د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) د روضې ز یا رت .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42845
دارالافتآء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2011-03-12

فتوی نمبر (۱۷) .

مستفتي   :        داؤد اڅګزئ     .
ځائ              :     

 

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته  .
محترم مفتي صاحب تاسي ته ښه معلومه ده چي نن صبا یوه داسي ډله هم سته چي له سفره و زيارت ته د رسول أکرم (صلی الله عليه وسلم) هم منکر دي ، که تاسي پدې مسئله کښي تحقيق وکړۍ ډيره مهرباني به مو وي   !! والسلام   .

الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .

د کوم چا چي ازلي خسارت او شقاوت په برخه وي ، او (په عنوان کښي د تابعدارۍ د قرآن او سنت او د شريعت ) د قرآن اود سنت نبوي او د شريعت محمدي دښمنی کوي نو هغه خلګ به له دې څخه انکار کوي چي د رحمة للعالمين پیغمبر (صلی الله عليه وسلم) د زيارت په نيت دده مبارک وروضې ته ورتلل د انسان د سعادت او نيکبختۍ ، او د لوۍ اجر او ثواب باعث او سبب دئ  .
په دې باره کښي زه د أمت مسلِمه د هغو علمآؤ نظرونه درته ذکر کوم چي پدې باره کښي يې ورکړيدي ، او دارنګه په اسلامي شريعت کښي د عمده ترينو کتابو صفحه وار ذکر هم درته کوم چي په هغوۍ کښي پدې هکله مفصل توضيحات سويدي ، او دارنګه اثبات د مشروعيت د زيارت د نبي (عليه الصلاة والسلام) په قرآن او حديث دواړو سره درته کوم ، او سربيره پر دې له دغه مقدس کار څخه چي کوم خلګ انکار کوي د هغوۍ دليل او د هغوۍ ددليل جواب هم درته ذکر کوم  .
د چاچي حق مقصد وي نو هغه دي ځما په دغه بيان عمل وکړي او د پالتو او بېځایه خلګو په خبرو دي پروا نکوي   ، او د چا چي حق مقصد نه وي بلکي د حق او باطل یو له بل سره ګډول ، او په اسلام او مسلمانانو کښي يې اختلاف او فتنه اچول مقصد وي له هغوۍ سره ځموږ کار نسته ، که ښه وايي او که بد ، موږ د دوۍ په باره کښي پدې سره اکتفا کوو چي بس ددوۍ دپاره همدغه الهي سزا کافي ده چي  له ټول أمت مسلِمه او سواد أعظم څخه يې مخالفه او تنها لار غوره کړېده  .
اوس و مطلب ته راځم   ، محترمو وروڼو ! په ښه دقت او غور سره دا بيان مطالعه کړۍ ، او د حافظ (رحمه الله) ددغه بيتو مضمون هم له ځان سره محفوظ وساتۍ  :
نه هر که طرْف کلاه کج نهاد و تند نشت          کلاه داري و آئين سروري داند
نه هر که چهره بر افروخت دلبري داند          نه  هرکه آئنه سازد سکندري داند
هزار نکتهء باريک تر ز مو اينجا است          نه هر که سر بتراشد قلندري داند .

او دارنګه د پښتو د يو نامتو شاعر    دا شعر هم عملي وګرځوۍ  :
مُدعي چي په خوله ورسي هغه کاندي          غوږ په هيچا باندي مه باسه خپل کار که .

د موضوع په ارتباط چي اوس په پښتو ژبه زه کوم بيان درته ليکم نو د هغه بيان په پائ کښي د بيان ټول  مأخذونه درته ذکر کوم ، د بيان مضمون د همدغو کتابو دئ ، صرف ترجمان يې زه درته جوړېږم ، بيان دادئ   :
ټول أمت اسلاميه ، که متقدمين دي او که متأخرين دي پر دې باندي اجماع او اتفاق کړئ دئ چي زيارت کول د نبي (صلی الله عليه وسلم) او دده مبارک ومزار ته ورتلل يو ستر شرعي عمل دئ ، د اسلامي أمت د څلورو سرو مذهبو هغه چي په لوړه کچه فتوی ورکونکي علمآء وو او دي اکثر يې پر دغه خبره باندي متفق دي چي زيارت کول د نبي (صلی الله عليه وسلم) د هر مسلمان دپاره سنت مستحبه دئ ، او يوې ډلي له محققينو علمآؤ څخه ويلي دي چي زيارت ته ورتلل د نبي (عليه السلام) داسي ټينګ سنت دئ چي قريب و واجبو ته دئ ، او د حنــــــــــــــفـــــــــي مذهب د علمآؤ د يوې ډلي په نزد دا مفتی به قول دئ  .
او فقيه مالکي ابوعمران موسی بن عيسی فاسی ويلي دي چي زيارت کول د نبي (عليه السلام) پر هر مسلمان باندي واجب دئ  .
د أمت مسلِمه ټولو معتبرو او مسلمو علمآؤ د نبي (صلی الله علیه وسلم) دزيارت کولو د مشروعيت په دلایلو کښي اول د «سورة النسآء » په دغه ۶۴څلور شپيتم مبارک آيت سره دليل نيولئ دئ :
«ولو أنهم اذ ظلموا أنفسهم جاءوک فاستغفروالله واستغفر لهم الرسول لوجدوا الله توابا رحيما » .
ژباړه     :  يعني او کچيري ثابته سوې واۍ دا خبره چي دوۍ په هغه وخت کښي چي ظلم يې وکړ پر ځانو خپلو باندي راغلي وائ وتاته ، بيايې بخښه غوښتې وائ له الله څخه او بخښه غوښتې وائ دوۍ لره رسول ، نو خامخا به پيدا کړئ وائ دوۍ الله پاک ډير توبه قبلونکئ او ډير مهربانه   .
دآیت پخوړ او مطلب دادئ چي ورسول ته ورتلل او بيا چي کله ورسول ته ورسي نو هلته له الله پاک څخه بخښه غوښتل او دارنګه بخښه غوښتل د رسول دغو خلګو لره چي وده ته ورسي ددې سبب ګرځي چي الله پاک ددغو خلګو توبه قبلوي  او پر دغو خلګو باندي ډیر رحم کوي  .
د اسلامي أمت ټولو امامانو او برحقو علمآؤ دا ويلي دي چي ددغه مبارک آيت مضمون د نبي (عليه السلام ) تر ژوند پوري خاص نه ؤ بلکي وروسته له وفات څخه دده ، دده وقبر ته ورتلل داسي دي لکه وده ته چي به دده په ژوند کښي څوک راغلئ ، او دغه ورتګ هم د آيت په مضمون کښي داخل دئ ؛ ځکه چي نبي (علیه السلام) په خپل قبر کښي ژوندئ دئ له دغه ظاهري وفات څخه وروسته ، لکه چي شهيدان ژوندي بلل کيږي په صريح اياتو سره  ، او په صحيح حديث سره دا خبره ثابته ده چي نبيان په خپلو قبرو کښي ژوندي دي  . (اخرجه أبويعلی ، کما في الجامع الصغیر (بشرحه الفيض ج۳ ص ۱۸۳ المکتبة التجارية ) وقال المناوي : حديث صحيح)  .
د صحيح مسلم په يوه حديث کښي راغلي دي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) د معراج په شپه حضرت موسی (عليه السلام) په خپل قبر کښي پداسي حال کښي وليدئ چي دَي په قبر کښي پر لمانځه باندي ولاړ ؤ  ، او دارنګه د دارقطني په يوه حديث کښي راغلي دي چي پيغمبر (عليه السلام) فرمايلي دي چي هر څوک چي زيارت وکوي ځما وروسته له موت او وفات ځما څخه نو ګواکي زيارت وکړ ده ځما په ژوند ځما کښي  ، او دارنګه د دارقطني په يوه بل حديث کښي راغلي دي چي نبي (عليه السلام) فرمايلي دي چي چا که زيارت وکړ د قبر ځما نو واجب سو ده لره شفاعت ځما  .
ددغو دوو حديثو د سند و ځينو راويانوته که څه هم د تنقيد ګوته نيوله سوېده چي د منکرينو دپاره ظاهره يوه بهانه جوړېدائ سي ، خو دغه دواړه حديثونه د أمت علمآؤ او امامانو قبول کړيدي ، او شيح عبد الحق محدث دهلوي ذکر کړيدي چي دا کيدائ سي چي يو حديث دي د امامانو په زمانه کښي او يا له دوۍ څخه په وروسته زمانه کښي صحيح حديث وي خو په وروسته کښي دي بيا په سند کښي ددې حديث د وروسته راويانو په اعتبار څه ضعف پيدا سوئ وي ، بلکه ابن عدي په دغو الفاظو سره. :«من حج ولم يزرني فقدجفاني» د يوه حديث روايت کړئ دئ ، او ملا علي قاري  اوطحطاوي دغه حديث د سند په اعتبار سره حسن بللئ دئ ، نو د مخالف دپاره په دغه حديث کښي د انکار هيڅ ګنجايش نه پيدا کيږي  .
د حديث مطلب دادئ چي نبي (عليه الصلاة والسلام) فرمايلي دي چي هر چا چي حج وکړ او ځما زيارت يې ونکړ نو په تحقيق سره جفا وکړه ده له ماسره  .

او دارنګه محترمو وروڼو !  پدې خبره کښي خو د أمت د علمآو هيڅ اختلاف نسته چي زيارت د قبر د نبي (عليه السلام) او د ارنګه زيارت دنورو نبيانو او وليانو مستحب کار دئ ، البته د نبي (عليه السلام) د قبر زيارت ځیني سنت مؤکد او ځيني يې واجب بولي  .
دا مي د هغو علمآؤ د ويناوو پخوړ درته ذکر کړ کوم چي د أمت دپاره هم په فقه کښي او هم په حديثو کښي امامان دي ، او منکرين د زيارت د نبي (عليه السلام) هم په احاديثو کښي ددوۍ امامت مني او هم ددوۍ له بياناتو څخه استفاده کوي  .

له مخه تر دې چي د حنفي مذهب ددوو معتبرو امامانو (کوم چي په حديثو کښي يې هم ټول أمت مسلمه مني چي ملا علي قاري او امام طحاوي دئ ) د مذکوري موضوع په اعتبار ددوئ د کتابو عربي عبارت درته ذکر کړم  دذکر سوي بيان مأخذونه درته ذکر کوم   :
فتح القدير للکمال بن الهمام شرح الهداية مطبعة مصطفی محمد ج۲ ص ۳۳۶/ ردالمحتار علی الدرالمختار لابن عابدین محمد أمين طبع استانبول دارالطباعة العامرة ج۲ ص ۳۵۳ / الشفآء نسخة شرحه للقاري طبع استانبول سنة ۱۳۱۶ ج ۲ ص ۱۴۹ / والمجموع للنووي شرح المهذب للشيرازي مطبعة العاصمة بالقاهرة ج۸ ص ۲۱۳، ۲۱۴، ۲۱۵/ والمغني لابن قدامة طبع دارالمنار سنة ۱۳۶۷ ج ۳ ص ۲۵۶ / والاختيار لتعليل المختار لعبد الله بن المحمود الموصلي طبع المصافی البابي الحلبي ج۱ ص ۱۷۳ / و لباب المناسک للسندي وشرحه لعلي القاري طبع المطبعة الأميريةص ۲۸۲ .
الشفآء ج۲ ص ۱۵۰ / والمواهب اللدنية للقسطلاني مطبعة مصطفی شاهين ج۲ ص ۵۰۴ / و نيل الاوطار للشوکاني المطبعة العثمانية ج۵ ص ۹۴ .
 
د ملاعلي قاري او د امام طحاوي (رحمهماالله) بيان  د موضوع په اړه پدې شرحه دئ  :
في مناسک الملا علي القاري ص۵۰۲  : اعلم ان زيارة سيدالمرسلين صلي الله تعالي وسلم)اي وعليهم اجمعين (باجماع المسلمين )اي من غير عبرة ماذکره بعض المخالفين (من اعظم القربات وافضل الطاعات وانجح المساعي )اي ارجی الوسائل والدواعي (لنيل الدرجات  قريبة من درجة الواجبات )بل قيل : انهامن الواجبات ، کما بينته في الدرة المضيئة  في الزيارة المصطفوية ( لمن له سعة ) اي وسعة واستطاعة (وترکهاغفلة عظيمة  وجفوة کبيرة ) اي غلظة جسيمة ، وفيه اشارة الي حديث استدل  به علی وجوب الزيارة ، وهو قوله صلي الله تعالي علیه وسلم :«من حج ولم يزرني فقدجفاني» رواه ابن عدي بسندحسن ـ
وايضا قال في ص۵۰۴  :  ويتتبع  مافي طريق من المساجد المنسوبة اليه صلي الله تعالي عليه وسلم) وکذا المشاهد الماثورة  المتعلقة بما لديه ، کما بيناها في الدرة المضيئة ،  ومن اهمهاالذي اهملها الخاص والعام قبرميمونة  ام المؤ منين رضي الله تعالي عنها  الثابت زفافها ومماتها بسرف ،و هو موضع بين التنعيم والوادي  للمتوجه  من مکة المعظمة الی المدينة المکرمة وحول قبرها مسجد خراب  ، فينبغي ان يزار و يتبرک بذالک المزار ـ 
 وقال الامام الطحاوي في مراقي الفلاح شرح نورالايضاح  مع حاشية الطحطاوي  ص  ۴۰۵:
  ـ فصل في زيارة قبرالنبي (صلی الله تعالي عليه وسلم  ) : علی سبيل الاختصار تبعا لما قال في الاختيار ، لما کانت زيارة النبي (صلی الله علیه وسلم) من أفضل القرب و أحسن المستحبات بل تقرب من درجة ما لزم من الواجبات ، فانه صلی الله عليه وسلم حرض علیها وبالغ في الندب اليها ، فقال من وجد سعة ولم يزرني فقد جفاني ، وقال من زار قبري وجبت له شفاعتي ، وقال صلی الله عليه وسلم من زارني بعد مماتي فکأنما زارني في حياتي . الی غير ذالک من الاحاديث  ، و مما هو مقرر عند المحققين أنه صلی الله عليه وسلم حي یرزق ممتع بجميع الملاذ و العبادات غیر أنه حجب عن أبصار القاصرين عن شريف المقامات  . 

