د احمد د خور نکاح دده درضعي خور دورور سره روا ده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42816
دارالافتاء : ابوالفضل -
دخبریدو نیټه : 2011-03-11

د احمد د خور نکاح دده درضعي خور دورور سره روا ده  .
فتوی نمبر (۱۴)  .  

مستفي   :        Ahmad 


پوښتنه   :
کچيري أحمد د فاطمې د مور شيدې وخوري نو د أحمد د خور نکاح د فاطمې د ورور سره جواز لري که نه  ؟


الجواب برحمة ملهم الصواب  :
ستا د پوښتني د حل  دپاره يوه عامه قاعده د يو مثال  په شکل کښي ذکر کوم  ، هغه داده  چي  يوه ښځه ده چي زینبه نوميږي خالص ځامن لري ، او يوه بله ښځه بیا چي کريمه نوميږي  خالص لوڼي لري ، کريمې د زینبې و ځوۍ ته شيدې ورکړې ، نو د کريمې ټولي لوڼي حرامي دي پر دغه يوه هلک باندي ، او د کريمې ټولي لوڼي و هغه نورو ځامنو ته د زينبې روا دي چي په نکاح يې کړي  .
دارنګه که زينبې (د ځامنو مور) و يوې لور ته د کريمې تئ ورکړ ، نو د کريمې دغه لور حرامه ده و ټولو ځامنو ته د زينبې چي په نکاح يې کړي  ، او نوري لوڼي د کريمې  روايښت لري و ټولو ځامنو ته د زينبې  .
(لسان الحکام علی معين الحکام ص ۱۱۵ ) . 

حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .