فروري ۰۴:
د فروري څلورمه د کوچ ورځ اعلان شوه. نن ورځ د اوښتون یولسمه دی او له بدمعاش حسنی مبارک غوښتل شوي چی واک پریږدي.
فروري۰۵:
بیا هم په زرګونه خلک په التحریر څلور لاري کی وو او د حسنی مبارک فوري استعفی یی غوښتله.
دفوځ له خوا د ویری او ترهی خپریدو سره سره، خلک په التحریر کی پاتی شول او د راتلونکو ورځو لاریونونو لپاره په تیاري بوخت ول او د حسنی مبارک خلاف شعارونو له اسمان سره خبری کولی.
دمرګ،ژوبلی په اړه مختلف راپورونه او خبرونه وو خو د مصري عامی روغتیا وزیر په وینا تر دی دمه ۱۱ کسه وژل شوی خو د ملګرو ملتو تخمین ۳۰۰ کسه ښیی..
دولتی تلویزون ویلي چی ترهګرو داسراییل-مصر د ګازو نل لیکه په شمالی سینا کی په نښه کړیدی.
دجمال مبارک-د حسنی مبارک-ځوی په شمول، د حاکم ګوند مشران له واکه لاس په سر شوي او حُسام بدراوي چی د ګوند له روښانفکرو څخه دی، سکرتر جنرل ټاکل شویدی.
فروري ۰۶:
اِخوانُ المُسلِمین په یوه خبر پاڼه کی اعلان وکړ چی غواړي له حکومتي چارواکو سره د مرکی لپاره کیني تر څو وپوهیږي چی حکومتي چارواکي د خلکو غوښتنو ته په ځواب ویلو کی څومره ریښتوني دي.
همدارنګه بانکونو د ۳.۵ ساعتونو لپاره په کار پیل وکړ، ترافیک پولیس هم د ګڼی ګوڼی د تنظیم په موخه په سرکونو لیدل شوي.
دالجزیری ایمن محیلدین د مصري فوځ لخوا ونیول شو. خو د الجزیری شبکی او د خلکو په غوښتنه له ۷ ساعتونو توقیف وروسته بیرته خوشی شویدی. بله خوا
د مصری موزیم شاوخوا ډزی هم اوریدل شوي.
خبرونه وو چی مرستیال ولسمشر عمر سلیمان ټول وس کړی چی د اِخوانُ المُسلِمین په خلاف په پراخه کچه پروپاګنډا وکړي او په دی اړه یی له بدګومانه امریکایی چارواکو سره هم رابطه کړی.
خبرونه دي چی امریکایی خارجه وزیری، هیلری کلینټن له لومړي وزیر احمد شفیق غوښتي ترڅو د لاریون کوونکو خلاف د هر ډول تشدد مخه ونیسي او هڅه وکړي چی د مظاهره چیانو مشروع غوښتنو ته ماسب حل پیداکړي.
فرروری۰۷:
لاریون کوونکی په خپله خبره نن هم ټینګ ښکاریدل او د التحریر د پریښودو په اړه یی کوم تصمیم نه وو نیولی. بانکونو خپل کارونه پیل کړي خو ښوونځي او د سهامو بازارونه لا هم تړلي دي.
احمد محمود، د الاِهرام خبریال ووژل شو او جنازی سِمبولیک مراسم یی په التحریر څلور لاري کی پرځای شول. لاریون کوونکو د احمد محمود د مرګ په اړه څیړنه غوښتله.
مصری حکومت له حرامیتوبه کار اخیستی او په تنخواوو کی یی د ۱۵ ٪ لوړوالي اعلان کړی چی تطبیق به یی له راتلونکی اپریله پیل کیږي.
بله خوا ویل غونیم- دګوګل اجراییوی غړی- څوک چی ددغه اوښتون اصلی قهرمان بلل کیږي هم له بنده خوشی شویدی.
فروري ۰۸:
په التحریر څلور لاري کی لا هم خلک را غونډیدونکي دي او د حسنی مبارک د فوري لری کیدو غوښتنه کوي.
دالتحریر څلور لارۍ اوس له کیږدیو ډک دی او داسی ښکاري چی خلکو د نه تګ (نه پریښودو) پوره اراده کړی. له بیرونه راغلي مصریان هم په دغو لاریونونو کی برخه اخلي او ددی سربیره په سلګونو او زرګونو منتظر دي چی التحریر ته د ننوتو لاره پیدا کړي.
مرستیال ولسمشر عمر سلیمان اخطار ورکړی چی حکومت یی د نورو تظاهراتو زغم نلري. او یواځی دوه انتخابه خلک له ځانه سره لري: کودتا یا خبری.د ملګروملتو سکرتر جنرل بانکی مون هم له لاریون کوونکو سره د خبرو او مرکی غوښتنه کړیدی او ویلی یی دي چی د سولییز واک انتقال وخت را رسیدلی دی.
فروري ۰۹:
مشهور عرب پاپ سندر غاړي له التحریر څلور لاري لیدنه کړی، د مشهورو څیرو لیده کاته له التحریر څلور لاري جریان لري. مخکی محمد البرادعی، د مصری حکومت مخالف، عمر موسی، دعرب لیګ مشر، د پخواني ولسمشر جمال عبدالناصر ځوی هم مخکی له التحریر لیدنه کړی وه.
نن ورځ(فروری ۰۹)۲۰۰۰۰ شاوخواوو کی د فابریکو کارکوونکو له کاره بایکاټ، د مظاهره چیانو حوصله نوره هم زیاته کړه.