تنــــــــبيه  :
طحطاوي  په حاشيه د مراقي الفلاح   (ص  ۴۰۵) کښي ذکر کړيدي چي و مدينې منورې ته چي سړئ ورځي نو خالص په نيت د زيارت د نبي (صلی الله عليه وسلم) به ورځي ، او چا ويلي دي چي د مسجد نبوي د زيارت نيت به هم ورسره کوي  ، او دارنګه ملاعلي القاري دا هم ذکر کړیدي چي کله چي د نبي (عليه السلام) د روضې وخواته روانيږي نو د هغو مسجدو کوم چي و نبي (عليه السلام) له منسوب دي  پلټنه به هم کوي (يعني زيارت بې کوي ) او دارنګه به د نورو متعارفو زیارتونو زيارت هم کوي چي ډیر أهم په هغو کښي قبر د أم المؤمنين میمونې (رضي الله عنها) دئ چي په «سَرف» کښي دئ ، او ددې مبارکي واده او وفات دواړه په همدغه ځائ کښي سويدي  .

د مخالفينو دليل او د هغه جواب   :
پوه سه ! چي لکه چي مخکي تيره سوه د جمهورو علماوو مسلک دادئ چي د قبرو د زيارت دپاره سفر کول روا دي خاص بيا لپاره د قبرو د نبيانو او صالحینو ، او د امام شافعي (رحمه الله) د مذهب ځينو علماوو او ابن تيمية (له حنبلي علمآؤڅخه) ويلي دي  چي لپاره د زيارت د قبرو سفر کول روا نه دي  ، دوۍ د بخاري شريف په دغه مشهور حديث سره دليل نيسي چي :« لاتشد الرحال الا الی ثلاثة مساجد : مسجدي هذا والمسجدالحرام والمسجد الاقصی » او دارنګه بل دليل ددوۍ هغه روايت دئ چي امام أحمد يې په خپل مسند کښي له عمر بن عبدالرحمن بن حارث څخه نقل کړئ دئ چي «أبو بصره غفاري» و کوه طور ته تللئ ؤ ، بیا چي کله له کوه طور څخه راغلئ نو له حضرت أبوهريرة (رضي الله عنه) سره مخامخ سو ، بيا حضرت أبو هريره ورته وويل چي له کوم ځايه څخه راغلې  ؟ ده ته ورته وويل چي له کوه طور څخه ، چي هلته مي څه لمنځونه وکړل  ! نو أبوهریره ورته وویل چي که ستا تر دغه سفر له مخه ما ته پيدا کړئ واۍ نو بیا به دي دا سفر نه واۍ کړئ ؛ ځکه چي ما له رسول (عليه السلام) څخه اوريدلي دي چي :«لاتُشد الرحال الخ »  .
جمهور علمآء ددغه حديث په جواب کښي کوم چي حضرت أبوهریره هم په دغه حديث سره استدلال کړئ دئ داسي ويلي دي چي مقصود له دغه حديث څخه دادئ چي له دغو درو مسجدو څخه ماسوی وبل مسجد ته بايد سفر ونکړ سي ، يعني په دې نيت چي سفر وهغه ته موجب د ثواب ، او لمونځ هلته سبب د زيات اجر ګڼي ، دا مطلب نه دئ ورڅخه چي له دغو درو مسجدو ماسوی بل و هيڅ ځائ ته سفر کول روا نه دي  ؛ ځکه د علم د طلب دپاره ، د تجارت دپاره او دارنګه د نورو ډيرو امورو دپاره سفر کول نه يواځي روا بلکي سبب د اجر ګرځي ، که دغه حدیث پر دغه طاهره عاموالي باندي پاته سي نو باید د علم دپاره هم سبب سفر کول جائز نسي ، بلکي ددغه حديث په يوه روايت کښي پدې سره تصريح سوېده چي  له دغو درو مسجدو ماسوا و بل مسجد ته به ددې دپاره چي په هغه کښي لمونځ وکړي سفر نه کړ کيږي  .
په دې باره کښي مسند د امام أحمد ج۳ ص ۶۴ / او د هيثمي مجمع الزوائد ج۳ ص۳ / وغيره وګورۍ .

والسلام و من الله التوفيق   . 

حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .