په اوسلو کې ادبي ناستې غونډه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42778
آټک یوسفزئ
دخبریدو نیټه : 2011-03-08


د تېر په څېر يو ځل بيا د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کې پرون د افغان ادبي ناستې يو شمېر غړيو د خپلو مياشتينيو ادبي غونډو په تړاوو ، خپله وروستۍ ادبي ناسته د ښاغلي زهير پکتين په کوربتوب تر سره کړه ٠
تر بسم الله وروسته د ادبي ناستې ځانګړې غونډه د ښاغلي ډګروال محمد اسحق امانزي په داستاني اشعارو پيل شوه ، چې د ګډونوالو د تاودو بحثونو په پايله کې د ښاغلي امانزي منظومې داستاني طرحې وستايل شوې او ترې هيله وشوه چې د پښتو ادب دا خورا زوړ دود يو ځل بيا لکه د ( فرهاد او شيرينۍ ، ادم خان او درخانۍ) او يو شمېر نورو تاريخي او فلکلوري زړو داستانونو ته ورته په نويو کيسو او مسايلو را تاند او دود کاندي ٠
پورتنۍ ناسته چې په ځايي وخت پر ٥ بجو پيل شوې وه دشپې ٨ بجو پای ته ورسېده او د راتلوونکې غونډې په اړه پرېکړه وشوه چې پسرلنۍ مشاعرې ته به که خدای (ج ) ځانګړې وي