فتوی نمبر (۸) .
مستفتي : شفیع الله :خاکسار.
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته .
که یو سړئ مړشي اوپه قبر کي ښخ شي نو دځمکي عذاب او سوال او جواب به یي په قبر کي وي .
۲ـ او که سړي په اور کي وسوزي ــــ یا په بم باندي والو زي ـــــــ یا په اوبو کي غرق شي او ماهیان یي وخوري سوال او جواب او د ځمکي عذاب به یي په څه ډول وي ؟
ستاسو نه ډیره مننه که زمونږ سوال ته مو جواب راکړ . وسلام په احترام مننه مننه مننه .
خداي(ج)دي وکړي چي تاسي زما سوال ته جواب راکۍ نو زه به بیا دوباره دیني پوښتني له تاسو نه وکړم .
شفیع الله :خاکسار.
الجواب و منه الصواب .
له مخه تر دې چي د ذکر سوي مستفتي صاحب د پوښتني جواب زه وکړم د مقدمې په ډول يوه خبره ذکر کوم ، هغه دا چي هغه څه چي د الله پاک د قدرت او علم په قابو کښي دي او هغه کارونه چي الله پاک يې کوي د انسان د ناقص عقل د احاطې او ادراک په قابو کښي نسي راتلاۍ ، دشريعت اسلامي ډيري خبري پدې ډول دي چي يو څو قرنه مخکي د انساني عقل په نظر کښي مستبعَدي معلوميدلې ليکن د موجوده عصر او يا د څه مخکي زمانې ساينسي ايجاداتو د هغو خبرو عقلي استبعاد له منځه يووړئ .
له دغي لنډي مقدمې څخه وروسته د محترم ورور د پوښتني وجواب ته راځم ، درشريعت اسلامي د أهل سنت والجماعت امامانو پخپلو معتمدو کتابو کښي داسي ذکر کړيدي چي يو څوک چي يو درنده او حيوان يې وخوري يايې د درياب ماهئ تير کړي ، او يا په دار راوځړيږي ، او يا په اور وسوځي ايره سي وهوا ته پورته سي ، پر هر تقدير باندي و الله پاک ته دده دبدن اجزاوي معلوم دي ، د درنده په نس کښي دده د بدن له اجزاؤ سره دده دروح تعلق پيدا کوي ، دده دبدن له ايره کړ سويو اجزاؤ سره دده دروح تعلق پيدا کوي ، پر دار سربيره دده له بدن سره دده روح تعلق نيسي .
ددغه تعلق په وجه دده د بدن اجزا او روح (که دَی صالح سړئ ؤ د عالم برزخ له ثواب څخه مستفيد ګرځي ، او که کافر يا ګنهګار انسان ؤ نو د عالم برزخ له عذاب څخه برخه اخلي .
کچيري موږ ته د قبر د عذاب په هکله د کوم ورور پوښتنه راورسيدله نو بيا به په دې باره کښي انشآء الله موږ مکمل شرعي تحقيق د مسلمانانو و مطالعې ته وړاندي کړو .
والسلام .
دمذکوره بيان د اثبات دپاره د ابن قيم جوزيه (رحمه الله) د «کتاب الروح ص ۷۸» دغه لاندي عبارت وګورۍ :
فصل : و ماينبغي أن يعلم أن عذاب القبر هو عذاب البرزخ فکل من ماتَ وهو مُستحق العذاب ناله نصیبه منه ، قُبِرَ او لم يُقبَر ، فلو أکلته السباعُ أو احرق حتی صارَ رمادًا و نصف في الهوآء ، او صُلبَ او غرَقَ في البحر وصل الی روحه وبدنه منَ العذاب ما يصل الی القبور .
حرره : أحقر المخلوقین محمد معین الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .