په استرالیا کې د مشاعرې انځوریز رپوټ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41991
هادي هادي
دخبریدو نیټه : 2011-02-06

د روان عیسوي کال د فبروري پر شپږمه د یکشنبې پر ورځ د استرالیا  د سیدني  د کاستل هیل  په یوه هوټل  کې د شمله پښتو راډیو او استاد صدیق پسرلي د فرهنګي جرګې په کوربه توب یوه پرتمینه  مشاعره او ادبي ناسته جوړه شوه.


 
 مشاعره چې د ستیج چارې یې ځوان او هڅاند شاعر حسن مبارک بارکزي پر مخ بیولې د مازیګر څلورنیمې بجې د قاري الحاج داود احمدزي له خوا د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ،

 ورپسې په نیو ساوت ویلز کې د شمله پښتو راډیو موسس او  چلوونکی او د استاد صدیق پسرلي د فرهنګي جرګې مشر ، شاعر او لیکوال عبدالهادي هادي د یوې لنډې وینا په ترڅ کې راغلیو میلمنو ته د هرکلي په ویلو د داسې غونډو او مشاعرو د جوړولو پر ارزښت رڼا واچوله. نوموړي همدا شان د مشاعرې له ګډونوالو وغوښتل چې په ګډه د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پونځي استاد ، سناتور او سیاستوال پوهاند محمود حبیبي ،  لیکوال او خبریال مراد سنګرمل  د ځوان لیکوال غوث الدین فروتن د واړه ورور میرویس او همدا شان په لندن کې د میشت لیکوال او شاعر افضل ټکور ځوانیمرګې لور ارواوو ته  چې په تیرو دوو اونیو کې له موږ نه د تل له پاره بیل شوي دي په ګډه دعا وکړي. د غونډې او مشاعرې ګډونوالو  په ګډه د نوموړو د بښنې له پاره د لوی څښتن دربار ته لاسونه لپه کړل او دردمنو کورنیو ته یې له الله تعالی نه د صبر او زغم غوښتنه وکړه.

وروسته مشاعره پیل شوه چې  په پیل کې له آلمان نه  د ښاغلي  محمد سرور وکیلي او له افغانستان نه د ځوان شاعر او لیکوال ګل رحمان رحماني رالیږلي شعرونه د یو په استرالیا کې د پښتنو د کلتوري ودې ټولنې د غړي ډاکتر رحمن شینواري او بل د حسن مبارک له خوا ولوستل شول ، تر دې وروسته له ویکتوریا نه ځوان شاعر  قاري میړني د تیلیفون پر لیکه  خپل شعر د  مشاعرې ګډونوالو ته واوراوه چې د ناستو کسانو د خوښۍ وړ وګرځیده .
 
تر هغه وروسته  په سیدني کې د افغانانو د جامع جومات د امام مولانا عبدالحمید حدید  شعر چې همدې مشاعرې ته یې لیکلی وو  ولوستل شو، تر هغه وروسته ډیوه منګل ، انجنیر عیسی منګل ، احسن تقویم الحق کاکاخیل ، قاهر جبارخیل، په استرالیا کې د پښتنو د سولې او ملاتړ د کمیټې مشر ننګیال پښتو نیار  ، نفیسه همدرد، شکرالله طاهري  او یو شمیر نورو سیدني میشتو شاعرانو یو په بل پسې خپل شعرونه واورول. چې د مشاعرې د ګډونوالو له خوا په چکچکو سره استقبال شول.
 
 د مشاعرې په دویمه برخه کې  یو شمیر هغو سیدني  میشتو ځوانانو ته چې په فرهنګي چارو کې تر نورو ښه ځلیدلي وو د شمله راډیو او استاد صدیق پسرلي  د فرهنګي جرګې له خوا برابر شوي ستاینلیکونه  د ښاغلو مولانا عبیدالله عمري ، هاشم منګل ، په نیوساوت ویلز کې د افغانانو د همکارۍ د کمیټې د مشر الحاج نادر اعظمي ، الحاج شاه محمود ساپي  او  انجنیر حبیب ګل پکتیاوال له خوا وویشل شول.
 
 ورپسې مولانا عبیدالله عمري او د سیدني پوهنتون استاد ، د سیاسي مسایلو شنونکي او نامتو لیکوال ډاکتر احسان آذري ستانیزي غونډه او مشاعره وارزوله ، او د دا  ډول غونډو او مشاعرو جوړول یې یو ګټور او د قدر وړ کار وباله .
یاده شوې مشاعره د ماښام شاوخوا اته بجې د ماښامنۍ په کولو پای ته ورسیده .
د یادولو وړ ده چې شمله راډیو او د استاد پسرلي فرهنګي جرګه به د مارچ پر پنځلسمه بله همدا ډول مشاعر هم جوړوي.