په وترو کښي په هيره سره ددعاقنوت پريښوول .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42848
دارالافتاء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-12

فتوی نمبر (۲۰)  .


مستفتي     :  جهر الله صافي  .
ځائ              :     

ځما دريمه پوښتنه داده چي کچيري یو څوک د ماسختن د وترو په دریم رکعت کښي دعا قنوت ونه وايي څه حکم يې دئ    ؟

 
الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .
 کچيري له يو چا څخه په هيره يا په خطا سره دعا قنوت ، یا هغه الله أکبر ورڅخه پاته سي چي د دعا قنوت ويلو په وخت کښي وغوږو ته لاسونه وړل کيږي او ويل کيږي ، نو پر دغه سړي باندي سجده سهوه واجب ده  .

( الجوهرة النيرة شرح مختصر القدوري ج۱ ص۲۰۰ )  .


حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .