فتوا نمبر (۱) .
مستفتي : انجنر أمین الله حکمت .
پوښتنه :
ما يو کور په ګرو نيولئ دئ اوس پکي استوګنه هم کوم ، مخکي له دې مي هم د بعضو علمآء کرامو څخه پوښتنه کړې وه هغوۍ راته وويل چي په اوس عصر کښي نظر و مشکلاتو ته کوم مشکل نلري ، نو همدا وجه وه چي موږ هم کور په ګروي ونيوئ ، خو له بعضو کسانو څخه مي اوریدلي دي چي ګروي ښه نه ده ، نو که په دې هکله پوره معلومات راکړۍ ډیر به مو منندوۍ سم .
په درنښت
الجواب والله ملهم الصواب :
دکوم شي پښتنه چي محترم ورورانجنرحکمت صاحب کړې ده ودې ته دفقهي په اصطلاح کي او دارنګه له قدیمه په افغانستان کي هغه دبیع وفاپه نامه سره یادېږي .
دبیع وفاپه باره کي دحنفیه ؤ او شافعیه ؤ دمتقدمینو نظردادئ چي نده روا ؛ ځکه چي دابیع په حقیقت کي یوقسم دګروۍ دئ اودسود دپاره یوه حیله ده ، اوپه ګروي کي و ګرواخیستونکي ته په هغه شي سره نفع اخیستل جائزنه ده کوم چي دَی ئې له يوچاڅخه دګرو په توګه واخلي .
اومتاخرینوعلماؤ د خلګودتعامل اوضرورت او دعموم دبلوی په وجه بیع وفا جائز او روابللې ده ، او امام زیلعي کوم چي په حنفي علماؤکي په لوړه کچه عالم دئ ویلي دي : چي دمتاخرینوپر قول باندي فتوي ده اوصاحب نهر ویلي دي چي زموږ په علاقوکي خلګ یعني علماءاوعوام دزیلعي په قول باندي عمل کوي او په افغانستان کي هم له پخوا څخه علماؤ په اکثري ډول دغه قول دمتاخرینو او زیلعي معمول به ګرځولَئ دئ .
حاصل دادي که څه هم پاکستاني اکثرعلماء اودارنګه هغه افغاني علماء چي دپاکستاني علماؤ دلیکنو تر تاثیر لاندي راغلي دي دمتقدمینو دقول مطابق بیع وفا ناجائزه بولي ، خوزما تحقیق ودې حد ته رسېدلَي دئ چي بیع وفاجائزه اورواده ؛ ځکه داسي نورکارونه سته چي بایدروانه وائ خو د غلو دتعامل اوضرورت په وجه په اتفاق روادي لکه قرض اخیستل یاسلم وغیره ، خوالبته یوڅوک چي یوسرای یامکان یازمکه په ګروي اخلي یائې ورکوي نوباید دبیع وفا په لفظ سره عقدسره وکړي .
فقهي عربي عبارات :
بیع الوفاهوالبیع بشرط ان البائع متي ردالثمن یردالمشتري المبیع الیه وسمی بالوفالان المشتري یلزمه الوفابالشرط ویسمیه المالکیه بیع الثنیاوالشافعیه بیع العهدة والحنابلهة بیع الامانة ویسمی بیع الطاعة وبیع الجائز ، وعندبعض الحنفیة بیع المعاملة وذهب بعض المتاخرین من الحنفیه والشافعیه الی ان بیع الوفاجائز (موسوعه کویتیه ج۹ص۲۶۰) .
په فتاوی حقانيه (ج ۶ ص۱۲۸) کښي د بيع الوفآء په باره کښي په اردو ژبه کښي چي کوم عبارت راغلئ دئ ترجمه يې په دې ډول ده : د أصلي قواعدو له مخي دا معامله رهن (ګروي) ګرځي او له دغه مځکي څخه نفع اخستل حرام دئ ، او کچيري دا معامله بيع وبلل سي نو د مشروط والي په سبب به بيع فاسده سي ، خو په حالت د اضطرار او مجبوري کښي د بایع دپاره د متاخرينو په فتوی باندي د عمل کولو ګنجايش سته ، ليکن بېله يو سخت ضرورته له دې څخه اجتناب ضروري دي .
وفي الشامي (ج۵ ص ۲۷۷ کتاب البيوع ، باب الصرف ، مطلب بیع الوفا) ما حاصله : في بيع الوفآء قولان : الاول أنه بيع صحيح مفيد لبعض أحکامه من حل الانتفاع به ، الا أنه لا يملک المشتري بيعه . قال الزيلعي في الاکراه : و عليه الفتوی . و في النهر : والعمل في ديارنا علی ما رجحه الزيلعي .
حرره : أحقر محمد معين الدين أبولفضل .