یاد سوی دی نو زه د لویی څارنوالۍ څخه غوښتنه کووم چی دغی موضوع ته د لومړیتوب حق ورکړی؛؛ زاخیلوال د لوی څارنوال محمد اسحاق الکو څخه د یوه لیک له لاری غوښتنه وکړه

زاخیلوال د پلټونکو څخه وغوښتل چی ددوی لاسته راتلونکی مالومات دی رسنیو ته په واک کی ورکړل سی.

د لوی څارنوالی یوه ویاند چی د کرزی لخوا ګمارل سوی دی په دې اړه د څه ویلو څخه ډډه وکړه.

کابل بانک د حکومت د کارکوونکو او امنیتی قواو د معاشاتو د ورکولو چاری په غاړه لری. تیر کال د کابل بانک د راپرځیدلو او د هیواد د نازک مالی سیسټم په خطر کی اچولو انګیزو خلک په ویره کی اچولی وه.

دغه ویره د رسنیو لخوا د ناسم اداري تدبیر او د پوښتنی وړ پور ورکوونو په اړه رامنځته سوې وه چی په کی د بانک په بودیجه باندی د دوبۍ د سمندر دغاړی ماڼیو پیرودل هم شامل وه چی په پایله کی یي د بانک دوه لوړپوړی کارکوونکی شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزی له کاره ګوښه کړل سول. دوی د بانک تر ټولو لوی ونډه لرونکی دی چی هر یو یی ۲۸ سلنه ګټه لری.

فرنود د ورقو(پتو) لوی لوبغاړی دی چی د ولسمشرکرزی د بیا ټاکنیز کمپاین لپاره یی پیسې غونډی کړې. د بانک په پاته شریکانو کی د ولسمشر ورور محمود کرزی (چی د بانک اووه سلنه بودیجه لری) او د افغانستان د دوو مرستیال وزیرانو ورور حسین فهیم هم شامل دی.

مرکزی بانک د سپټمبر په میاشت کی د کابل بانک د چارو واک په غاړه واخیست چی هڅه کوی د هغه مالی ستونزی هواری او د پورونو د بیرته ورکولو څخه ځان ډاډه کړی.

د افغانستان په بله برخه کی د ناټو چارواکی وایی چی د سړک د څنډی یوه ماین د هیواد په سهیل کی د  سوله ساتو ځواکونو یو غړی وژلی دی. د وژل سوی ملی هویت او د چاودنی دقیق ځای لا روښانه سوی نه دی.

په روان کال کی تردې دمه د نړیوال ایتلافی ځواکونو لږ تر لږه ۳۲ غړی وژل سوی دی. د ایتلاف لپاره تیر کال د نژدې یوې لسیزی جګړې تر ټولو مرګونی کال و چی د ۲۰۰۷ (چی پخوا تر ټولو بد کال و) په پرتله ۷۰۰ کسه په کښی وژل سوی وه.

امریکا پلان لری چی د جولای په میاشت کی افغان ځواکونو ته د امنیتی چارو سپارلو په نوم د افغانستان څخه د خپلو سرتیرو ایستل پیل کړی. او ناټو تکل لری چی تر ۲۰۱۴ پوری خپل ټول سرتیری ددې هیواد څخه وباسی.