/خوست
سپېدې لا نه وې چاودلې اسمان ورېځ و سوړ الوېښ الوت کله،کله به ،چې دباران څاڅکي دسړې سېلۍ سره پر وجود ولګېدل لکه په سخت لمریز اوړي کې داور سپرغۍ هومره احساس لره.د ورځینیو ډېرې ستړیا له امله په داسې درانده خوب ویده وم ،چې په خوب کې مې ټوله شپه خوبونه لیدل دورځې ټول جریانات مې په خوب کې دذهن په پرده تاوېدل راتاوېدل .ور په زوټه،زوټه وکړنګېده او معصومانه بونګارې مې تر غوږو شوې ناببره پاڅېدم په ښی لاس مې دکیڼ لاس نبض وکاته احساس مې کړه ،چې تبه لرم بیا مې هم غږ تر غوږ شو په منډه دروازې ته ورغلم له خلاصولو وړاندې مې غږ کړ څوک یې؟وایي زه یم .په غږ مې وپېژنده ،چې میروادې ده.دا دبرکلي کونډه او بوره ادې ده،څو زامن او خاوند یې کلونه وړاندې چا په ډېره ظالمانه توګه ووژل ،له یوه کوچني زوی سره یې د ویر په ټغر کېنوله .کله یې ،چې زامن او خاوند ووژل شو،نوتربورانو یې هم پسې را واخیسته،څوکوچنی زوی یې ووژني ،چې ميرات یې یوسي ادې پر زوی ډېر پام ساته ،خوبیا هم تربورو په ډېر چل اوفرېب د مرګ دارو ورته ورکړل ،رب وساته مړ نه شو.یوازې کم عقل او ډېر ساده شو.میروادې په ژړغوني غږ وویل زامنه موټر راباسه ناروغ مري ،ما د ډېرې ورخطایۍ له امله په منډه موټرچلن او راومې ویست بلاپوش او څادر رانه پاتې شول.ناروغ مو موټر ته پورته کړ د میروادې ساده زوی هم راخوت دزوی یې هم ستونی بندبند کېده او په ژړغوني غږ یې خبرې کولې .که څه هم ما ورته ډېره تسلي ورکوله ،چې انشاُالله ښه کيږي ما ورته خفه کېږئ.په خبرو خبرومو اوږده لار په داسې حال کې وهله ،چې دموټر وروستی سراعت وو.په لاره کې پوځي مسوولینو په زحمت نه کړو ځکه باران لا همغسې په شېبو،شېبو اورېده پوځیانو هم د ډېرو پوښتنو ،ګروېږنو تابیا نه لرله .مرکز ته را ورسېدو په دولتي روغتون مو سترګې ور پټې کړې ځکه ما داسې وانګېرله ،چې میرو ادې بې وزله ده ،څوزیات مصرف یې ونه شي .روغتون ته ورننوتوما موټر ودروه او دوی په منډه عاجل ځای ته لاړل زه هم له موټره راښکته شوم اسمان لا هم باراني وه ځای،ځای دملایانو اذانونه پیل شول .میروادې په بیړه راغله وایي ډاکتر نه را سره ځي ،چې ناروغ مو وګوري .زه په منډه ورغلم ادې ډاکتر ته دخدای روی ور وړي ،چې ناروغ یې وګوري ډاکتر وایي ،چې زه بې خوبه یم ناروغ دژوند او مرګ پر پوله پروت دی .میروادې په ژړا شوه ما له ډاکتر څخه په ډېر شریفانه انداز دناروغ د کتنې هیله وکړه خبره یې ونه منله په ما هم را برګ شو ما ،چې د میروادې پر مخ روانې اوښکې ولیدې حوصلې مې ځواب راکړ ډاکتر مې په ګرېوان کې راونیو یو ښه سوک مې ورکړ ډاکتر په ځمکه وغورځېده سپېڅلی طبي لباس یې په اوبو او خټو ککړشو موږ سره لاس او ګرېوان یو ،چې شور شو دناروغانو عوضان او نور ډاکتران راغلل موږ یې سره بېل کړو .د نورو ناروغانو خاوندانو پر ما د غیرتي ځوان یې افرین غږونه کول او مرګ په بې احساسه ډاکتر چيغې پورته کېدې