فتوی نمبر (۱۲) .
مستفتي : عطآء الله ننګ .
ځائ : ولايت ننګرهار ، ولسوالي کوټ د بري شګي کلئ .
دبینواڅخه په مننی چی داسی زمینه یی مساعده کړه چی لدی لاری خلک خپل ټول اسلامی مسئلې حل کولئ شي .
ځما دوهمه پوښتنه دمړی داولی ورځي دخیرات په اړه ده ، کوم چي یواختلافي شکل يې غوره کړئ دئ ، که پدې هکله لږ معلومات راکړۍ نوخوښ به شو .
الجواب برحمة ملهم الصواب
پوه سه ! چي د مړي د مرګ په اوله يا دوهمه او دریمه ورځ چي د مرده په کور کښي کومه ډوډۍ و خلګو ته ورکړه سي نو دغه ډوډۍ ورکول د مرده د وارثانو د نيت په اعتبار او دارنګه د هغو خلګو په اعتبار چي د مرده په کور کښي په دغو ورځو کښي ډوډۍ وخوري دوه قسمه دئ چي هر يو يې ځانته ځانته حکم لري ، ددغو دوو قسمو له فرق او پرېکړون څخه چي کوم خلګ ناخبره وي نو په دې باره کښي په يو قسم او بل قسم فتوی ورکولو سره مبتلا کيږي کومه چي له شريعت سره مخالفت لري .
ددغو دوو قسمو ډوډۍ ورکولو تفصيل پدې ډول دئ : چي اول قسم يې دادئ چي خلګ د مرده د کورنۍ بې غوښتني د مړي وکور ته سره راجمع سي او په کوټه (بېټک) کښي ناست وي نه ولاړيږي ، او وخت د ډوډۍ راسي نو د مړي د کور خلګ مجبور سي و دوۍ ته ډوډۍ ورکړي ، او يا د مرده د کور خلګ د رسم او رواج په مراعت يا له خپلو سيالانو سره د سيالۍ او مقابلې په خاطر ، او يا پدې خاطر چي خپل ځانونه په ميړانه سره مشهور کړي ، يا پدې وجه چي د خلګو په خیال کي بېکاره او بخيلان او پر مرده باندي بې شفقته ورنسي ، نو په کور کښي ډوډۍ تياره کړي او خلګ راوغواړي او ډوډۍ ورکړي ، دغه قسم ډوډۍ ورکول د مرده په کور کښي وخلګو ته شرعًا ناجائز او ممنوع کار دئ .
کوم روايتونه چي هغه پر دې باندي دلالت کوي چي تر درو ورځو پوري د مړي په کور کښي ډوډۍ خوړل ممنوع دي د هغو روايتو محمَل أصلا دغه مذکور ډول ډوډۍ ورکول يا خوړل دي .
دلته يو بل قسم په دغو درو ورځو کښي د مړي په کور کښي ډوډۍ ورکول يا خوړل دي چي له ډيره وخته د امام أعظم (رحمه الله تعالی) د مذهب مسَلـّم او مقبول علمآء يې په جواز او نه جواز کښي اختلاف سره لري هغه دادئ چي د مرده کورنۍ په مرده پسي خالص د خيرات په نیت ډوډۍ برابره کړي او خلګو ته دعوت ورکړي ، خو و غنیانو او فقيرانو ودواړو ډلو ته دعوت ورکړي ، دغه ډول ډوډۍ د مرده په کور کښي ځيني علمآء په ذکر سوي ممنوع قسم کښي داخلوي او ناروا يې بولي ، او ځيني يې بیاروا بولي ، پدې باره کښي ډيري سختي مناظرې هم د برجسته علمآؤ په منځ کښي سره سويدي ، او ځما د معلومات مطابق په دغو مناظرو کښي هغه علمآء غالبه سويدي چي په جواز ددغه قسم ډوډۍ يې قول کړئ دئ .زماتحقیق هم په دې باره کي په دې وجه چي دفقهي په کتابوکي داخبره سته چي وغني سړي هم یوشي په خیرات کي ورکول صحیح دۍ ددغه دوهم قسم علماؤقول تائیده وي
(۲) دوهم قسم د ډوډۍ ورکولو د مرده په کور کښي دادئ چي د مړي کورنۍ ډوډۍ برابره کړي د خيرات په نيت او خالص مسکینان ودغه ډوډۍ ته راولي ، دغه قسم ډوډۍ ورکول په مرده پسي د خيرات او تصدق يو قسم دئ ، او په جواز ، فضیلت او ښه والي کښي يې هيڅ شک نسته .
