خاوند باید له خپلي ښځي څخه څونه موده مسافر سي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42821
دارالافتاء : ابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2011-03-11

خاوند باید له خپلي ښځي څخه څونه موده مسافر سي  .
فتوی نمبر (۱۶)  .

مستفتي        :         داکتر لایق زاده ، اجنبي


زما له طرفه درانه سلامونه قبول کړئ زۀ ستاسو د ویب پانړی څخه ډیره مننه کوم چی خلکو ته یئ دخپلو مسائلو حل کولو زمینه مساعه کړی ده.
بعد له سلامه زۀ یو سوال لرم که چیری مو لږ معلومات راکړل نو یو جهان مننه به وی.
ډیره بښنه غواړم خو بیاهم باید چی ځان خبرکړو.
سوال 1:آیا که چیری یو سړی دخپلی ښځی سره بی حده مینه ولری او دومره بی حده مینه ولری چی هغه مسافری ونشی کولای نو د دۀ دپاره څومره وخت مسافری کول پکار ده چی تیره یی کړی که په دی مو راته لږه رنړا واچوله نو مهربانی به مو وی.

 

الجواب برحمة ملهم الصواب  :
د ښځي د هغو حقوقو له جملې څخه کوم چي پر ميړه باندي يې لري ، او ميړه د هغو حقوقو په ورپوره کولو سره مکلف دئ يو حق د وطي (جماع) دئ ، البته د أمت مسلمه د څلورو امامانو پخپل منځ کښي ددغه حق په ارتباط پدې باره کښي اختلاف موجود دئ چي واجب دئ او که له جملې څخه د احسان او حسن معاشرت دئ  ، او بيا که واجب سي نو په څونه موده کښي ښځه ددې حق لري چي خاوند ددې بايد ددې سره وطي وکړي  .
په دې باره کښي اول د اسلام د دوهم خلیفه حضرت عمــــــــــــــــر فاروق (رضي الله عنه) او د يوې ښځي و قصې ته بايد توجه وکړو   ، ابن جوزي (رحمه الله) د خپل کتاب «مناقب أمير المؤمنین عمر بن الخطاب » په ۸۸ او ۸۹ مخ کښي دا قصه پدې ډول بیان کړېده   :
چي يوه شپه حضرت عمر له خپل ځایه څخه راووتئ د مدينې منورې په ښار او کوڅو کښي ګرځيدئ ، او دغه کار به ده مبارک بیخي ډير کوئ یعني ددې دپاره چي د مظلومانو ، بېچاره ګانو له حالاتو څخه څه ناڅه معلومات ورته حاصل سي ، پدې جريان کښي ناڅاپه پر يوه ښځه باندي راغلئ چي دروازه يې په ځان پسي تړلې وه او دا شعرونه يې ويل  (يعني پدې وجه يې دا شعرونه ويل چي ميړه يې په سفر تللئ ؤ ، او دغه سفر يې د غزا سفر ؤ چي د حضرت عمر په حکم يې تر سره کړئ ؤ ) :
تطاولَ هذا الليل تسري کواکبه          و أرقني أن لا ضـــــــــجيع الاعبــه
ألاعبه طورا وطورا کــــــــــــأنما            بدا قمر في ظلمة الليل حـــــاجبه
يُسَر به مَن کان يلهو بقـــــــــــربه             لطیف الحشی لا تجتويه أقاربه
فوالله لو لاالله لا شئ غيــــــــــره              لينقض من هذا الســـرير جوانبه
و لکنني أخشی رقيبا موکــــلا             بأنفســـنا لايفـــتر الــــــدهر کاتبه

دې ښځي په دغو شعرو کښي د خپل میړه د ميني او د مسافرۍ په وجه خپله پرديسي ښکاره کړېده ، او دې ښځي دا هم وویل چي ځما ددغه وحشت او ځما د میړه د غایبوالي مسؤليت به د عمر پر غاړه وي  ، يعني هغه به الله پاک له دې څخه وپوښتي .
حضرت عمر فاروق ولاړ ؤ او د ښځي دغه ټول شعرونه او اخیري وينا يې په خپلو غوږو واوريدله ، حضرت عمر في الحاله ورته وويل چي الله دي رحمت درباندي وکړي ، بيا يې ودغي ښځي ته جامه او نفقه وروليږله او خط يې وروليږئ چي خاوند به دي ژر تر ژره راسي  .
ودغي قصې ته ورته يې په يوه بله شپه کښي له یوې بلي ښځي څخه هم دغه شکايت واوریدئ ، حضرت عمر له ډيره أفسوسه څخه د أف !!! کلمه وويله او دستي د خپلي لور حضرت حفصې (رضي الله عنها) وکور ته راغلئ ، لور يې ورته وويل چي په دغه نيمه شپه کښي څنګه راغلې خدائ دي خير کړي  ؟   ده ورته وويل چي اې لورکيه ! په څونه وخت کښي ښځه د ميړه و نزديکت ته محتاجه کيږي ؟  هغې ورته وويل چي په ۶ شپږو مياشتو کښي  !  .
بيا به حضرت عمر فاروق تر ۶ مياشتو بالابود اجازه وهيچاته نه ورکوله چي به مسافری کښي يې د غزا په لاره کي تيره کړي    .

د امام أعظم أبوحنيفه (رحمه الله تعالی)  د مسلَک مطابق ابن الهُمام کوم چي د أحنافو بيخي د لوړي کچي امام او ټول أمت مسلمه منلئ دئ په خپل کتاب «فتح القدير ج۳ ص ۳۰۲» د ښځي د وطي په باره کښي داسي فرمايلي دي چي ميړه به د ښځي د وطي حق د «ایلآء» د مودې و اندازې ته نه رسوي کوم چي ۴څلور مياشتي ده   .
د کتاب عربي عبارت پدې ډول دئ   :
و يجب أن لايبلغ به مدة الايلآء الا برضاها و طیب نفسها  (فتح القدير ) . او پدې باره کښي د مذاهبو د تفصيل په اړه «الموسوعة الکويتية  ج ۴۴ ص ۳۶ ــ ۳۷» مطالعه کړۍ  .

والسلام   .

   حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .