فتوی نمبر (۲۵) .
مستفتي : احمد جان .
ځائ :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته .
پوښتنه مي دا ده چي ايا ښځه و نارینه و (سړیانو) ته لمونځ ورکولاۍ سي او که يا ؟
والسلام .
الجواب وهو الملهم للصواب .
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم .
امامت د ښځو لپاره د سړيانو ، هلکانو او نرښځيانو ناروا دئ ، که يو سړئ ياهلک او يا نرښځئ په ښځه پسي لمونځ وکړي نو لمونځ يې باطل دئ او راګرځول د لمانځه باندي فرض دئ ، او دا امامت يې په عام شکل ناروا دئ ، یعني که په فرضي لمانځه کښي وي او که په لمانځه د جمعې ، تراويحو او د جنازې کښي وي .
پر دې باندي د ټولو أهل علمو اتفاق دئ ، ماسوی له مزني ، أبوثور او طبري څخه ، چي دوۍ په تراویحو کښي د ښځو امامت جائز بللئ دئ ، او ددوۍ درو قول په اتفاق د علماوو مردود دئ .
قال ابن عابدين الحنفي في ردالمحتار ج۱ ص ۴۲۷ : «ولایصح اقتدآء رجل بامرأة ، اي في الصلاة » .
وقال ابن ابي زيد القيرواني في رسالته المشهورة (المطبوع مع شرحه الفواکه الدواني) ج ۱ ص ۲۰۵ : «ولاتؤم المرأة في فريضة ولانافلة لا رجالا ولا نسآءً » .
وقال الحطاب المالکي في التاج والاکليل ج ۲ ص ۴۱۲ : « قال المازري : لاتصح امامة المرأة عندنا وليعد صلاته من صلی ورائها وان خرج الوقت » .
و قال الشافعي فی الأم ج۱ ص۱۹۱ :« و لايجوز أن تکون امرأة امام رجل في صلاة بحال ابدا » .
وقال النووي الشافعي في المجموع ج۴ ص ۱۵۱ : «اتفق أصحابنا علی أنه لاتجوز صلاة رجل بالغ ولاصبي خلف امرأة ، وسواء في منع امامة المرأة للرجال صلاة الفرض والتراويح وسائر النوافل ، هذا مذهبنا و مذهب جماهير العلمآء من السلف والخلف » . و حکاه البيهقي عن الفقهآء السبعة ، فقهآء المدينة التابعين ، وهو مذهب مالک وأبي حــــــنيفــــة وسفيان وأحمد وداؤد » .
حتی د فقهي په ځينو معتبرو کتابو کښي يې امامت د ښځو ، ښځو لره هم روا نه دئ بللئ :
جآء في البحر الرائق لابن النجيم ج۱ ص ۶۱۴ : «وکره جماعة النسآء لانها لاتخلو عن ارتکاب محرم ، وهو قيام الامام وسط الصف فيکره کالعراة » .
وجاء في بداية المجتهد لابن ارشد ج۲ ص ۲۸۹ : « و منع من ذالک (یعني امامة المرأة للنسآء ) مالک » .
او هغه چا چي د ښځي امامت يې جائز بللئ دئ په فرضي لمانځه کښي ماسوا له جمعې څخه نو هغه په حديث د أم ورقة سره دليل نيولئ دئ کوم چي ابوداؤد يې روايت کړئ دئ ، چي په هغه کښي داسي راغلي دي چي نبي (عليه السلام) ودېته امر وکړ پدې سره چي دا به په جمع سره لمونځ ورکوي و أهل ، يعني و خلګو د کور ددې ته ،نو په اهل د کور کښي خو نارينه او ښځينه دواړه داخل دي .
علماوو له حديث څخه په دوه ډوله جواب ورکړئ دئ : اول په ډې ډول چي دا حديث ضعيف دئ ؛ ځکه چي باجي په منتقی شرح موطا کښي ويلي دي چي دغه حديث له هغو حديثو څخه دئ چي په اعتماد او باور لايق نه دي .
او ابن حجر په تلخيص الحبير ج۲ ص ۵۶ کښي ويلي دي چي : «په اسناد ددغه حديث کښي عبدالرحمن بن خلاد دئ ، او هغه مجهول الحاله دئ .
دوهم جواب يې دادئ چي مقصود په أهل د کور دده سره ښځي وې نه نارينه ، ابن قدامة په مغني ج ۲ ص ۱۶ کښي ويلي دي چي: د أم ورقة په حديث کښي له «اهل دارها» څخه «نسآء اهل دارها » مراد دي ، لکه چي دارقطني يې په همدغه شکل روايت کړئ دئ .
تمت .
حرره : أحقر المخلوقين محمد معين الدین أبوالفضل أفغاني کان الله له .