۲ د مولانا فضل الله د دقيقي علمي پوښتني جواب .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42879
دارالافتاء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-14

فتوی نمبر (۲۲)  .

 

مستفتي     :  مولانا فضل الله  .
ځائ              :    چمن  .


دبینوا وټولوکارکوونکوته ددوی ددې سترخدمت ترحد زیاته شکریه وایم .
محترم علامه ابوالفضل صاحب ! ته له عواموسره سره دعلماؤ دپاره هم یوعظیم الهي غنیمت یې که دوۍ وغواړي چي استفاده درڅخه وکړي ، نوپه دې وجه زه داپوښتني درڅخه کوم ، په هغو کښي دوهمه پوښتنه داده چي په ځینو تفسیرو کي ما دشجرة» دلفظ په دې قول دخدای کي چي : «ولاتقرباهذه الشجرة» تفسیرپه علم سره ولیدی نوددې توجیه په څه ډول سره کېږي    ؟

الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .

کومو مفسرينو چي د «شجرةٌ» د لفظ (کوم چي په دغه مبارک آیت کښي راغلئ دئ چي «ولا تقربا هذه الشجرة الخ» ) تفسير په علم سره کړئ دئ نو په دې باره کښي مولانا عصام الدين اسفرائيني عجبه او نادره قصه ذکر کړېده  : ده ويلي دي چي کله ما دا تفسير وليدئ نو ډير په حيرانتيا کښي واقع سوم ، او پدې نه پوهیدم چي له دغه علم څخه به کوم قسم علم مراد وي ، بيا چي کله بيده سوم نو خوب مي ليدئ چي و اسمانو ته پورته سم ، په اسمانو کښي مي حضرت آدم (عليه السلام) وليدئ ، بيا مي له ده څخه پوښتنه وکړه چي ته په جنت کښي الله پاک له چشي څخه منع کړئ وې   ؟
ده راته وويل چي زه په جنت کښي الله پاک له علم استدلالي څخه منع کړئ وم ؛ ځکه چي په جنت کښي موږ الله پاک د مشاهدې له لاري پيژندئ  ، خو يو وخت له ماڅخه استدلال وکړ سو چي ددې په نتیجه کښي زه له جنت څخه راوايستل سوم .
دعصام ددغي وینا ماخذپه خپل فراست اوبصارت سره معلوم کړه .


حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له