ټیليګراف : لس قومندانودافغانستان دناکامیوګراپ ټيټاوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42090
مرضیه تنها
دخبریدو نیټه : 2011-02-10

سرچینه : ټیلیګراف
خبریالان: سټیون سوینفورډ او کریسټوفر هوپ
ژباړه : مرضیه تنها

ویکیلیکس: لس پوځی قومندانان ګمارل سوی وچي د افغانستان د ناکامیو ګراپ را ټیټ کړي

د افشا سوو اسنادو له مخی د ګورډن براون یو پخواني سلاکار په افغانستان کي د ناټو پر پخواني پوځي قومندان فشار اچولي چي په دغه هیواد کي د بیخونده او لاخرابیدونکي حالت مخه ونیسي تر څو پر ده باندي دده د حکومت لخوا انتقادونه له منځه ولاړ سي.


هغه وخت  دافغانستان څخه د لومړی وزیر ښاغلی براون د لیدنی پر وخت د امریکا پوځی قومندان جنرال سټینلی مکریسټل په دغه هیواد کی د یاغیانو لخوا پر رامنځته سوی پیراخیدونکی ګواښ باندی رڼا واچوله او خبرداری یی ورکړ چی افغان حکومت د باور له بحران سره مخ دی.

د یوه تلګراپ له مخی د ښاغلی براون یوه امنیتی سلاکار د براون په شتون کی جنرال مکریسټل ته ویلی وچی دده پیکه ارزونه ښایی د رسنیو د منفی تبلیغاتو سبب وګرځی.

ښاغلی براون چی وروسته ځای پریښودنی ته اړ کړل سوو رد کړل چی به  بیرته پر شا سی.

و ویکلیکس ویبپاڼی ته د یوه سوی تلګراف له مخی: ښاغلی مکرسټل په ځواب کی ویلی چی په داسی حال کی چی نموړی ددغی مفکوری په وړاندی حساس و خو خپله ذهنی رښتنولی یی باید ساتلی وای هغه چی ښایی د ځینو لخوا  پیکه ارزونه وګڼل سی.

په هغه وخت کی ښاغلی براون د پوځی مهماتو د کمښت او د برطانوی سرتیرو د وژلو پرسر د امنیت د خرابوالی سره په داسی حال کی مخ وو چی د پوځی مشرانو له خوا اړایستل سوی و چی په سیمه کی ډیر سرتیری پلی کړی.

ددغه تلیګراف له مخی د ایساف قومندان ټینګار کړی چی په افغانستان کی د سختو او خرابیدونکی حالاتو پر وخت د سمو سرچینو په منځته راتګ او د افغان امنیتی ځواکونو و پیراخوالی او ملاتړ ته د پاملرنی په شتون کی پوځی موخی بریالی کیدای سوای.

امنیتی ګواښونه د غزیدونکی ترهګرۍ،  د حکومت پر وړتیاوو د باور د نشتوالی او د ناټو د ژمنو په اړه د پوښتنو پر سر لا ډیر سوی دی.

د ایساف قومندان ویلی چی د اضافه سرچینو څخه بغیر اوسنی هڅی بریالی کیدای سی ولی د اضافه مرستو او پوره پوځی اډو په جوړولو سره د طالبانو د ستراتیژیکی ځان جوړونی مخه نیول کیږی.

دغه غونډه د ۲۰۰۹ کال د اګسټ میاشت کی د هلمند په پوځی اډه لترنک کی جوړه سوې وه.

ښاغلی براون ویلی دی چی د برطانیی خلګ د پرمختګ د ډیرو شواهدو لیدل غواړی ترڅو وکولایسی میاشت په میاشت د بریالیتوب اټکل وکړای سی نه کال په کال.

یوازی یوه میاشت وروسته ښاغلی براون په لندن کی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیویډ میلیبنډ، جنرال مکرسټل، ادم مولن او د متحده ایالاتو د ګډ پوځی مشرانو د مشر سره یوه همډوله غونډه ونیول.

سیمون مکډونالډـ د بهرنیو چارو او دفاع پالیسی مشر د امریکایانو غوښتی چی پر ښاغلی بروان باندی د اچول سویی فشار ترڅنګ خواخوږی هم وښیی. ښاغلی براون په بیا بیا او جدی ډول د افغان ځواکونو د لاډیر رول لوبونی پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د تلیګراف له مخی ښاغلی براون ویلی دی چی دده چلینج د برطانیی د وګړو هڅول وه چی ورته روښانه کړی چی هلته لاره سته خو شرح او روښانه کوونه نسته.

دغه تلیګراف زیاتوی: د روزل سوو افغان پوځی ځواکونو د کموالی او د هغه مرګ ژوبلی له امله چی بطانوی پوځیانو ته رسیږی ددغه حالت سموونه یوه ستونزمنه چاره ده. ده یو ځل بیا یادونه وکړه چی د افغان ځواکونو و پیراخوالی او لا اغیزمنتوب ته ستره اړتیا سته.