خليل الله سروري / بېنوا کندهار
دعلامه رشاد بابا ( رح) د لومړۍ تلينې په اړه د علامه رشاد بابا ( رح) څلور اثره ( ادبي نثرونه ، دبېنوا ياد ، دكارنامو مېرمني او د ګلوګيډۍ ) داقتصادی مجبوریو له مخی په يوه ټوك كي د A E F ( افغان ښوونيزي روزنيزي موسسي ) په مرسته دكندهار دپوهني مطبعې له لاري زر ټوكه له چاپه راوتي دي .
چي دسر خبري يې د علامه رشاد اكاډيمي د مشر څېړنمل شيرشاه رشاد له خوا ليكل سوي دي .
لمړي اثر چي ۳۰ "ادبي نثرونه " لري ټوله ۶۰ مخه كيږي .
دوهم اثر " دبېنوا ياد " ۱۳ سر ليكه لري په ۴۲ مخو كې .
دريم اثر " دكارنامو مېرمني " لمړي برخه ده چي اووه نثري سرليكه او څلور نظمونه لري په ۵۷ مخه كې چاپ سوي دي .
څلرم اثر " دګلوګېډۍ " شعري اثر دى چي ۱۸ سر ليكه لري په ۴۸ مخه كې له چاپه رواتى دى .
د ا اثر ( 21x16) كچه لري چي پر لمړي مخ كيڼي خواته يې د علامه رشاد بابا ( رح) د لمړي تلينې په وياړ ليكنه سوې او د څلورو اثرو نومونه په غټو تورو پر هغه ليدل كيږي او د ليكوال نوم علامه اكاډ يمسين پو هاندعبدالشكور رشاد په كښته برخه كي راغلي . په بله پاڼه كي دسر خبري راغلي دي او دڅلورو اثرو ترتيب په لاندي ډول دى :
۱. ادبي نثرونه
۲. دبېنوا ياد
۳. دكارنامو مېرمني
۴. دګلو ګيډۍ
د وروستۍ پاڼي په دننه مخ كې د A E F ( افغان ښوونيزي روزنيزي موسسي ) له مشر ښاغلي حاجي نصيراحمد څخه چي ددغه كتاب لګښت يې پرغاړه اخستى د علامه رشاد اكاډيمي له خوا مننه او كور ودانى ويل سوى او دكتاب پر وروستي مخ ، دعلامه رشاد اكاډيمي له خوا زموږ غوښتنه ستاسو پېرزوېنه تر سر ليك لاندي د علامه رشاد اكاډيمۍ د ودانۍ د جوړښت او د ناچاپو كتابونو دچاپ له پاره دمادي او معنوي مرستو هيله سوې ده .
د كتاب د تر لاسه كېدو پته
:څلرم كور ، علامه حبيبي ( رح ) واټ ، سردار مدد خان چوك ، كندهار - افغانستان .
برېښناليك : Shershahr@yahoo.co.jp يا Khalilsarwari2005@yahoo.com
ګرځنده تليفونونه : ۰۷۹۸۵۰۳۳۴،۰۷۹۴۰۶۵۹۷،۰۷۰۳۰۵۰۰۶
افغان كتاب او قرطاسيه پلورنځي كندهار _ افغانستان
دګرځنده تليفون شميره : ۰۷۰۳۰۳۲۵۱
دبرېښناليك پته : Afghan_saq@hotmail.com
بانكي پته :
Kabul Bank
A/C Name : Shershah Reshad
A/C No : 001-004375-015
SWIFT : KABUAFKA
Cor. Bank : COMMERZBANK AG, FRANKFURT
Cor. A/C # 4008701047 00 USD
Cor. SWIFT :COBADEFF