۱د مولانا فضل الله د دقيقي علمي پوښتني جواب .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42878
دارالافتاء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-14

فتوی نمبر (۲۱)  .
دارالافتاء علامه محمد معين الدین أبوالفضل افغاني کان الله .


مستفتي     :  مولانا فضل الله  .
ځائ              :    چمن 


دبینوا وټولوکارکوونکوته ددوی ددې سترخدمت ترحد زیاته شکریه وایم .
محترم علامه ابوالفضل صاحب ! ته له عواموسره سره دعلماؤ دپاره هم یوعظیم الهي غنیمت یې که دوی وغواړي چي استفاده درڅخه وکړي ، نوپه دې وجه زه داپوښتني درڅخه کوم ، چي په هغو پوښتنو کښي اوله پوښتنه داده چي دآدم له ملاڅخه چي دذرو په شکل دده اولادالله راجلاکړنوپه دغوذروکي وکومي ذرې ته یوه ممتازه اوله نورو ذرو څخه مخالفه پېښه ورسیده  ؟

الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .

محترم مستفتي ورور مولوي فضل الله صاحب د آدم (عليه السلام) له ملا څخه چي الله پاک د وړو (کوچني) سرو ميږانو په شکل دده اولاده راجلا کړه ، نو تر هغه وخته پوري چي بيا بیرته دغه راخارجه سوې اولاده او ذرې و خپلو ځايو ته الله (جل جلاله) واپس کولې نو د دوو ذرو په باره کښي دوې ډيري نادري پيښي رامنځته سوې چي اوله له دغو دووذرو څخه حضرت داؤد (عليه السلام) ؤ ، د حضرت داؤد د واقعې خلاصه داده چي کله چي دغه ذرې الله پاک دآدم علیه السلام له ملا څخه راخارجي کړې نو بيا يې د هري ذرې په تندي کښي يو قسم ځليدونکئ نور پيدا کړ ، بیا يې دغه اولاده پر آدم (عليه السلام) باندي عرض کړه ، آدم (عليه السلام) چي کله د خپل دغه اولاد د هر يوه د تندي ونور ته کتل نو په دې جريان کښي يې د حضرت داؤد (عليه السلام) د تندي ونور ته هم وکتل ، خو د حضرت داؤد د تندي نور د نورو په نسبت و آدم (علیه السلام) ته زيات خوند ورکړ او په تعجب کښي ولویدئ ، بيا يې و الله پاک ته عرض وکړ چي اې ځما ربه  ! دغه څوک دئ ؟  الله پاک ورته وفرمايل چي دا داؤد دئ ! . آدم (عليه السلام) بيا عرض وکړ چي اې ربه ! ده ته دي څونه عمر ورکړئ دئ ؟  الله پاک ورته وفرمايل چي شپيته کاله ! .  آدم (عليه السلام) عرض وکړ چي اې ځما ربه ! څلويښت کاله وده ته ځما له عمره څخه ورکړه  .
حضرت رسول أکرم (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي کله چي د آدم (عليه السلام) عمر وپائ ته ورسیدئ ماسوا له هغوڅلویښتو کلو چي و داؤد ته يې ورکړي وو ، نو ملکُ الموت (دمرګ پرشته) ورته راغله ، نو آدم (عليه السلام) ورته وويل چي ځما خو څلويښت کاله عمر لا پاته دئ  ؟ ملکُ الموت ورته وويل چي هغه څلويښت کاله عمر خو و داؤد ته وربخښلئ دئ  . نوادم علیه السلام له دې بخښي څخه جحوداوانکاروکړ،یعني دهېري په وجه،نودده اولادهم انکارکوي
دا مضمون مي د ترمذي له يوه دراز حديث څخه رااخستئ دئ کوم چي د مشکوة شريف ج۱ ص ۲۳ کښي هم د هغه حدیث ذکر راغلئ دئ  .
اودوهمه له دغودووذروڅخه عیسي علیه السلام ؤ  دده په باره کښي بیا نادره پېښه سوه چي نوري ټولي الله پاک وهغوځایوته ردکړې کوم چي دغه ذرې ورڅخه راایستلې سویې وې ماسوی له ذرې دعیسی علیه السلام چي وخپل ځای ته رد نسوه بلکه ترهغه پوري الله ساتله ترڅوچي دمریمي رضی الله عنهاورحم ته داخله کړه   (انظرروح المعاني ج ۲ )  .

حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .