په لاس سره استمناء او قضا د شهوت .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42792
دارالافتآء : أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-10

 فتوی  نمبر (۱۰)  .

مستفتي   :               مطیع الله " شیرزاد .
ځائ             :


سلام   :  بعد له سلامه په ډیري بخښني غښتولو سره ستاسي مخي ته مونږه یو سوال گدو ، هیله ده چی جواب راته راکړۍ .
 هغه دا چي که چیری یو نفر مجرد وی او دلاس څخه کار اخلی نو د ده  دپاره گناه شته او که نه؟


الجواب وهوالموفق للصواب ـ
يوسړئ  چي بې له عذره  استمنا باليدوکړي يعني  خپل عضومخصوص په لاس سره مښي ترڅوچي مني ورڅخه راووزی اوانزال سي ، نودامام اعظم ابوحنيفه رحمه الله په نزد دغه کاردده ناروا او مکروه تحريمي  دئ ،  په دليل ددې قول دخدائ پاک چي «والذين هم لفروجهم حافظون ، الاعلي ازواجهم او ما ملکت ايمانهم فأنهم غيرملومين » سورة المعارج ـ 
ځکه چي په دغه آيت کي ومسلمانانو ته دا هدايت موجوددئ چي قضادشهوت به صرف اوصرف له خپلي  ښځي اوياله خپلي مينځي سره دوطی له  لاري کيږي ، اوبله داوجه هم ده چي په دغه کارسره  بې ځايه ضائع کېدل دمني راځي کوم چي دانساني نسل دتولد اصلي ماده ده اودارنګه تهييج اوراپارول دشهوت بې ضرورته په دغه کارسره راځي  .
 اوکچيري  ودې کار ته کوم مجبوريت پيداسي مثلايوسړئ ښځه نلري يايې لري خوپه داسي ځای کي شهوت باندي غالبه سي چي ترخپلي ښځي پوري نسي رسېدلاۍ اویايودم له دووبلاووسره مخامخ سي چي يابه دلاس په ذريعه قضادشهوت سرته رسوي اويابه   زناکوي نوپه دغه وخت کښي دلاس په توسط سره قضادشهوت سرته رسول پرده باندي واجب ده   (ابن عابدين  ج۲ ص۱۰۰ ) .
اوعبارت دفتح القديرپه دې باره کي په دې ډول دئ  «فان غلبته الشهوة ففعل ارادة تسکينها فالرجاء ان لايعاقب » .
اودامام مالک اودامام شافعي (رحمهما الله)  مذهب په دې باره کښي دادئ چي دغه کارحرام دئ  ودغه سړي ته به اسلامي حکومت تعزير ورکوي  ( الخطاب ج۶ ص۳۲۰ / الدسوقي ج ۱  ص   ۱۸۳ / روضة الطالبين ج۱۰ ص۹۱ / نهاية المحتاج ج۳ص۱۶۹ )  .
اودامام احمد بن حنبل رحمه الله مذهب په دې باره کښي دادئ چي داکار بې حاجته اوبې عذره حرام دئ اوموجب دتعزيردئ  .
اويوروايت له امام احمد صاحب څخه داسي راغلئ دئ  چي استمنا باليد حرامه ده  که څه هم دزنا بېره وي    (  الانصاف ج۱۰ ص۲۵۱ / کشاف القناع  ج۵  ص۱۸۸ )  .
والسلام ومن الله التوفيق ـ
حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .