د لمانځه په تشهد کښي د اشارې کولو حکم .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 42880
دارالافتاء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-03-14

فتوی نمبر  (۲۳) .

 

مستفتي     :  مولانا فضل الله  .
ځائ              :    چمن  .


و محترم علامه ابوالفضل او د  بينوا د ادارې و محترمو چلونکو او محترم مسئول ته سلامونه وړاندي کوم .
مترم علامه ابوالفضل صاحب !  څرنګه چي تاسي محترم نه يواځي د عوامو دپاره بلکي د علماوو د مشکلاتو د حب دپاره هم يوه غټه هستي او علمي سرمايه ياست نو ځکه مي دا پوښتني وتاته عرض کړې  په هغو پوښتنو کښي دريمه پوښتنه داده چي که تاسو د لمانځه په تشهد کښي د اشارکولو تحقيق وکړۍ نو مهربانی به مو وي   ، چي ددې حکم څه دئ  ؟
 
 الجواب وهو الملهم للصواب  .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم  .
محترمه وروره ستا دغه پوښتنه دونه جنجالي ده چي خالص د اندړ غزل ده  ، پداسي مسائلو کښي چي له پيړيو پيړيو شخړي پکښي تيري سوي وي بايد ډير فکر سړئ بند نکړي ، خو څرنګه چي تا يې پوښتنه کړېده او يې هم عالم نو په دې وجه غواړم چي ستا د دغي ذکر سوي پوښتني جواب په ښه محقق علمي انداز کښي درکړم  .
په تشهد او التحيات .. کښي چي په سبابه ګوته سره اشاره کیږي نو پدې باره کښي علمآؤ د علم فروع او فقهي بيل بيل او مختلف قولونه ذکر کړيدي ، د علمآؤ  قولونه خو پدې ډول دي چي په ګوته اشاره کول چا حرامه او چا مکروه بللې ده ، چا مباح او چا سنت بللې ده  ، ډير علمآء پر دې خبره باندي دي چي اشاره کول په تشهد کښي  سنت کار دئ ، او بايد مسلمان يې پرې نږدي  ، د اشارې په باب چي کوم نبوي حديثونه راغلي دي نو له هغوۍ څخه هم اکثرو علمآؤ دا مطلب رااستلئ دئ چي په ګوته سره اشاره کول په تشهد کښي يو مسنون عمل دئ  .
دا چي کوم عالم ؟ د کوم کتاب والا حرامه يا مکروه بللې ده وهکذا ، ددې د تفصيل دپاره په دغه لاندي شرحه عربي عبارات وګورۍ  ، البته په دې ارتباط چي ځما تحقيق د کوم شي تقاضا کړېده هغه ددغو لاندي مأخدونو په اخير کښي وګورۍ   :  
کوم قولونه چي د اشارې کولو  ــ نه جواز ثابتوي او وايي چي اشاره بايد په تشهد کښي ونکړه سي هغه دادي  : په حاشيه دبرجندي کښي په داسي حال کښي چي له «الخلاصة» څخه يې نقل کړئ دئ راغلي دي : « المختار أنه لا يشير  » انتهی .  او په خزانة الروايات کښي چي له تاتارخانيې څخه يې نقل کړئ دئ داسي راغلي دي : « ثم اذا أخذ في التشهد وانتهی الی قوله : أشهدأن لا اله الا الله هل يشير باصبعه السبابة لليد اليمنی ، لم يذکر محمد في الأصل  . او په «الکبری» کي داسي ذکر دي چي  : «لا يشير وعليه الفتوی »  . وعن العتابية :« ولا يشير بالسبابة عند التشهد وهو المختار » و عن الغياثية :« هو المختار وعليه الفتوی» انتهی .  په مطالب المؤمنين کښي له «الکبری» څخه نقل سوئ دئ چي «لا يشير وعليه الفتوی لان مبنی الصلاة علی الوقار » انتهی.
 وفي السراجية ج۱ ص۵۸ :« يُکره أن يشير بالسبابة في الصلاة عند قوله : اشهد أن لا اله الاالله ، هو المختار » انتهی  .
وفي الدر المختار :«ولا يشير بسبابته عند الشهادة وعليه الفتوی ، کما في الولوالجية  والتجنيس وعمدة المفتي و عامة الفتاوی  . 


او کوم قولونه چي د اشارې په سنتوالي يا مستحبوالي  کښي راغلي دي هغه دادي :
ففي الجامع المضمرات ذکر الامام خواهر زاده : «ان السنة أن يشیر ، وهذا قول أبي حنيفة ومحمد رحمهماالله » . 
وفي السراج المنير : « وقد ثبت أنه سنة ، والکراهة خلاف الدراية والرواية ، کما في فتح المنان » انتهی . 
 وفي مطالب المؤمنين :« لم يذکر محمد هذه المسئلة في الاصل وقد اختلف المشايخ فيه : منهم من قال لا يشير ، ومنهم من قال يشير ، وذکر محمد في غير رواية الاصول حديثا عن النبي (صلی الله عليه وسلم) انه کان يشير  . قال محمد نصنع کما یصنع النبي (صلی الله عليه وسلم) ثم قال : هذا قولي و قول أبي حنيفة ، کذا في الذخیرة » انتهی  .  
وعن الزاهدي : « انه اتفق الروايات عن أصحابنا أن الاشارة بالمسبحة سنة » . 
وعن الملتقط عن أبي نصر بن سلام : « ليس في الاشارة اختلاف العلمآء أنه يفعلهما » انتهی من الملتقط ص ۵۳ . 
وقال العيني في البناية ج۲ ص ۲۳۸:« في الفتاوی لااشارة في الصلاة الا عند الشهادتين في التشهد ، وأنه أحسن ، واتفق الائمة االثلاثة علی أصل الاشارة بالمسبحة  »  . 
 عيني له تحفې څخه د نقل په حيث ويلي دي چي أصح داده چي دا مستحب ده . او په محيط کښي يې ويلي دي چي سنت ده (رمز الحقائق شرح کنز الدقائق ج۱ ص ۴۲ / والبناية فی شرح الهداية ج۲ ص ۲۲۸/ والمحيط البرهاني ص ۲۲۶ ) .
بمثل ماذکرنا من الاقوال ذکر في فتاوی اللکنوي  ، انظرها من صفحة ۲۵۶ الی ۲۶۳  . 

ځما خپل تحقيق د اشارې په باره کښي دادئ چي زه پخپله اشاره نکوم ، او که يو څوک اشاره کوي هغه ته منع هم نکوم ، او داددې لاندي وجوهاتو په وجه  :
(۱) : کوم حديثونه چي د اشارې په باره کښي راغلي دي نو ځيني د هغوۍ د ځينو راويانو په وجه ضعيف بلل سويدي ، او ځيني حدیثونه بيا کوم چي مسلم يې روايت کړئ دئ پدې ډول دي چي عملي کول او اجرا يې په لمانځه کښي مفضي وداسي عمل ته ګرځي چي د لمانځه له حال سره وړ نه دئ .
(۲) : په کيفیت د اشارې کښي (چي په څه ډول باید وسي) سخت اختلاف موجود دئ .
(۳ ) : لکه څرنګه چي مخکي د کتابو عربي عبارات موږ درته ذکر کړل ، ځموږ مذهبي کتابونه د اشارې په باره کښي ډير غټ اختلاف سره لري : څوک يې حرامه او څوک يې مکروه بولي او څوک يې سنت او څوک يې مستحب بولي ، سره له دې چي قول د حرمت او قول د جواز چي سره متعارض سي نو ترجيح وقول د حرمت ته ورکړه کيږي .
والسلام .

 

 

حرره   :  أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له  .