فتوی نمبر (۱۸) .
مستفتي : جهر الله صافي .
ځائ :
سلامونه ! په دې اميد چي جوړ او روغ اوسۍ .
محترمه ځمالومړۍ پوښتنه داده چي چي کچیري يو څوک په څلوررکعتيزه فرض لمانځه کښي دوهم رکعت خالي وکړي نو حکم يې څه دئ ؟
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
د پورته مسئلې تر جواب له مخه يوه تمهيدي خبره کوم ؛ ځکه چي ذکر سوي مستفتي ورور په ډير مبهم او مجمَل ډول پوښتنه کړېده ؛ ځکه چي دوهم رکعت خالي کول دوې معناوي لري : یو دا چي په دوهم يا په اول رکعت کښي يا په اول او دوهم دواړو کښي هيڅ شي نه ووايي نه الحمد لله ووايي او نه سورت ، پر دغه تقدير باندي شرعي حکم دادئ چي که په دواړو اولو رکعتو کښي يې شئ نه وي ويلئ نو بيا به په اخيري دوو رکعتو کښي له الحمدلله وروسته سورت وايي او په اخير کښي به سجده سهوه هم کوي ، او کې چيري په يوه کښي له اولو دوو رکعتو يو شئ نه ؤ ويلئ په هغه بل کښي يې ويلئ ؤ ، نو په اخيري دوو رکعتو کښي به په يوه کښي له الحمدلله څخه وروسته سورت وايي او په اخير د لمانځه کښي به سجده سهوه هم کوي .
او دهمه معنی د ذکر سويو تورو داده چي الحمد لله خو وايي مګر سورت نه ورسره ووايي ، چي ودې ته په عُرف کښي تش يا خالي رکعت ويل کيږي ، مقابل يې ډک رکعت دئ چي په هغه کښي الحمد لله او سورت دواړه وويل سي ، نو پر دغه تقدير به دغه سړئ په اخير د لمانځه کښي سجده سهوه کوي .
پوه سه چي په اولو دوو رکعتو کښي د الحمدلله ويل واجب دي ، که يې سړئ په هيره سره پريږدي نو سجده سهوه باندي واجب ده ، او دارنګه و الحمد لله ته د سورت ورضمول (پيوسته کول) هم واجب دی ، او که يې څوک په هيره سره پریږدي نو سجده سهوه باندي واجب ده ، دارنګه الحمد لله له مخه ويل او سورت وروسته ويل دا ترتيب هم واجب دئ ، که يو څوک الحمدلله وروسته او سورت مخکي ووايي نو هم سجده سهو باندي واجب ده ؛ ځکه چي په لمانځه کښي که څوک يو واجب کار پريږدي نو پر ده باندي سجده سهوه لازميږي ، او په قدر د درو کوتاه اياتو په اولو دوو رکعتو په هر یوه کښي قرائت ویل فرض دي .
پوه سه ! چي په لمانځه کښي د دوو شيانو په سبب لازميږي :
(۱) په ترک د واجب سره چي د لمانځه له اصلي واجباتو څخه وي .
(۲) : په تاخير سره د لمانځه د يوه فرضي يا واجب عمل له خپله ځايه څخه .
مراقي الفلاح مع حاشية الطحطاوي ص۱۲۳ او ۲۵۰ .
حرره : أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .