كندهار: د ۴ مزدوركارو څخه غوږونه پرې سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42820

دخبریدو نیټه : 2011-03-11

لودين : كندهار

نامعلومو وسله والو د كندهار په ژيړۍ ولسوالۍ كي اته تنه  مزدور كاران چي په يوه پرمختيايي پروژه كي يي ساختماني كارونه كول نيولي چي څلور يي تر نيولو وروسته خوشي كړي او د څلورو تنو څخه يي چي يو يي سپين ږيرى او دري يي ځوانان دي يو يو غوږ پري كړى دى .
ياد كسان د بادغيس ولايت اوسيدونكي دي او د تيرو دوو كلنو راهيسي يي د ژيړى ولسوالۍ په كمپونو كي ژوند كاوه .
زيانمن كسان چي د جمعي په ورځ د ولايت په مطبوعاتي دفتر كي خبريالانو ته وښودل سول ويل يي چي دا كار وسله والو طالبانو ور سره وكړ
ددوي په وينا په ياده  پرمختيايي پروژه كي يي د مجبورۍ له مخي كار كاوه .
يادو كسان چي خپل غوږونه يي د لاسه وركړي وه ډير خواشيني وه او ويل يي تر دي چي وژلي او حلال كړي واى ښه وو نه دا چي د دوۍ ځوانۍ يي خرابي كړې .


نوموړي وايي :

 (( په ژيړۍ ولسوالۍ كي مو د خښتكارۍ كار كاوه ، د چهارشنبي په ورځ مو مازيګر كار خلاص كړ اته كسه وو په زرنج كي سپاره سوو كورونو ته تلو  چي پر موټرسيكلنو باندي وسله وال كسان راته ودريده او داسي ځاى ته يي بوتلو چي هلته كورنه نه وه يوازي كوچيان اوسيدل د دوو غرونو منځ وو  ، نه پوهيدو چي كوم ځاى وو نوم مو يي نه وو زده ، دغه كسانو چي وسلي ورسره وي ويل تاسو ولي د دولت او خارجيانو كار كوى ، تاسي كافران ياست، ويل اوس مو حلالوو غټي غټي چړي او چاقوګان ورسره وه ، زرنج موټرسيكل يي چي زموږ هم نه وو د بل چا څخه مو  امانت اخستى وو وسوځوى ، بيا يي زموږ څلور كسانو څخه يو يو غوږ پري كى ، وروسته يي خوشي كړو او څلور تنه چي كوچنيان وه په هغوى څه نه وكړه ، ويل يي تاسي ولي د تارياكو پوجي نه كوى ، موږ ويل د هغه پيسي لږ ي دي  ، جلا وطنه خلك يو دغه كارونه چي د ورځي پنځه سوه افغانۍ راكوي د مجبورۍ څخه كوو ، اوس موږ ډير ځوريږو ، يو غوږ مو نسته ژوند مو خراب سو ، موږ غواړو چي نوموړي كسان ونيول سي او سزا وركول سي ، ددي وروسته هم دغه كار كوو چي دوۍ يي موږ ته له كبله سزا راكړه ځكه مجبوره يو ، هغه كسان چي زموږ څخه غوږونه پري كړه كوچيان وه  ))


كندهار والي توريالي ويسا چي د نوموړو كسانو سره يي د خواخوږۍ په موخه وكتل او نقدي مرسته يي هم ورسره وكړه دا كار غيرانساني او غير اسلامي وباله .
كه څه هم زيانمن كسان  او كندهار والي د ياد كار لاملين وسله وال  طالبان بولي خو خپله وسله وال  طالبان د دوۍ له لوري دا پيښه ردوي .

دا ټول هغه كسان دي چي غوږونه يي پري سوي دي