د بهرنيوځواکونولخوا دافغانستان دملکي خلکو وژنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42774
افـغان څـيـړنـيـز او مـشـورتـي مـرکـز
دخبریدو نیټه : 2011-03-09


لاملونه او د مخنيوې لارې چارې

• په افغانستان کې دملکي خلکو وژنې په غلطۍ نه بلکې قصدي او دولس پارول او د بحران ژورول دي،دملکی خلکو وژنه د هغه تکتيک برخه ده چې بهرنيان غواړي خلک راوپاروي  او دلته جګړه اوږده کړي
• افغان حکومت دې له بهرنيانو په کلکه او له ټولو ممکنو لارو دا غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې ديوه انسان د وژنې په اړه بايد ټوله هغه حقوقي پروسه بشپړه شي، لکه څرنګه چې په امريکا کې د يو کس د مرګ په اړه سرته رسيږي او لکه څرنګه چې د يو اروپايي د وژنې په اړه په اروپا کې بشپړيږي. په افغانستان کې هم د انسان ژوند ته هماغه درنښت او ارزښت ورکړل شي لکه څرنګه چې په اروپا او امريکا کې د يو انسان وژنې ته ورکول کيږي
• افغان حکومت دې په افغانستان کې د ملکي خلکو د وژنې په اړه يو نړيوال کانفرانس را وغواړي، په دې کانفرانس کې بايد نړيوالو ته وويل شي، چې دلته نړيوال ځواکونه په څومره بې رحمۍ ملکي خلک وژني، له نړيوالو بايد وغوښتل شي چې په افغانستان کې د ملکي خلکو دوژنې د مخنيوۍ په خاطر افغانستان سره مرسته وکړي او امريکا او ناتو دې ته اړباسي چې د جګړې د نړيوالو قوانينو او د بشري حقونو درناوى وکړي
• د افغانستان خلک، سياسي ګوندونه مدني ټولنه، قومي مشران او سپين ږيري د يو ملي کمپاين له لارې په افغانستان کې د ملکي خلکو د وژنو پرخلاف غږ پورته کړي

 

له کله نه چې افغانستان ته نړيوال ځواکونه د ترهګرۍ پرضد د جګړې په نوم راغلي دي په پوځي عملياتو کې د ملکي خلکو وژنه روانه ده په ودونو بمبارۍ شوي، په جنازو بمبارى شوي، په کلو او بانډو بمبارۍ شوي او د تلاشيو پرمهال او د نورو پوځي عملياتو پرمهال بې شماره ملکي خلک، ښځې او ماشومان وژل شوي.
يواځې په تيرو دوه اونيو کې امريکايي پوځونو لومړى د کنړ ولايت د غازي اباد په ولسوالي کې ٦٥ تنه ملکي کسان چې زياتره يي ښځې ا و ماشومان وو، ووژل او بيا څو ورځې وروسته يي يو ځل بيا د همدې ولايت د ماڼوګي په سيمه کې ٩تنه تنکي ماشومان ووژل او يو تن يي ټپي کړ.
که په پوځې عملياتو کې د ملکي خلکو د وژنو بهير په ځير وکتل شي نو جوتيږي چې  په قصدي توګه عام خلک وژل کيږي،  دا وژنې نه خو د تخينکي غلطيو له امله دي او نه هم د نه همغږۍ او يا ناسمو مالوماتو له امله، په هغه بحث کې چې افغان څيړنيز اومشورتي مرکز د کب په لسمه نیټه په دې اړه جوړ کړى، د بحث ګډونوال په دې باور وو چې دا وژنې سيستماتيکي او قصدي وژنې دي نه سهوي او يا په پوځي عملياتو کې ضمني تلفات. په کلو او بانډو او هغه ځايونو بمبارۍ چيرته چې ملکي خلک اوسيږي تخينکي غلطي نه بلکي د يوې سنجول شوې او منظمي پاليسۍ برخه ده. که يواځې د کنړ د هيلګل او ماڼوګي په کلو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه خلکو د وحشيانه وژنې څرنګوالې و پلټل شي مالوميږي چې هيڅ دليل او هيڅ جواز وجود نه درلود چې دلته بمبارۍ شوې وى. يانې په دواړو ځايونو کې دا يو قصدي عمل وو نه يوه عملياتي سهوه.
يانې
• په مجموع کې کيداي شي د ملکي خلکو وژنه د هغه تکتيک برخه وي چې بحران  دوام وکړي  او بهرني ځواکونه  وکولاي شي په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي
• بهرنيان ښه پوهيږي چې څرنګه کولاي شي د افغانستان خلک وپاروي. د ملکي خلکو وژنه. ړندې بمبارۍ او پخپل سر د کورونو تلاشۍ د خلکو د پارونې عمده وسيله ده، بهرنيان په سيمه کې دخپلو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر غواړي افغانستان او په ځانګړي توګه د ډيورنډ کرښې دواړه غاړې نا ارامه وساتي، د ملکي خلکو د وژنې ترټولو زياتې پيښې همدلته پيښيږي او نتيجتاً د بهرنيانو په وړاندې ترټولو زيات مخالفت هم همدلته راپيدا کيږي، د انتحاري عملياتو يوه انګيزه هغه کرکه اوانتقام غوښتنه ده چې بهرنيان يي د ملکي خلکو د وژنې له لارې په دې سيمه کې توليدوي،  د دې جګړې داخلي انګيزه بايد ورکه نشي، تر څو بهرنيان وکولاي شي دلته خپل حضور ته دوام ورکړي او سيمه کې خپلو اهدافو ته رسيدلو لپاره سيمه نا ارامه او کړکيچنه کړي.
• امريکا دخپلو اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر په افغانستان کې يو کمزوري دولت ته اړتيا لري، چې مشروعيت يي تر سوال لاندې وي، دخلکو او حکومت ترمنځ فاصله وي او حکومت يواځي په بهرنيانو متکي وي، ترڅو بهرنيان وکولاي شي خپلې ټولې غوښتنې پرې ومني. د بهرنيانو لخوا د ملکي خلکو وژنه هم پر افغان حکومت دخپلو شرايطو د تحميل او هم د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن د رامنځ ته کولو يوه وسيله ده.
نو:
• افغان حکومت دې له بهرنيانو په کلکه او له ټولو ممکنو لارو دا غوښتنه وکړي چې په افغانستان کې ديوه انسان د وژنې په اړه بايد ټوله هغه حقوقي پروسه بشپړه شي، لکه څرنګه چې په امريکا کې د يو کس د مرګ په اړه سرته رسيږي او لکه څرنګه چې د يو اروپايي د وژنې په اړه په اروپا کې بشپړيږي. په افغانستان کې هم د انسان ژوند ته هماغه درنښت او ارزښت ورکړل شي لکه څرنګه چې په اروپا او امريکا کې د يو انسان وژنې ته ورکول کيږي.
• افغان حکومت دې په افغانستان کې د ملکو خلکو د وژنې په اړه يو نړيوال کانفرانس را وغواړي، په دې کانفرانس کې بايد نړيوالو ته وويل شي، چې دلته نړيوال ځواکونه په څومره بې رحمۍ ملکي خلک وژني، له نړيوالو بايد وغوښتل شي چې په افغانستان کې د ملکي خلکو دوژنې د مخنيوۍ په خاطر افغانستان سره مرسته وکړي او امريکا او ناتو دې ته اړباسي چې د جګړې د نړيوالو قوانينو او د بشري حقونو درناوى وکړي
• د ملکي کسانو د وژولو دوسيې بايد ترپايه تعقيب شي او عاملين يي بايد د نړيوالو قوانينود احکامو سره سم محاکمه شي
• حکومت په يواځې توګه نشي کولاي په افغانستان کې د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونيسي، په افغانستان کې د ملکي خلکو د تلفاتو د مخينوې لپاره اړينه ده چې د افغانستان خلک، سياسي ګوندونه مدني ټولنه، قومي مشران او سپين ږيري د يو ملي کمپاين له لارې په افغانستان کې د ملکي خلکو د دژنو پرخلاف غږ پورته کړي، دا غږ بايد د ټولې نړۍ خلکو ته ورسول شي چې په افغانستان کې څه تيريږي، زموږ خلک، ميډيا مدني ټولنه سياسي ګوندونه بايد د يو ملي کمپاين په ترڅ کې په افغانستان کې د انسان د بې ارزښتوب په وړاندې معافيت له منځه يوسي.
په طالب ، حزب اسلامي  او په هغه  ټوپک سالارانوچې د قومي اوژبنيو تعصباتو له مخې د افغانستان په نورو سيمو کې خلک وژني هم بايد دا غږ وشي چې ستاسي د وژنو له امله په افغانستان کې دوژنې او جنايت په وړاندې معافيت رامنځ ته شوي. په افغانستان کې بايد جګړه ودرول شي، دلته که هرڅوک په هرنامه جګړه کوي پايله يي د افغانستان دخلکو وژنه ده.