شرعًا د مړي کورنۍ بايد د مرده له مرګ څخه وروسته تر اوو ورځو پوري پرلپسې به مرده پسي يو ډول تصدق او خيرات کوي ، که يې اوه ورځي په وس نه ؤ پوره نو په درو اولو ورځو کښي باید خيرات پسي وکوي ، او که يې دا هم په قدرت نه ؤ نو صرف په اوله ورځ دي خيرات پسي وکړي ، او که يې دا هم په وَس نه ؤ پوره نو بيا دي په دې ډول دوه رکعته لمونځ وکړي چي په هر رکعت کښي له الحمد لله څخه وروسته يو واري آية الکرسي او ۱۰ لس واره سورت دتکاثر ووايي ، بيا چي کله له لمانځه څخه فارغ سي نو دي داسي دعا وکړي چي اې خدايه ! دغه لمونځ ما وکړ او ته عالم يې پدې باندي چي د څه دپاره مي وکړ ، اې خدايه ! ثواب ددې لمانځه و قبر ته د فلاني مرده ورسوې .
په يوه حديث شريف کښي راغلي دي چي تر اولي شپې سخته شپه پر مړي باندي نه راځي ، نو تاسي رحم کوۍ پر مرده ګانو خپلو باندي په يو شي سره له صدقې او خيراته .
په دې اړه د معتبرو کتابو عبارات مطالعه کړۍ چي په لاندي شرحه دي :
۱ )في المضمرات : «ویتصدق الولي بنية الميت سبعة أيام ، فان لم يستطع فثلثة أيام ، فان لم يستطع فيوم واحد » . ۲)وفي شرح شرعة الاسلام ص ۵۷۸ : « والسنة أن يتصدق ولي الميت قبل المضي ليلة الاولی بشئ مما تيسر له ، فان لم یجد شيئا فليصل رکعتين يقرء في کل رکعة فاتحة الکتاب و آية الکرسي مرة و سورة التکاثر عشر مرات ، فاذا فرغ قال اللهم صليتُ هذه الصلاة و تعلمُ ما اردتُ بها ، اللهم ابعث ثوابها الی قبر الفلان الميت ، فان الله تعالی يعطيه ثوابها جزيلا ونورا و حسنة و درجة وشفاعة ، ويستحب أن يتصدق عن الميت بعده الی سبة أيام کل يوم بشئ ما تيسر » . ۳) وفي أشعة اللمعات شرح مشکوة ج۱ ص۷۶۳ : « ومستحب است که تصدق کرده شود از ميت بعد از رفتن او از عالم تا هفت روز » . ۴) في المتانة من المصابح : « قال النبي (صلی الله عليه وسلم) لايأتي ليلة اشد علی الميت من اول الليلة ، فارحموا موتاکم بشئ من الصدقة » . ۵) في الهندیة ج۵ ص ۳۴۴ : «و ان اتخذ طعاما للفقرآء کان حسنا اذا کانت الورثة بالغين و فان کان في الورثة صغیر لم يتخذوا ذلک من الترکة ، کذا في التتارخانية » .
البته لکه څرنګه چي د فتاوی هنديې په دغه مذکور عبارت کښي راغلي دي که د مرده په وارثانو کښي صغیر (کوچنئ ) نابالغه موجود ؤ نو بيا به د مړي له پاته سوي مال څخه کوم چي ترکه ورته ويله کيږي په مرده پسي بايد تصدق ونکړ سي ، بلکي بالغ وارثان دې له بلي لاري څخه روپۍ پيدا کړي او په مرده پسي دي له هغو څخه خيرات کوي .
تنـــــــــــــــــبيه :
په موجوده وخت کښي چي د مرده وارثان په مړي پسي اوم يا پوخت خيرات کوي ، مثلا غوايي راولي حلال يې کړي بيا يې پوخ کړي او په خلګو يې وخوري او یا يې غوښي په کلي کښي تقسيم کړي ، څرنګه چي ما پدې باره کښي د خلګو د ارادو او نيتو پوره څيړنه کړېده او بلکي و هر چاته څرګنده ده ، نو د هغه څيړني حاصل دادي چي په دغو خیراتو کښي به د يو نادر سړي نیت صفا وي أکثر دداسي خيراتو پر رسم او رواج او پر غلطو فکرو او نيتو باندي بنا دي نو ښه خبر داده چي له دغه لاري څخه پرته له نورو لارو څخه تصدق او خيرات په مرده پسي وکړ سي ، او که يو څوک بيخي په خپل ځان باندي باوري ؤ اوپه نيت کښي مخلص ؤ نو بيا ددغه قسم خيرات په ښه والي کښي هم هيڅ شک نسته .
والسلام .
حرره : أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .